جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین افغان ط او پاکستان د خپلمنځیو ناندريو ختمولو ته وهڅول

چین افغان ط او پاکستان د خپلمنځیو ناندريو ختمولو ته وهڅول

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) چینايي چارواکو پرون (پنجشنبې) له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په خپل منځ کې اختلافونه یا اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي.

چین دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او لږترلږه ۴۷ تنه پکې ووژل شول.

پر دغو حملو د اعتراض لپاره طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. پاکستان هم په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافېر احضار کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل، د دوو متحدانو ترمنځ په پوله کې وروستۍ شخړې پر پاکستاني ځواکونو د هغو حملو له کبله رامنځته شوې چې ادعا کېږي د افغانستان له خاورې شوې وې.

چینايي چارواکو په دغه بیان کې د پاکستاني بمبارۍ په ترڅ کې د افغان ملکي تلفاتو هېڅ کومه یادونه نه ده کړې.

پرون د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( يونيسف) وويل چې پر خوست او کونړ د پاکستاني الوتکو د بریدونو پر وخت یوازې له ماشومانو څخه څه باندې ۲۰ هلکان او نجونې وژل شوي دي.

مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازيتوب دفتر ( يوناما) ويلي وو چې د افغانستان په خاوره کې به د پاکستان دا هوايي بریدونه به څېړي.

د طالبانو او پاکستان د دغو ظاهرا ترینګلو اړیکو په اړه تر اوسه کوم بل هيواد غبرګون نه و ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب