جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د نجونو د بندو ښوونځیو په اړه د مېرمن کلتوري-ټولنیز بهیر اعلامیه

د نجونو د بندو ښوونځیو په اړه د مېرمن کلتوري-ټولنیز بهیر اعلامیه

تعلیم کول الهي امر او د هر انسان حق دی!
د بشر د تاریخ په اوږدو کې چیرته چې نارینه وو جګړې کړې او ګټلې دي خو که چیرته یو پرمختللی تمدن رامنځته شوی نو هلته به هرو مرو د ښځو پراخ ګډون او بر لاسي وه.
د افغانستان معاصر تاریخ کې ګورو چې پر له پسې جګړو د ښځو د زده کړو او ټولنیز پرمختګ مخه ډب کړې او له همدې کبله ده چې د لویو او خونړیو جګړو سره سره چې میلیونونه افغانان یې مړه، ټپیان او له کوره بې کوره کړل خو د افغاني تمدن لپاره یې هیڅ نه درلودل بلکې زموږ دروند افغاني کلتور یې له نیستی او مخ په ځوړ حالت سره مخ کړی. دا ځکه چې افغان نارینه په جګړو بوخت وو او ښځې د مذهب، کلتور او جګړو له امله په کور ناستې وې او ډېرو کمو میرمنو ته دا چانس و چې زده کړې او پرمختګ وکړي.
په دې وروستیو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل که له یوې خو زموږ هیواد د نړیوالو له سیالۍ او پرمختګ څخه راګرځوي بل پلو د افغاني ټولنې او زموږ د کلتور پر مخ یوه درنده څپیړه ده چې درد به یې موږ او زموږ راتلونکو نسلونو ته د زغملو وړ نه وي.
مېرمن کلتوري-ټولنیز بهېر چې د افغاني ټولنې په تېره بیا د مېرمنو د کلتوري ودې او ټولنیز پرمختګ په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې یې پراخې هلې ځلې کړې د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو غږ کوي چې د ټولنې دې تاریخي مرحلې د مسوولینو په توګه خپل مسوولیت ته په پام سره  ژر تر ژر د ښوونځیو دروازې د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیزي، ځان او وطن د تاریخ له شرمه بچ کړي او افغانان په تېره بیا افغان ښځې دې نور د جهالت او تیاره راتلونکي له بدو پایلو څخه خلاصې کړي
د میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر دارالانشأ
#دنجونوښوونځي-پرانیزی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب