Homeخبرونهد جوماتونو پر لوډسپیکرونو قيودات د خلکو هرکلي سره مخ شوي

د جوماتونو پر لوډسپیکرونو قيودات د خلکو هرکلي سره مخ شوي

تاند: ( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) ‏‏‏د طالبانو د حج او اوقافو وزارت هغه قيودات د خلکو له هرکلي سره مخ شوي، چې د جوماتونو د لوډسپیکرونو د استعمال په اړه یې وضع کړي دي.

د دغو تازه قيوداتو له مخې، ملایان نه شي کولای په روژه کې له لوډسپیکرونو څخه ترانې، نعتونه او د قرآن کريم قرائت نشر کړي.

ياد شوي وزارت له ملایانو دا هم غوښتي، چې د سهار او ماښام اذانونه په یوه او دقیق وخت سره وکړي.

 د لوډسپیکرونو د مسوولانه استعمال په اړه پریکړه خلکو ستايلې او ویلي، چې تر اوسه په هر وخت کې له لوډسپیکرونو څخه په لوړ غږ نشراتو خلکو، په خاص ډول ناروغانو او د روژې له کبله بې خوبه شویو خلکو ته مزاحمت و.

د اذانونو د په يوه وخت کیدو په اړه بیا یو شمېر خلکو ويلي، چې په مختلفو سيمو کې د لمر ختو او لمر پرېوتو د وختونو له جلا والي سره د اذانونو په وخت کې به يو مخ همغږي ممکنه نه وي.

1 COMMENT

  1. یار د لودسپیکرونه خور یی بهترین کار وکړ. بیا دا ترانی د طالبانو لکه د توپک ګولی هر کله به می چی اوریدی نو ویل به می ستاسو ښځی غیی پدی ترانو د خنځیر زامنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...