جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهايران: ط دې د نویو افغان بندونو اوبه موږ ته راپريږدي

ايران: ط دې د نویو افغان بندونو اوبه موږ ته راپريږدي

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) ایران د افغانستان له طالب چارواکو غوښتي، چې د اوبو د وېش او مدیریت په اړه د 1973 کال د هلمند تړون هوکړې او ژمنې ورسره عملي کړي.

د ايران د ولسمشر مرستيال محمد مخبر په یوه وینا کې غوښتنه وکړه، چې طالبان دې په دې اړه شته ستونزې په عاجل ډول حل کړي.

مخبر د ايران په بهرنيو چارو وزارت کې يوې غونډې ته د وینا پر مهال وويل، چې ايراني چارواکي دې پر طالبانو د ياد شوي تړون د درناوي او عملي کولو لپاره فشار راوړي.

د ايران دغه لوړپوړي مقام پر دې هم ټينګار کړی، چې طالبان دې د افغانستان د نویو جوړو شويو اوبو بندونو اوبه دوی ته ور پريږدي، څو د سيستان او بلوچستان ايالتونو په سویل ختیځ کې د اوبو د شديد کمښت ستونزه ورسره حل شي.

د ايران مرستيال ولسمشر زیاتوي:« په افغانستان کې حاکمه ډله بايد دغه موضوع درک کړي».

مخکې ويل کیدل، چې طالبانو ايران سره د افغانستان پر اوبو له واک ته رسېدو مخکې ځینې پټې معاملې کړي.

طالب چارواکو بيا د ایراني رسنیو له لوري د دوی هېواد ته د کمال خان بند د اوبو د خوشې کیدو له ویډیو خپریدو سره بيا هم په دې اړه ادعاوې بې بنسټه وبللې.

دوی اوس د ایراني چارواکو دغې تازه غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب