Homeخبرونهکړکېچن پاکستان، پارلمان منحل او تر وخت مخکې ټاکنو امر وشو

کړکېچن پاکستان، پارلمان منحل او تر وخت مخکې ټاکنو امر وشو

تاند:(يکشنبه، د حمل۱۴ مه) ‏د پاکستان ولسمشر عارف علوي د صدراعظم عمران خان په غوښتنه د دغه هېواد پارلمان (ملي جرګه او څلور صوبايي جرګې) منحل او تر وخت مخکې انتخاباتو د ترسره کيدو امر وکړ.

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې نن پارلمان د صدراعظم عمران خان د کار د دوام او نه دوام په اړه رايه اچونه په پام کې لرله.

که دا کار شوی وای، له واکه د عمران خان ګوښه کیدل حتمي ګڼل کیده، ځکه د پارلمان ډېرو غړو یې د مخالفو ګوندونو خوا نیولې وه.

د پاکستان ولسمشر د عمران خان په غوښتنه مخکې له دې، چې پارلمان له عمران خان څخه د باور رايه بیرته واخلي او ګوښه يې کړي، پارلمان یې ړنګ او تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو امر وکړ.

د پاکستان سیاسي جوړښت پارلماني- فیدرالي دی، چې ولسمشر پکې سمبوليک او صدراعظمد پارلمان د غړیو په رایو غوره کېږي، اساسي واکونه لري.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د پارلمان له ړنګېدو څخه وروسته د ټاکنو موقت کميسيون په درېیو میاشتو کې تر وخت مخکې ټاکنو د ترسره کولو دنده لري.

شنونکي باور لري چې د پاکستان د دې سیاسي ناندریو ريښې هم د ډېرو نورو حکومت بدلوونکو جنجالونو په شان د دغه هېواد پوځ ته رسیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرته له دې، چې د پوځ په اړه د څه ویلو جرئت وکړي، خو پر ضد یې پیل شوې هڅې د امریکا دسيسه ګڼلې ده.

عمران خان ادعا کړې چې روسیې ته له سفر څخه یې امریکا ناراضه ده او په دې ورته غوسه ده چې ولې یې پر اوکراین د روسیې برید نه دی غندلی.

د عمران خان مخالفان بيا د نوموړي خلاف اعتراضونه د حکومت له ناکامۍ او د اقتصادي ستونزو له زیاتیدو سره تړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له سیمې او نړۍ سره د اړيکو په اړه د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت دریځونه سره جلا ښکاري.

په داسې حال کې، چې صدراعظم عمران خان د چین او روسیې خوا نیولې او امريکا یې د ځان خلاف په هڅو تورنه کړې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د امريکا او چين ترمنځ اړیکو کې د توازن ساتلو ټینګار کړی.

ځینې راپورونه دا هم وايي، چې پوځ د عمران خان د ملاتړ او مخالفت په اړه سره ويشل شوی او ځینې مشران یې د عمران خان ملاتړ کوي.

د پاکستان د اساسي قانون د ۵۸ مادې پر اساس، صدراعظم د ملي جرګې او ایالتي جرګو د منحل کېدو غوښتنه کولی شي خو له دې کبله چې عمران خان په داسې حال کې چې د عدم اعتماد رایې سره مخامخ و، د پارلمان د منحل کېدو غوښتنه یې قانوني ستونزې لري.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو خبریالانو ته وویل چې اپوزیسیون به د اعتراض په دود پرلتۍ ووهي او په ستره محکمه کې به دعوه اقامه کړي.

د ړنګ شوي پارلمان له لوري د عمران خان له پلان شوي بې واکه کیدو سره باور دا و، چې مخالف ګوندونه به د پخواني بې واکه شوي صدراعظم نواز شریف ورور او د پنجاب فیدرالي ادارې پخوانی وزير اعلی شهباز شريف صدراعظم شي.

اوس، چې يو مخ پارلمان هم ړنګ شوی او له سره ټاکنې ورته کیږي، معلومه نه ده چې د پارلمان ډېرې څوکۍ به کوم ګوند یا د ګوندونو ایتلاف ګټي او صدراعظمي به چا ته رسيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...