شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد بدخشان د امنیت پر آمر چاودنه شوې

د بدخشان د امنیت پر آمر چاودنه شوې

تاند:(يکشنبه، د حمل۱۴ مه) ‏د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې نن د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت پر آمر مولوي رشاد يفتلي چاودنه شوې ده.

ځایي سرچينو ويلي چې دغه چاودنه د فيض اباد ښار په برهان الدين رباني پله کې شوې چې مولوي يفتلي پکې ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي.

ويل شوي، چې مولوي يفتلي هم شدید ټپي دی، خو د طالبانو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

نن د کابل په شهزاده سرای کې چې د افغانستان د پيسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز دی، چاودنه شوې.

طالبانو د شهزاده سرای چاودنه د پیسو لوټلو لپاره د غلو په لاس د لاسي بم چاودنه بللې.

د شهزاده سرای په چادونه کې طالبانو د ۱۰ تنو ټپي کیدل تایید کړي، خو نړیوالو خبري رسنيو په دې چاودنه کې د ۱۵ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

خو د کابل د شهزاده سرای مرستیال وايي په دغه سرای کې د نن سهار په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي چې د پنځو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د دواړو پېښو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په پنجشېر کې نښتې او د خلکو بې ځایه کېدل

له بلې خوا د پنجشېر له رخه ولسوالۍ څخه د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې د نښتو له امله د یو شمېر کورنيو د بې ځايه کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د مقاومت سرچينو ويلي چې له طالبانو سره د مقاومت ډلې ځواکونو نښته د جمعې له غرمې وروسته پيل شوې، چې په ترڅ کې يې دواړه لوري مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې زیاتوي، چې د دغو نښتو له امله د رخې ولسوالۍ د حصارک او ګل زنګر کلیو ګڼ شمېر اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي وياند ابوبکر صديق بیا وايي، چې په دې ولايت کې کوم مقاومت نشته، بلکې څو بلواګرو امنیت ګډوډ کړی چې له همدې امله د‌ هغوی د ځپلو عملیات شوي او اوس وضعیت نورمال دی.

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د پنجشېر مقاومت ډله بيا وخت په وخت د طالبانو خلاف د پوځي اقداماتو او هغوی ته د مرګ ژوبلې ادعاوې کوي، خو طالبان ټينګار کوي چې ياده او نورې مخالفې ډلې يې فزیکي حضور نه لري او يوازې تبليغاتي فعاليتونه کوي.

ځایي خلکو بيا د جګړو له موجوديت څخه شکایت کړی او ویلي چې د طالبانو مخالف وسله وال له ملکي سيمو طالبان په نښه کوي او تښتي، خو طالبان یې غچ له ملکيانو اخلي، چې دا ستونزه بايد په اساسي ډول حل شي.

1 COMMENT

  1. احمد مسعود او د مسعود ټوله کورنی د افغانستان د ورانولو او تجزیه کولو نیت لری، خو دغه نیت به یی ریښتنی افغانان د خاورو سره خاوری کړی،.
    د کی جی بی، کولاب او د ایران د سپاه پاسدارانو دغه جاسوسان غواړی چه افغانستان ټوټه ټوټه کړی. خو کیدایشی دغه کور نور د ختمیدو په درشل کی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب