جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنوې سروې: نېمایي افغانان ترکيې، جرمني، کاناډا او امريکا ته غواړي پناه...

نوې سروې: نېمایي افغانان ترکيې، جرمني، کاناډا او امريکا ته غواړي پناه يوسي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) ‏‏د ګالوپ په نوم د يوه امريکايي بنسټ د نوې سروې پايلې څرګندوي، چې نېمایي افغانان د خپل هېواد د پريښودو په تکل کې دي او غواړي له هرې ممکنې لارې افغانستان نه ووځي.

یاده اداره وايي، چې سروې یې د ۲۰۲۱ ميلادي کال په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې کړې ده.

په دې نظر پوښتنه کې پوښتل شويو ۵۶ سلنه نارينه او ۵۰ سلنه ښځينه وو د افغانستان د پریښودو په اړه د خپلو پریکړو خبر ورکړی.

ګالوپ د خپلې نظر پوښتنې په اساس وايي، چې په افغانستان کې شدید اقتصادي ناورين، فقر، بې کاري او د طالبانو له لوري له خپلو ډېرو حقونو د خلکو محرومول د دغه وضعیت اصلي لاملونه دي.

د نظر پوښتنې له مخې، ترکیه، جرمني، کاناډا او امريکا هغه هېوادونه دي، چې ډېر افغانان غواړي ورته لاړ شي.

طالبانو د یادې سروې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی تورنیږي، چې د ناسمو پريکړو په کولو یې له هېواده د خلکو د وتو او په راتلونکي د بې باوره کیدو ستونزه لا زیاته کړي ده.

1 COMMENT

  1. فکر کوم چې آخر به افغانستان په نړۍ کې اول وطن سي چې وحشي خلک به کې پاتې وي او لکه امازون ځنګلونو کې چې د نړۍ وحشي او هر رنګه ځناور ژوند کې کوي او هر وطن به دوی لکه سپي د بل داړلو ته څنګ سره ساتي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب