جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهکندوز کې پر یوه جومات او کابل کې پر دارالامان سړک چاودنه...

کندوز کې پر یوه جومات او کابل کې پر دارالامان سړک چاودنه شوې

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) ‏راپورونه وايي، چې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر یوه جومات چاودنه شوې ده.

ځايي خلکو ويلي، چې دغه چاودنه نن مازيګر شاوخوا پینځه بجې شوې.

تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي او دقیق ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې دا چاودنه د اهل تشيع او که نورو افغانانو په جومات شوې ده؟

د چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه پر جوماتونو د چاودنو خبرونه زيات شوي.

په يوه بل تازه خبر کې له نورو جزيياتو پرته ويل شوي، چې د کابل ښار پر دارالامان سړک د کفايت سنټر مخې ته درنه چاودنه شوې ده.

د دې چاودنې په اړه هم نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب