تاند: ( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې له الفاتح لومړي کنډک څخه يې له څلور میاشتو فکري او پوځي زده کړو وروسته ۳۰۰ کومانډویان فارغ شول.
دوی د فارغ شویو کسانو عکسونه او د پوځي نمايشوتو ګڼ عکسونه هم خپاره کړي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د افغانستان د بيارغونې له چارو څخه د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې « سيګار» د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې سره د پرزول شوي جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو د يو ځای کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو منتقدینو پر دوی نیوکې کړي، چې په « طالب» او « غیر طالب» د افغانستان له وېشلو او په دې مسیر کې له افراطي او عقده یي ګامونو سره یې په لوی لاس د خپلو مخالفانو د لیکو پیاوړتیا او ګډوډۍ ته زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د ړنګ شوې اردو او نورو امنيتي او دفاعي ځواکونو په روزلو میلیاردونه ډالره لګښت شوی و، خو طالبانو دغه اردو او نور ځواکونه ځان سره نه دي ملګري کړي، چې ویل کیږي په بد حالت کې ژوند تیروي.
دا روزنه به څوک ورکوي؟
مخکې خو به دوی ته هلته په پاکستان او د شمالي وزيرستان په کمپونو کې پنجابيانو ورکوله، خو اوس به يې د هغې پرځای دلته په هېواد کې ورکوي. همداسې داسې ارزونې شته چې په ملي امنيت رياست او نورو اړونده ارګانونو کې بېګانه افراد تر سترګو شوي چې رنګ او ژبه يې هم له موږ څخه بدله ده.
همداسې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له مخکې نه د چين په غونډه کې له متقي سره خبرې کړې وې چې د باختر خزانه له هېواده بهر په پاکستاني بانک کې وساتل شي چې سفير يې دا کار اوس مخته وړي. او ويل شوي چې هلته په ماليزيا کې د پاکستان اړونده بانک ته ورکړل شي او هلته به ساتل کيږي.
ايا دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک به خپل د مدرسې کتابونه د امانت په توګه په افغانستان کې وساتي؟
که نه، نو د يو ملک خزانه څنګه په بهرني هېواد کې ساتل کيږي؟ او ولې؟
د پنجشېر مقاومت په نوم لنډغره ډلګۍ نوره ختمه ده. مقاومت اول او مقاوت دوم ریښتینی افغانان نه پیژنی او نه به ورته نور وخت ورکړی.
دوی چه د مقاومت اول خبره کوی، او تل په دغه نوم افتخار او په بهرنیو هیوادو کی لابیګری کوی، چه دغه مقاومت د شمالی ټل والی څخه جوړ دی، او همدغه خلک دی چه افغانستان ساتی.
مګر خپله معکوسه ده ځکه د مقاومت اول یا د دوی په نوم جبهه کی اکثره پښتانه وه، که دغه پشتانه ورسره نه وای نو دغه لنډه غر او مسعودیان او سقاویان به په هماغه وخت کی په لندن، فارس، کولاب، ایران او پاکستان کی در په در ګرځیدلی. سیګار او څینی نوری اداری اوس احمد مسعود ته لا بی ګیری کوی.دمقاوت اول په وخت کی په پنجشیر کی ښاغی سیاف، شهید عبدالقدیر ظاهر، د قندهار د قوماندان نقیب ځوی او نورو مجاهدین مشرانو مجاهدین وه چه پنجشیر یی ساته، مسعود په جنګ کی ډیر بی غیرته او بی زړه سړی وه، تل به یی د کولاب څخه په مخابره خبری کولی، کله به د یوی یا دوو ورځو لپاره راغی چه د څینی خارجی ژورنالستانو سره خبری وکړی، او هغوی ته وښایی چه زه خو د پنجشیر د جبهی قوماندان یم . ماته په یاد دی چه د قندهار، هلمند،کنړ، ننګرهار، نورستان، لوګر او نورو ولایاتو پښتنو مجاهدینو مقاومت اول په نوم جبهه ساتلی ده، مګر کله جه وخت راغی دغه پښتانه یی ښاته و غورځول او نړی ته یی وویل چه دا مونږ وه(فارسیوانان شمالی وال وه چه مقاومت اول په نوم جبهه کی مو قرار درلود او تر اوسه مو جګړه کوله)، حتی دغه نامردانو حاجی صاحب قدیر ظاهر په کابل کی ترور کړ ځکه هغه ویلی وه چه په دغه مقاومت کی د افغانستان ټولو خلکو برخه اخست وه.
اصلی خبره داده یا به طالیبان اصلاح کیږی، او که اصلاح نشی نو دغه نوی خوڅښت یا جبهه به د افغانستان د ازادی په نوم وی نه مقاومت اول او دوم، نه د ایران د سپاح پاسدارانو، نه د څینو پنجابی آی اس ای چه د مقاومت دوم سره نیزدی والی لری، نه د کی جی بی او نه کولابیان.
طالیبان نور باید د پیل د غوږ څخه راووځی، اوس افغانان او نړی هغه نړی نه ده کوم چه دوی ورته فکر کولو.
زه خصوصی خبر شووم چه طالیبان وای چه د غټو انجونو مکتبونه که خلاص کړو، نو په کابل او نورو ښارونو کی به مطاهری او لاریونونه کوی، چه کنترول یی مشکل دی. زه طالیبانو ته وایم تاسی د غټو انجونو مکتبونه خلاص کړی، او د انجونو د مظاهرو لپاره قانون او لایخه وټاکی که نه په نه خلاصیدو کی به غټ تاوان وکړی.
طالیبان باید خپله کابینه مسلکی ګړی نه ملایی ډوله، طالیبان که په دا اوسنی مفکوره روان وی کیدایشی ډیر ژر د ذوال او سختو مشکلاتو سره مخامخ شی.
د لنډغرو د تالي څټو بد نیتي نه ختمېږي. وایي: کاروان تېرېږي — سپي غپېږي
ټالبان چې اوس د افغانستان حاکمان او واکمنان دي ، باید اوس ملي فکر وکړي ، د هېواد ساتنه ، ملي امنیت ، د خلکو د ژوند تضمین ، کار او اقتصادي پرمختګ ، تعلیم او د لوړو زده کړو دوام ، ولس ته خدمت او نورو داسې چارو په هکله خپل ځانونه او نور هېوادوال مصروف کړي ، چې افغانستان یو ځل بیا له نړیوالو سره سیال کړي . دوی باید واضیح پلانونه جوړ او د پرمختګ لپاره له افغان ځوانانو کار واخلي . ملي یوالي رامنځ ته کړي . د ولس غوښتنې او وړاندیزونه په نظر کې ونیسی . له هغوی سره جرګې او مشورې وکړي. له خپلو منځونو او صفوفو نه د پردیو جاسوسان وباسی . ملي او مسلکي کابینه جوړه کړي . د نجونو ښوونځي پرانیزي .
فکر نه کوم چې نور به مقایومتیانو ، لنډغرانو ، جنګسالارانو ، د قومي سوداګرو او خپل سرو ته بله بهانه پاته شي ، چې جنګ او جګړه وکړي .
اما تکبر ، خود خواهي ، یکه تازي ، پر پنجاب اتکا ، خپلو ځوانانو په هکله بې پروایی ، بې قانونی او انتقامونه به نه یواځې ټالبان له افغانستانه ورک کړي بلکې ، نور به د دین سودګرې ته هم خاتمه ورکړي او یا به واحد او ویاړلی افغانستان هم له نابودي سره مخامخ کړي .