دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار ته ۲۴ ساعته بريښنا فعالیږي

کندهار ته ۲۴ ساعته بريښنا فعالیږي

تاند: ( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) ‏‏‏په کندهار کې د طالبانو له لوري د د برېښنا شرکت ټاکل شوي مسوولین وايي چې د دوو میاشتو په موده کې به د قندهار برېښنا زیاته او ۲۰ څخه تر ۲۲ ساعتونو پورې وي.

د کندهار د برېښنا ریاست د اطلاعاتو مسوول احسان الله امین ویلي چې د دوو څخه تر درېیو میاشتو پورې به د کجکي د لومړي فاز یا مخکنۍ فابریکې د درېیو توربینونو سره به د نوې فابریکې لومړی نمبر توربین هم فعال شي، چې په دې سره به دوه نور توربینونه هم یو په بل پسې په فعالیت پیل وکړي.

د هغه په په خبره، که چیرې د اوبو سطحه هم ورسره پوره وي، نو نه یوازې د کندهار ښار، بلکې د هلمند برېښنا به هم ۲۴ ساعته شي.

هغه وویل چې د نوې فابریکې د درېیو نویو توربینونو د نصب چارې جریان لري، چې په نصبېدو سره به یې د کجکي د برېښنا بند د توربینونو شمېر شپږو ته ورسېږی، چې په دوو فازونو کې به فعالیت کوي او د اوبو د سطحي د لوړوالي په صورت کې به د ۱۵۱ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

 امین د هغو مزو په اړه چې د کجکي برېښنا له کندهار ښار سره وصلوي وویل چې د تېرو جنګونو له امله د برېښنا مزي ډېر خراب شوي وو او هر وخت به مزي پرې کېدل، چې د تېرې یوې میاشتې راهيسې د کجکي – کندهار مزي د لښکرګاه څخه تر سنګین ولسوالۍ پورې بدل شوي، چي ظرفیت یې له ۱۲۰ ملي څخه ۱۸۵ ملي ته زیات شوی او په وینا يې د د پاتې مزي چارې به له روژې وروسته پيل شي.

هغه د کندهار د داخلي برېښنا د تولید په اړه وویل، چي اوس مهال په کندهار کې درې سولر پلانټونه موجود دي، چي دوه یې د ۱۵ او یو یې د ۱۰ میګا واټه په ظرفیت فعالیت لري، یاد پلانټونه د خپل فعالیت لپاره د برق د یوي بلي منبع برېښنا ته ضرورت لري.

نوموړي د دهلې بند یادونه هم وکړه، چې د سروې له مخې د ۲۴ میګا واټه په ظرفیت برېښنا تولیدولای شي، خو تر اوسه توربینونه نه دي ورته نصب شوي.

د کندهار د برېښنا ریاست مطبوعاتي مسوول زیاته کړه، چې ټول کندهار په اوسني یعنې د پسرلي په موسم کې له ۴۵_۵۰ میګا واټه برېښنا ته ضرورت لري، چې د ورځې له خوا دغه مقدار برېښنا د کجکي او لمریزې برېښنا څخه تر یوه حده برابرېږي، مګر د شپې بیا لمریزه بریښنا قطعه کېږي او یوازې د کجکي ۸ میګا واټه برېښنا قندهار ښار ته په نوبتي شکل ورکول کېږي.

 امین په ښار کې د برېښنا د وېش په اړه وویل، چي د برېښنا د وېش پلان په قندهار ښار کې په دوو ګروپو وېشل شوی دی، چي یوه ورځ د یوه او بله ورځ د بل ګروپ نوبت وي، خو په وینا يې د اوس له پاره چې هوا معتدله ده، د ورځې ټول ښار ته د صنعتي پارک په ګډون برېښنا ورکول کېږي، ځکه چې د ورځې لمریزه برېښنا موجوده وي، مګر د شپي په نوبتي ډول برېښنا توزیع کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د کجکي د نوې فابریکې د درېیو توربینونو په نصب، د اوبو ظرفیت او تولید ته په کتو به د قندهار او هلمند ولایتونو د برېښنا وېش تنظیم شي.

کندهار، چې د طالبانو د پيل او اصلي مرکز په نوم مشهور دی، د ۲۰ کلن جمهوريت په موده کې د طالبانو د پراخو جګړو او بریدونو مرکز و.

دا ولایت د پراخو جګړو له کبله ډېر ځپل شوی و، خو د طالبانو له واکمنیدو سره پاملرنه ورته زياته ده او نيږدې هره ورځ پکې د نويو پروژو او پرمختګونو خبر ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب