شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزروژه (يوه څېړنيزه کتنه) فراز

روژه (يوه څېړنيزه کتنه) فراز

ليکنه او څېړنه: رحمت شاه فراز

سريزه

د الله په نزد دین یوازې اسلام دی. اسلام د فطرت دین دی او ټوله نړۍ په همدې فطرت پنځول شوې. د انسان د نېکمرغۍ راز د اسلامي احکامو په نېکمرغه او ژوند بښونکي څادر کې په ځان پېچلو کې دی. که انسان غواړي خوشاله او هوسا شي، نو پکار ده چې بیروني نړۍ يې له باطن سره سمون وخوري. که انسان خپل ځان ته هغه څه غواړي چې له باطن سره يې ټکر لري، خوشالي يې نه شي په برخه کېدی. اسلام د انسان له باطن سره سمون او ورته والی لري، له همدې امله ورته بویه چې د باطن تنده د اسلام په رڼه او بهانده چینه ماته کړي او خپل باطن ته پرې ارامتیا وبښي. 

د روژې په تړاو په دې تنګ لمنه مقاله کې مې هڅه کړې چې د روژې فلسفه په لنډو ټکو کې تر هېوادوالو ورسوم؛ د روژې اړوند فقهي مسایل مې فقهاوو او علماوو ته پرې ایښي او دا مقاله د دې جوګه نه وه چې د فقهې اوږده اوږده بحثونه پکې راټول کړی شوي وی. 

ژبنۍ څېړنه

الصوم د صَامَ یَصُومُ صَومًا او صِیَامًا مصدر دی،  ماده يې (ص و م)  ده چې په یوه ځای کې په تم کېدو او  ټینګ پاتې کیدو دلالت کوي. له همدې کبله موږ وایو صَومُ الصائِم او دا له خوراک څښاک او له نورو منعه  کړیو شیانو څخه د ده ځان را ټینګول دي. او له خبرو را درېدل هم روژه ده. اهل لغت د الله تعالی د دې وینا په هکله فرمايي: ((ما د رحمن لپاره روژه منلې – سورت مريم: ۲۴)) دا یقیناً له خبرو را درېدل دي، یانې  غلي کېدل او ټینګېدل – یانې په یوه ځای لکه ولاړ – له همدې امله ((ولاړ)) ته هم صائم وايي. 

او همدارنګه صوم د باد درېدو ته هم وايي، او صوم په نيمه غرمه کې د لمر په آسمان کې برابرېدو ته هم وايي – ګورې هغه له خپل دورانه ودرېد. او دغه راز وایو صام النهار، کله چې لمر د آسمان په منځ کې وي او ابن منظور وايي: الصّوم د خوراک، څښاک، کوروالي او خبرو پرېښودل دي. 

او مناوي د ((صوم)) د واژې بېلا بېلې معناوې را یو ځای کړې، وايي:

الصوم: په هغه شي کلک پاتېدل دي چې د تصرف توان پکې ولرې، لکه لمر چې د آسمان په منځ  کې په کلکه سره ولاړ وي. ویل کېږي: صَامَتِ الشَّمسُ کله چې د لمر پورته یا کښته لوري ته خوځښت تر سترګو  نه شي همدا خوځښت يې کار او توان ده. او صَامَتِ الخَيلُ وایو کله چې آس څرلی وي سپرلي نه وي پرې شوې او صَامَ الأِنسَانُ وایو کله چې انسان له هغو کارونو را ودرېږي چې ترسره کول يې په توان کې وي لکه د بدن ساتنه په خوړو او نفس ساتنه په نکاح سره، او په روژه کې له خوړو لرې کېدل دي او له خوندور حالت څخه را  ګرځېدل دي او د شرم ځای د شهوت له منځه تلل دي، او په دنیا کې له اخته کیدو څخه د خپل عزت ساتنه ده او الله جل جلا له ته پام اړول دي او د ده په کور کې ځنډ کول دي تر څو په دې اعتکاف سره مو د حکمت چېنې له زړه څخه را و بهېږي.

د روژې پېژاند

له خوراک، څښاک، کوروالي او له ټولو ماتوونکو شیانو څخه بشپړه ورځ د سپېدو چاودېدو له مهاله د لمر تر ډوبېدو د روژې په نیت ځان راګرځول دي. 

او چا ويلي: روژه په ځانګړي مهال کې په ځانګړو شرطونو ځانګړي را درېدل دي.

او جرجاني وايي: الصوم په شریعت کې له ځانګړي را بندېدو څخه عبارت ده او هغه له سهاره تر ماښامه د روژې له نیت سره له خوراکه، څښاکه او له کوروالي څخه را بندېدل دي.

په پښتو پوهنغونډ کې د روژې پېژاند په دې ډول شوی: ((روژه چې په عربي کې يې صوم بولي، د پرهېز، ځان ژغورنې او بندیز په معنا ده. د روژې میاشتې ته ((رمضان)) هم وايي. د فقهې د عالمانو په نزد روژه د خوراک، څښاک او جنسي عمل پرېښودو ته وايي چې له سهار نه تر ماښامه پورې په نیت سره عملي کړی شي.))

د رمضان واژې ته يوه کتنه

په عربي ژبه کې د روژې میاشت ته ((رمضان)) ویل کېږي. د ((رمضان)) کلمې په تړاو یو عالم وايي چې په دولسو اسلامي میاشتو عربانو نوم ایښی، خو د روژې په میاشتې د ((رمضان)) نوم الله تعالی ایښی چې بېله او ځانګړې معنا لري. نوموړی زیاتوي چې د ((رمضان)) معنا ((سوځول)) یا ((سوځېدل)) دي. د دې نوم او د روژې ترمنځ د همغږۍ په تړاو دی وايي چې لوږه او تنده د انسان په بدن اور پورې کوي، دغه اور چې د انسان دننه د لوږې او تندې له کبله هره ورځ رامنځته کېږي، الله تعالی په هغه کې د انسان تېر ګناهونه واچوي او ويې سوځوي او په دې ډول تر وروستۍ روژې پورې د انسان ټول ګناهونه وسوځېږي. 

ابن منظور لیکي: ((په عربي ژبه کې د ((رمضان)) ماده رَمَضٌ دی چې معنا يې سخته ګرمي او تودوخه ده، دا چې په روژه کې روژتي د لوږې او تندې ګرمي احساسوي، له همدې ورته رمضان ویل کېږي.)) 

((لسان العرب: ۷: ۱۶۲))

ملا علي قاري رحمه الله بیا لیکي: ((رمضان له ((رمضاء)) څخه اخیستل شوی چې معنا يې ډېره توده ځمکه ده، په دې اساس ((رمضان)) د ډېر ګرم معنا ورکوي. د ((رمضان)) دا نوم له دې امله ورکول شوی چې کله عربانو له پخواني لغت څخه د میاشتو نومونو را اخیستل نو میاشتو ته يې د هغو وختونو او موسمونو له مخې نومونه ورکړل چې په هغو میاشتو کې جاري وو. د تصادف له مخې ((رمضان)) د اوړي په موسم کې پېښ شوی وو، له همدې امله يې د ((رمضان)) نوم ورکړ.)) 

((مرقاة المفاتیح: ۴: ۲۲۹))

په اردو پوهنغونډ کې راغلي: ((رمضان د (ر م ض) مادې مصدر دی چې معنا يې سخته ګرمي او تودوخه ده.))

په ((www.almaany.com)) وېبپاڼه کې د ((رمضان)) د زیاتو مشتقاتو معناوې راغلې چې را اخیستل به يې بې ګټې نه وي:

۱- رمضة الراعي مواشیة: په سخته تودوخه یا ګرم ځای کې د شپون مالونه څرول. 

۲- رمَّضةُ الصوم: د روژې نیت کول. 

۳- رَمِضَت الأرضُ: پر ځمکه تېز لمر پرېوتل.

۴- رَمضَت قَدمة: په توده ځمکه د پښو سوځېدل. 

۵- رمضت الصائم: د تندې له سختي څخه د روژتي دننۍ برخه سوځېدل، یا ګرمېدل. 

۶- رَمَضَت للامر: په یوه خبره ګرمېدل.

د ((رمضان)) د کلمې په اړه یو بل لیدلوری دا دی چې پکار ده دا میاشت یوازې د ((رمضان)) په کلمې یاده نه شي، بلکې د ((رمضان میاشت)) وویل شي، ځکه چې ((رمضان)) د الله تعالی له نومونو څخه یو نوم دی؛ او په دې هکله د یوه حدیث حواله هم ورکول کېږي، خو دا نظر د ((جعفریه)) مذهب علماء وړاندې کوي.

والله اعلم.

د روژې نور نومونه 

روژې ته په احادیثو کې ((شهر المؤاسات)) او ((شهر الصبر)) هم ویل شوي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم به دا میاشت د اختر میاشت هم بلله.

د اردو ژبې په پوهنغونډ کې راغلي: ((روژتي یا روژه لرونکي ته په قرآن کریم کې ((السَّائحون)) او ((السَّائحات)) هم ویل شوي چې د سَاحَ، یَسیحُ سَیحا څخه دی او معنا يې ده ((هغه سفر وکړ))، د سائح په دې کلمه کې دې ته نغوته ده چې روژه لرونکی روحاني سفر کوي.))

د روژې نور نومونه په لاندې ډول دي:

۱- شهر الله – د الله میاشت.

۲- شهر الله الاعظم – د الله تر ټولو ستره میاشت.

۳- شهر ضیافة الله – د الله د مېلمه پالنې میاشت. 

۴- شهر قرأة قرآن: د قرآن لوستنې میاشت.

۵- شهر الصیام: د روژې نیولو میاشت. 

۶- شهر الاسلام: د اسلام میاشت.

۷- شهر الطهور: د پاکوالي میاشت. 

۸- شهر التمحیص: د سوچه کولو میاشت. 

۹- شهر القیام: د لمانځه میاشت. 

۱۰- شهر العتق من النار: له اور څخه د خلاصون میاشت. 

۱۱- شهر الصبر: د صبر میاشت. 

۱۲- شهر المؤاساة: د خواخوږۍ میاشت. 

۱۳- شهر البرکة: د برکت میاشت. 

۱۴- شهر المغفرة: د مغفرت میاشت. 

۱۵- شهر الرحمة: د رحمت میاشت. 

۱۶- شهر التوبة: د توبې میاشت.

۱۷- شهر الانابة: د بېرته راګرځېدو میاشت. 

۱۸- شهر الاستغفار: د بښنې غوښتو میاشت. 

۱۹- شهر الدعا: د دعا میاشت. 

۲۰- شهر العبادة: د عبادت میاشت. 

۲۱- شهر الطاعة: د اطاعت میاشت. 

۲۲- شهر مبارک: مبارکه میاشت. 

۲۳- شهر عظیم: ستره میاشت. 

۲۴- شهر یزاد فیه رزق المؤمن: د مؤمن د رزق د زیاتوالي میاشت. 

۲۵- سید الشهور: د میاشتو مشره.

۲۶- ربیع القرآن: د قرآن پسرلی.

۲۷- ربیع الفقراء: د نېستمنو پسرلی. 

۲۸- ربیع المؤمنین: د مؤمنانو پسرلی.

د روژې تاريخ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183 أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ 184 شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 185

ژباړه: اې مؤمنانو پر تاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لكه چې له تاسو نه پر مخكینيو فرض شوې وه، د دې لپاره چې ځان ساتنه وكړئ. څو شمېرلې ورځې، نو كه تاسو نه څوك ناروغ او يا مسافر وي نو بيا له نورو ورځو نه شمېر (پوره كول) دي او څوك يې چې په تكليف سره نيولى شي پر هغه د يوه مسكين ورځني خواړه فديه ده او چا چې په خپله خوښه څه نيكي وكړه نو لا ورته ښه ده، او كه روژه ونيسئ (ډېره) درته غوره ده، كه پوهېږئ. د رمضان مياشت خو هماغه ده چې قرآن پكې نازل شوى د خلكو لپاره لارښود، د هدايت څرګندې نښې او د حق او باطل بېلوونكى (كتاب) نو تاسو نه چې څوك دا مياشت بيامومي، هغه دې روژه ونيسي، او څوك چې ناروغ يا په سفر وي نو په ده له نورو ورځو نه شمېر پوره كول دي. الله خو تاسو ته آساني غواړي، سختي خو درته نه غواړي. دا د دې لپاره چې تاسو هماغه شمېر پوره كړئ (په قضا سره) او الله په لويي ياد كړئ چې هدايت يې درته كړى او شكر وباسئ.

د نورو عبادتونو په څېر د روژې تاریخ هم ډېر لرغونی دی. د روژې په اړه کوم آیتونه چې پورته را نقل شوي، په هغو کې قرآن کریم دا په ډاګه کړې چې روژه پر مسلمانانو په هماغه ډول فرض کړی شوې، لکه پر مخکینیو قومونو چې فرض شوې وه. دا یو څرګند حقیقت دی چې د نفس د تربیت د یوه مهم عبادت په توګه د روژې تصور په ټولو ادیانو او مذاهبو کې وو. 

د نېنوا او بابل تمدن ډېر لرغونی دی. یو وخت دلته د آشور قوم استوګن وو. د یونس علیه السلام بعثت هم په همدوی کې شوی. په لومړیو کې يې دغه سپېڅلی پیغمبر دروغجن وباله او وروسته يې بیا پرې ایمان راووړ. د هغوی د توبې او بېرته راګرځېدو یادونه په بایبل کې د ((یونس صحیفه)) کې په دې ډول شوې:

((هغه مهال د نېنوا پرګنو پر خدای ایمان راووړ او د روژې اعلان يې وکړ او لوی او کوچني ټولو کلک ټوکر پر تن کړ. او دا خبره د نېنوا تر پاچا ورسېده، او نوموړی له خپل تخت څخه را پورته شو او شاهي جامې يې پر تن کړې او کلک ټوکر يې له ځان څخه تاو کړ او په ایرو کېنوست. او د پاچا او د دولتي چارواکو د فرمان له مخې په نېنوا کې اعلان وشو او دا خبره خپره شوه چې هېڅ انسان یا حیوان، ګله او رمه دې هېڅ شی هم نه څکي، یا خوري او څښي، بلکې انسان او حیوان دې کلک ټوکر واغوندي او د خدای په وړاندې دې ژړا او زارۍ وکړي، او هر کس دې له خپل بد چلند او د خپل لاس له ظلم څخه را وګرځي.)) (۳: ۵ – ۷)

د جاهلیت په وختونو کې هم د عربانو لپاره روژه یو نااشنا څیز نه وو. د هغوی په ژبه کې د ((صوم)) د واژې شتون پخپله د دې خبرې د سپیناوي لپاره بسندویه دی چې دوی له دې عبادت سره پوره اشنا وو. په ((المفصل في تاریخ العرب قبل الاسلام)) کې جواد علي لیکي: 

((په روایتونو کې راځي چې قریشو به د عاشورا د ورځې روژه نیوله. په دې ورځ به دوی راټولېدل، اختر به يې نمانځی او بیت الله ته به يې غلاف ور اغوست. د دې توجیه تاریخ لیکونکي دا بیانوي چې قریشو په جاهلیت کې داسې یوه ګناه وکړه چې د هغې بار يې ډېر زیات احساس کاوه. دوی د هغې ګناه کفاره غوښته، نو د عاشورا د ورځې روژه يې ځان ته غوره کړه. په دې ورځ به يې دا روژه له الله تعالی څخه د مننې په پار نیوله چې دوی يې د هغې ګناه له ناوړه پایلو څخه خوندي وساتل. په روایاتو کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له نبوت مخکې دا روژه نیوله…. د دې روژې توجیه په دې ډول شوې چې یو وخت په قریشو قحطي راغله، بیا الله تعالی له دې قحطۍ څخه وژغورل، نو دوی د الله د شکر پر ځای کولو لپاره د دې روژې نیول پیل کړل.)) (۶/ ۳۳۹ – ۳۴۰)

د یهودو او نصاراوو په شریعت کې هم روژه یو عام عبادت دی. په بایبل کې د  هغوی د روژو یادونه ځای ځای شوې او د هغې لپاره د صوم د ځانګړي توري پر ځای په ځینو ځایونو کې د ((ځان ته کړاو رسولو)) او ((د نفس ځپلو)) تعبیرات هم غوره کړی شوي. 

په خروج کې دي:

((او خدای موسی ته وویل چې ته دا خبرې ولیکه، ځکه چې د همدې خبرو د مفهوم له مخې زه له تا او اسرائیل څخه ژمنه اخلم. نو موسی څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې له خدای سره پاتې شو او نه يې ډوډۍ وخوړله او نه يې اوبه وڅښلې او په دې تختو يې د هغه ژمنې خبرې یانې لس احکام ولیکل.)) (۳۴: ۲۷ – ۲۸)

په احبار کې راځي:

((او دا ستاسو لپاره یو تلپاتې قانون دی چې د اوومې میاشتې په لسمه نېټه خپل ځان ته کړاو ورسوئ او په دې ورځ، که ځايي وي او که مسافر چې ستاسو په منځ کې استوګنه لري، هېڅ ډول کار دې نه کوي. په دې چې په دې ورځ به ستاسو لپاره ستاسې د پاکوالي په پار کفاره درکول کېږي. نو تاسو به له خپلو ټولو ګناهونو څخه د خدای په نزد سپېڅلي یاستئ. دا به ستاسو لپاره د ځانګړي ارام (سبت) وي. په دې ورځ خپل ځان ته کړاو ورسوئ.)) (۱۶: ۲۹ – ۳۱)

په قضاة کې راځي:

((بیا ټول بني اسرائیل او ټول خلک پاڅېدل او د خدای کور ته راغلل او هلته يې د خدای په وړاندې وژړل او په هغه ورځ يې تر ماښامه روژه ونیوله او د خدای په وړاندې يې اوریني قربانۍ او د هوساینې قربانۍ ورکړې.)) (۲۰: ۲۶)

د سمویل په دوهمه برخه کې یاد شوي:

((او هغه د ساؤل او د هغه د زوی یونتن او د خدای د خلکو د اسرائیل د کورنۍ لپاره ژړا او زارۍ پیل کړې او تر ماښامه يې روژه ونیوله، په دې چې هغوی په توره وژل شوي وو.)) (۱: ۱۲)

((د همدې لپاره داؤد د هغه هلک لپاره خدای ته زارۍ وکړې او داؤد روژه ونیوله او دننه لاړ او ټوله شپه په ځمکه پروت وو.)) (۱۲: ۱۶)

په نحمیاه کې راځي:

((بیا د همدې میاشتې په څلور ویشتمه نېټه بني اسرائیلو روژه ونیوله او کلک ټوکر يې له ځان څخه تاو کړ او په خپلو سرونو يې خاورې واړولې. او د اسرائیلو د پښت ټول خلک له مسافرو څخه بېل شوو، او پاڅېدل او د خپلو ګناهونو او د خپلو پلرونو او نیکونو د تېروتنو اقرار يې وکړ.)) (۹: ۱ – ۲)

په زبور کې دي:

((خو ما خو د هغوی په ناروغي کې، کله چې هغوی ناروغ وو، کلک ټوکر واغوست او د روژو په نیولو مې ځان ته کړاو ورکړ او زما دعا بېرته زما سینې ته راوګرځېده.)) (۳۵: ۱۳)

په یرمیاه کې راځي:

((خو ته لاړ شه او د خدای هغه کلام چې زما له خولې دې په دې صحیفه کې لیکلی، د خدای په کور کې يې د روژې په ورځ خلکو ته واوروه.)) (۳۶: ۶)

په یوایل کې راځي:

((د خدای ورځ ستره او ډېره وېروونکې ده. څوک يې زغمی شي؟ خو خدای فرمايي: اوس هم په ټول زړه روژه ونیسئ او په ژړا او زارۍ زما خواته را وګرځئ. او خپلې جامې نه، بلکې په خپلو زړونو کې درز وکړئ او د خپل خدای لور ته مخ واړوئ، ځکه چې هغه رحیم او مهربانه، د قهر په کولو کې ورو او په لورېینه کې غني دی او د عذاب له راوستو څخه ځان لرې ساتي.)) (۲: ۱۱ – ۱۳)

په زکریا کې راځي:

((بیا د پوځونو د څښتن کلام پر ما نازل شو چې د پوځونو څښتن داسې فرمايي چې د څلورمې او پنځمې او اوومې او لسمې میاشتې روژه به د یهودا د کورنۍ لپاره د خوښۍ او خوشالۍ ورځ او د سوکالي اختر وي.)) (۸: ۱۸ – ۱۹)   

په متی کې راځي:

((او کله چې تاسو روژه ونیسئ نو د ریاکارانو په څېر خپلې څېرې غمجنې مه نیسئ، ځکه هغوی خپلې څېرې ویجاړوي ترڅو خلک يې روژه لرونکي وګڼي. زه تاسو ته رښتیا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی، بلکې کله چې ته روژه ونیسې نو په خپل سر تېل وموښه او مخ دې ووینځه تر څو انسان نه، بلکې ستا پلار چې په پټه کې دی، هغه تا روژه لرونکی وګڼي. په هغه صورت کې به ستا پلار چې په پټه کې تا ویني، تا ته اجر درکړي.)) (۶: ۱۶ – ۱۸)

په اعمال کې راځي:

((کله چې هغو د خدای عبادت کاوه او روژه یې نیوله، نو روح القدس وویل: زما لپاره برنباس او ساؤل د هغه کار لپاره ځانګړي کړئ چې له امله يې ما ورته بلنه ورکړې. نو هغوی روژه ونیوله، دعا يې وکړه او په هغوی يې لاس ور کېښود او هغوی يې رخصت کړل.)) (۱۳: ۲ – ۳)

د دې ترڅنګ روژه په نورو ادیانو او مذاهبو کې هم دود وه. صائیبینو به د دېرشو ورځو روژې نیولې او د میاشتې په پای کې به يې اختر نمانځی. هندوان د چندراین روژې نیسي او د سپوږمۍ له کمېدو او زیاتېدو سره د خپلې مړۍ اندازه هم کموي او زیاتوي.

په پښتو پوهنغونډ کې د نصاراوو د روژې په هکله ویل شوي:

((د نصاراوو په نزد روژه له نیمې شپې نه تر نیمې ورځې پورې د خوراک او څښاک پرېښودو ته ویل کېږي، ځینې پکې یوازې د غوښې او پنیر نه خوړلو ته روژه وايي او د نورو خوارکونو پرېښودل پکې ضرور نه دي. ))

د پوهنغونډ را ټولوونکي خبرو ته اوږه ورکوي او زیاتوي چې: ((په انساني ټولنو کې د دین له پیل نه وروسته تر اوسه پورې په ټولو دینونو کې د روژې حکمونه راغلي دي، بې د زردشت له دین څخه چې روژه پکې نه وه.))

له دې وروسته د ځینو نورو اقوامو په اړه لیکي: ((مصریانو به د ((رامسیس)) په عبادت او نمانځنه کې روژه نیوله. په لرغوني یونان کې به د کښت او زراعت د خدای عبادت د روژې په نیولو په ځای کېدی. رومیانو به هم د غمجنو او دردناکو پېښو په وخت کې روژې نیولې. خو هندوان د زیاتو روژو په نیولو د نړۍ له ټولو دیندارانو څخه وړاندې دي. دوی بې له څه خوراک او روژې ماتولو څخه پرلپسې روژې نیسي او له کوچنیوالي څخه ورباندې ځانونه اموخته کوي.))

د اسماني ادیانو په لارویو کې د روژې د عبادت په اړه لیکي: ((اسرائیلو د موسی د شریعت له مخې په کال کې خالي یوه ورځ روژه نیوله، دغه ورځ د هر کال د اوومې میاشتې لسمه ورځ وه. بیا يې د ژوندانه د دردناکو او غمجنو پېښو په یاد د روژو شمېر هم زیات کړ. نصرانیانو پخوا ډېرې زیاتې او سختي روژې نیولې. لکه د هرې ورځې په آخر کې به يې د څه خوړلو او روژې ماتولو لپاره ډېر لږ وخت درلود او نور به شپه او ورځ روژه په خوله وو. مګر کله چې کلیسا د حکومت د لاسته راوړلو لپاره هڅه پیل کړه نو د بېلو بېلو کلیساوو مشرانو د خپلو ګټو لپاره مختلف حکمونه را وایستل او ډېرې روژې يې وبښلې.))

د مسلمانانو د روژې د وخت او مهال په تړاو لیکي: ((د مسلمانانو روژه د سهار له وختونو څخه د ورځې تر پایه یانې د لمر تر لوېدو پورې نیول کېږي او د روژې بندیزونه پکې له ټولو دینونو څخه زیات او سخت وي.)) په دې ځای کې له بندیزونو څخه موخه د درنو لیکوالانو هغه بندیزونه دي چې په فقهې پورې اړوند دي، د روژې ټولیز جوړښت او نظام ترې هدف نه دی. 

د خپلې پورتنۍ خبرې د پخلي په تړاو لیکي: ((کله چې د روژتي له ستوني څخه ماشی او مچ تېر شي، یا په پوزه او غوږ کې څه شی وڅڅوي یا د مېوې زړی تېر کړي، یا يې په خوله کې د باران څاڅکی ننوځي او داسې نورو نو روژه پرې ماتېږي.)) 

خو د دې مقالې لیکوال دلته دا یادونه اړینه بولي چې د روژې په هکله پورته یادو فقهي مسایلو ته دې اعتبار نه ورکول کېږي، بلکې ښه به دا وي چې په دې هکله د فقهې مستقل کتابونه وکتل شي؛ او په دې برخه کې د پوهنغونډ لیکوالان هم له لیکوال سره یوه خوله دي، ځکه په پوهنغونډ کې د روژې تر عنوان لاندې مقاله په دې کرښه پای ته رسېږي: ((روژه ډېر حکمونه لري چې باید د فقهي په اوږدو بحثونو کې وکتل شي.))

د روژې تصور د سکانو په مذهب کې هم تر سترګو کېږي، د سکانو په مذهبي کتاب ((سري ګرو ګرانت صاحب)) کې لیکل شوي: 

((تاسو ښايي دېرش روژې ونیسئ او هره ورځ پنځه وخته لمونځ وکړئ…)) (۴: ۲۷)

((روژې، ورځني عبادتونه او پرهېزګاري – هغه څوک چې پر دې ټولو عمل کوي…)) 

((ذهن ته مو قناعت ورکړئ او پر ټولو څاکښو رحم وکړئ، په دې ډول به ستاسو روژې ومنل شي.))

دا د روژې تاریخ او په نورو ادیانو کې د روژې تصور ته لنډه کتنه ده. له دې څرګندېږي چې د لمانځه او زکات په څېر روژه هم د قرآن د مخاطبینو لپاره نا اشنا څیز نه وو. هغوی د روژې له دیني حیثیت او حدودو او شرطونو سره بلد وو. قرآن کریم چې کله هغوی ته امر وکړ، نو د روژې له حدودو او شرطونو څخه يې هېڅ شی هم نه دي بیان کړي، بلکې لارښوونه يې ورته کړې چې د خدای د یوه لرغوني حکم او د انبیاوو علیهم السلام د یوه پخواني سنت په توګه په څه ډول يې چې پېژنئ، په هماغه ډول يې د یوه لازمي عبادت په توګه سرته ورسوئ. نبي کریم صلی الله علیه وسلم او صحابوو د هماغه له مخې روژه ونیوله او مسلمانان پښت په پښت د هماغه تګلارې لارویتوب کوي.

د روژې فضيلت

له زکات او روژې وروسته درېیم مهم عبادت روژه ده. په عربي ژبه کې ورته د ((صوم)) کلمه کارول کېږي، لکه پورته يې چې یادونه وشوه، چې معنا يې له یو څه را تم کېدل او پرېښودل دي. د روزنې لپاره چې کله اسونه وږي او تږي پرېښودل کېږي نو عربان ورته د ((صوم)) کلمه کاروي. د شریعت په اصطلاح کې دا واژه په ځانګړو بندیزونو او شرطونو له خوراک، څښاک او د کوروالۍ له اړیکو څخه د را تم کېدو لپاره کارول کېږي. په پښتو ژبه کې همدې ته روژه ویل کېږي. څنګه چې انسان په دنیا کې خپل یو عملي وجود هم لري، د همدې لپاره چې کله د الله تعالی لپاره د ده د عبادت جذبه د ده له عملي وجود سره تړاو مومي، نو د لمانځنې تر څنګ اطاعت هم پکې را یو ځای شي. روژه د همدې اطاعت علامتي ښودنه ده. په روژه کې بنده د خپل رب په حکم او د هغه د رضا او خوښۍ په لټون ځینې روا کارونه پر ځان حرام وګرځوي او په بشپړ ډول د اطاعت سر ورته ښکته کړي، او په دې ډول د حال په ژبه د دې خبرې څرګنداوی کوي چې له الله او د هغه له امر پرته بل ستر شی نشته. هغه لوړ ذات که د فطرت د قانون له مخې یو روا شی هم د ده لپاره ممنوع ګرځوي، نو د یوه بنده په توګه ورته ښايي چې بې پوښتنې د هغه د امر په وړاندې خپل سر ټیټ کړي. 

د الله ستروالي او لویوالي او د هغه د لويي د احساس او اعتراف دا حالت که پام وکړئ نو له هغه څخه د شکر یو رښتینی اظهار هم دی. په همدې اساس قرآن کریم، روژه د خدای تکبیر او شکر پر ځال کول ګڼي او فرمايي چې د دې موخې لپاره د روژې میاشت په دې ځانګړې کړی شوې چې د قرآن په بڼه الله تعالی چې کوم هدایت په دې میاشت کې پر تاسو پېرزو کړی چې د عقل لارښود او د حق او باطل ترمنځ د توپیر لپاره څرګند او پرېکنده دلیل دی، هغه الله ستر وګڼئ او شکر يې پر ځای کړئ: وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ. د روژې همدا حقیقت دی چې له مخې يې ویل شوي چې روژه د الله لپاره ده او هماغه به يې اجر ورکوي. یانې کله چې یو بنده پرته له کوم لامله یوازې د الله تعالی د امر د پر ځای کولو لپاره ځینې روا څیزونه هم په خپل ځان ناروا ګرځولي نو اوس به هغه لوړ ذات په شمېر او تله نه، بلکې د خپلې ځانګړې لورېینې او پېرزوینې په اساس د هغې اجر ورکوي او داسې بې حسابه به يې ورکوي چې انسان به حیرانه ورته پاتې شي. له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د آدم اولاده چې هره نېکي کوي، د هغه بدل له لس چنده نیولې تر اوه سوه چنده پورې ورکول کېږي، خو روژه له دې څخه وتلې ده. د الله تعالی وینا ده چې: ((فانه لی و انا اجزی به – ژباړه: دا (روژه) زما لپاره ده او زه به يې اجر ورکوم))، په دې چې په دې کې بنده خوراک، څښاک او جنسي غوښتنې یوازې زما لپاره پرېږدي. امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب ((کیمیای سعادت)) کې لیکي: 

((که څه هم ټول عبادتونه د هماغه رښتیني معبود لپاره دي خو د روژې ځانګړي کول يې داسې دی لکه په ټولو جوماتونو کې چې الله تعالی د کعبې نسبت ځانته کړی.)) 

د روژتي لپاره د خوشالۍ دوه وختونه دي: یو هغه وخت چې کله روژه ماتوي. بل هغه وخت چې کله له خپل رب سره مخ کېږي. له دې اټکل کېدای شي چې د الله تعالی په نزد د دې عبادت ارزښت څومره زیات او ستر دی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: 

«لخلوف فم الصائم اطیب عند الله من ریح المسک» (بخاري، حدیث: ۱۸۹۴)
ژباړه: د روژتي د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه ډېر غوره دی. 

دغه راز فرمايي: 

«إنّ في الجنّة بابا يقال له الرّيّان، يدخل منه الصّائمون يوم القيامة، لا يدخل معهم أحد غيرهم، يقال: أين الصّائمون؟ فيدخلون منه، فإذا دخل آخرهم أغلق، فلم يدخل منه أحد»

 ژباړه: بې شکه په جنت کې یوه دروازه ده چې (( الرَّیَّان – اوبوونکی)) ورته ویل کېږي، د قیامت په ورځ یوازې روژه نیونکي ترې ننوځي، له دوی سره به بل هېڅ څوک هم نه ترې داخلېږي، وبه ویل شي: چېرته دي روژه لرونکي؟ نو دوی به پرې داخل شي نو کله چې یې وروستی کس داخل شي نو وبه تړل شي او بل هېڅ څوک به پرې داخل نه شي.

د روژې دا عبادت پر مسلمانانو د روژې په میاشت کې لازم ګرځول شوی. په دې کې شک نشته چې د نفس غوښتنې هېڅ کله پای نه مومي او د دنیا رغبتونه تل پکې پاتې وي، خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې الله تعالی په دې میاشت کې خپله یوه ځانګړې لورېینه دا کوي چې د انسانانو د غولوونکو شیطانو پر مخ ټولې لارې وتړل شي. فرمايي: کله چې د روژې میاشت راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د جهنم دروازې وتړل شي او شیطانانو ته زولنې واچول شي. نو په دې میاشت کې هر کس ته فرصت وي چې که وغواړي پرته له کوم بیروني خنډ څخه د خپل ځان لپاره د خیر او ښېګڼې هلې ځلې وکړي. د روژې اجر په روایتونو کې بیان شوی چې د انسان ګناوې پرې بښل کېږي. د توبې او سمون لپاره دا د قرآن کریم عام قانون دی. خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې په تړاو په ځانګړي ډول د دې زېری په دې ډول ورکړی: 

«من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدّم من ذنبه. ومن قام ليلة القدر إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدّم من ذنبه»

ژباړه: چا چې په ایمان او د ثواب په هیله د رمضان روژې ونيولې د هغه ټول تېر ګناهونه به وبښل شي. او څوک چې د قدر په شپه عبادت وکړي په ایمان او د  ثواب په هيله د هغه ټول تېر ګناهونه به وبښل شي.

حضرت عائشه صدیقه طاهره رضی الله عنها فرمايي چې د جنت دروازه وټکوئ. خلکو وپوښتل په څه شي؟ ويې فرمایل: په لوږې! او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: روژه د عبادت دروازه ده. 

د روژې موخه

قرآن کریم د روژې موخه د بقرې سورت په دې آیتونه کې دا ښودلې چې خلک له خدایه ووېرېږي. د دې لپاره د ((لعلکم تتقون)) کلمات پکې راغلي، یانې په تاسو کې تقوا را وټوکېږي. د قرآن په اصطلاح کې د تقوا معنا دا ده چې انسان شپه او ورځ د الله تعالی له خوا د ټاکلو پولو دننه خپل ژوند تېر کړي او د زړه له ژورو څخه له دې وېره ولري چې که کله يې له دې بریدونو څخه تېری وکړ نو له الله پرته بل څوک نشته چې د هغه له وبال څخه يې وژغوري. 

د روژې له کبله دا تقوا څنګه رامنځته کېږي؟ پر دې خبرې د پوهېدو لپاره درې ټکو ته پام پکار دی:

لومړی دا چې روژه د انسان په ذهن کې دا احساس په بشپړ ځواک را ویښوي چې دی د الله بنده دی. د نفس پر څو بنسټیزو غوښتنو د نارواتوب د مهر له راتلو سره سم د بندګۍ دا احساس را پنځېدل پیل شي او بیا ورو په ورو وده کوي، تر دې چې د روژه ماتي تر مهال پورې يې دا احساس له ټول وجود څخه را چاپېر شي. له سهار څخه تر ماښام پورې يې له ستوني یوه مړۍ ډوډۍ او یو څاڅکی اوبه هم نه ښکته کېږي او د دې شیانو لپاره یوازې د ستر څښتن د امر د پرځای کولو لپاره د نفس له هرې غوښتنې څخه مخ اړوي. کله چې د روژې دا عمل بیا بیا ترسره کېږي نو په حقیقت کې دا احساس د روژتي داخل ته ورښکته شي، بلکې په فطرت يې کې واخښل شي چې دی د یوه رب بنده دی او له ده سره همدا ښايي چې د ژوند په نورو چارو کې هم په سر ټیټاوي او اعتراف د خپل څښتن اوامرو ته غاړه کېږدي او په فکر او عمل دواړو کې د خپلې خپلواکۍ او ازادۍ له ادعا څخه لاس په سر شي. له دې څخه ښکاره ده چې په خدای باندې د انسان ایمان له هر اړخه ژوندی ایمان ګرځي چې له هغه وروسته دی هغه ذات یوازې یو خدای نه، بلکې یو اورېدونکی، لیدونکی، پوه، حکیم او عادل ذات او هستي ګڼي چې د ده له ټولو پټو او ښکاروو څخه خبر دی او هغه چې له اطاعت څخه يې په هېڅ حال کې هم کوږوالی نه شي کوی. د تقوا د رامنځته کولو لپاره تر ټولو لومړنی څیز همدا دی. 

دوهم ټکی دا دی چې روژه دا احساس د انسان د زړه تل او د روح ژورو ته هم ور کوزوي چې انسان یوه ورځ د خپل رب په وړاندې ځواب ویونکی دی. هسې خو هر مسلمان پر دې باور لري، خو په روژه کې يې چې کله د تندې احساس ځوروي، لوږه کړاو ورکوي او جنسي ولولې په ټول ځواک د خپل تسکین غوښتنه کوي، نو هر کس پوهېږي چې د ځواب ورکولو همدا احساس دی چې انسان د ګېډې او شرمځای د غوښتنو له بشپړاوي راګرځوي. د روژې ټوله میاشت هره ورځ څو څو ساعته له دې بنسټیزو غوښتنو څخه یوازې له دې امله د نفس ساتنه کوي چې یوه ورځ به له خپل رب سره مخ کېږم. تر دې چې د سختي ګرمي په حالت کې يې ستونی له تندې چیغې وهي، یخې اوبه يې په وړاندې وي، هر کله چې وغواړي څښی يې شي، خو نه يې څښي؛ له لوږې يې ساه خېژي، خواړه پراته وي، خو نه يې خوري؛ ښځه او  مېړه د ځوانۍ په حالت کې وي، یوازیتوب شته وي، هر کله چې وغواړي خپل خواهش پوره کوی شي، خو نه يې کوي. دا ریاضت او ځان ساتنه عادي ریاضیت نه دی. د الله په وړاندې د ځوب ورکولو همدا احساس د ده په زړه او ذهن کې په بشپړ ډول پوخ شي. د تقوا لپاره، که پام وکړو نو دوهم اغېزمن څیز همدا دی. 

درېیم دا چې د تقوا لپاره صبر اړین دی او روژه انسان ته د صبر روزنه ورکوي. بلکې د صبر د تربیت لپاره له دې غوره او له دې څخه اغېزمنه بله تګلاره ښايي شتون ونه لري. په دنیا کې چې موږ له کومې آزموینې سره لاس او ګرېوان یو، د هغې حقیقت له دې پرته بل څه دی چې یو لور ته زموږ د حیواني وجود ځواکمن خواهشات دي او بل خوا د الله تعالی غوښتنه ده چې د هغه په ټاکلو بریدونو کې ژوند تېر کړو؟ دا شی ګام په ګام د صبر تقاضا کوي. رښتینولي، دیانت، زغم، پر ژمنې وفا، عدل او نیاو، بښنه او تېرېدنه، له منکراتو ځان ساتنه، له بدیو را ګرځېدنه او پر حق درېدنه که نه وي، نو تقوا هېڅ معنا نه لري او له صبر پرته دا ځانګړنې، ښکاره ده چې په انسان کې په هېڅ ډول هم نه شي را ټوکېدی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې صبر نیمايي ایمان او روژه نیمايي صبر ده. 

هغه بدۍ چې بويه ځان ساتنه ترې وشي

د تقوا دا موخه د روژې له لارې ارومرو ترلاسه کېږي، خو د دې لپاره اړینه ده روژه لرونکی له هغو بدیو څخه ځان وژغوري چې که چېرته هغه بدۍ له روژې سره یو ځای شي نو ټول برکتونه به يې له منځه یوسي. دا بدۍ که څه هم ډېرې زیاتې دي، خو په هغو کې ځینې داسې دي چې پکار ده هر روژتي ترې خبر وي: 

له هغو څخه یوه بدي دا ده چې خلک د روژې له میاشتې د خوندونو او مزو میاشت جوړه کړي. دوی فکر کوي چې په دې میاشت کې چې هر څومره لګښت وکړي، د الله تعالی په وړاندې نه شمېرل کېږي. نو دا ډول خلک که یو څه خوري او څښي هم، نو د هغوی لپاره بیا دا د مزو اخیستو او مېلو میاشت وي. هغوی د خپل نفس د تربیت پر ځای نفس ته د ودې ورکولو میاشت ترې جوړه کړي او هره ورځ د روژه ماتي په چمتوالي کې ورځ ماښام کړي. هغوی چې څومره وخت روژه نیولې وي، په هغه کې همدا فکرونه کوي چې د ټولې ورځې له لوږې و تندې څخه يې په ګېډه کې کوم تش ځای رامنځته شوی، هغه اوس په کومو کومو نعمتونو ډک کړي. د دې پایله دا وي چې لومړی خو له روژې هېڅ هم لاسته نه ورځي، او که څه ترلاسه هم کړي نو په هماغه وخت به يې لاسه ورکړي. 

له دې بدۍ څخه د ځان ژغورلو لاره دا ده چې انسان په خپل ځان کې د کار کولو د توان لپاره خوراک او څښاک ارومرو وکړي، خو د ژوند موخه يې ونه ګرځوي. هر څه چې بې له چمتوالي لاسته ورشي، پر هماغه له الله مننه وکړي او ويې خوري. د کورنۍ غړي يې چې په سترخان یو څه کېږدي او زړه ته يې ونه شي نو پر خفه نه شي. که الله تعالی مال او شتمني ورکړې وي نو د خپل نفس د لویولو پر ځای د بې وزلو او سوالګرو په مرسته او د هغوی په خوراک او څښاک يې ولګوي. دا څیز به خامخا د ده د روژې برکتونه زیات کړي. د لګښت او انفاق په هکله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تګلاره همدا وه. عبدالله بن عباس رضی الله عنهما فرمايي چې په عامو حالاتو کې هم پیغمبر علیه السلام تر ټولو زیات پراخ لاسی وو، خو د روژې په میاشت کې به د سخاوت او لورېینې یو ساری وګرځېدی. 

دوهمه بدي دا ده چې د لوږې او تندې په حالت کې په طبیعت کې یو څه تندتیا رامنځته کېږي، له دې امله ځینې خلک د دې پر ځای چي روژه د اصلاح او سمون وسیله وګرځوي، د غوسې او پارونې بانه ترې جوړه کړي. په خپلې ښځې او ماشومانو او تر لاس لاندې کار کوونکو باندې په نه خبره پارېږي، هر څه چې په خولې ورشي، وايې يې، که خبره لږ زیاته شي نو د کنځلو باران پیل کړي، او په ځینو حالاتو کې خو د تر لاس لاندې کار کوونکو له وهلو ټکولو څخه هم ځان نه را تم کوي. له دې وروسته خپل ځان په دې خبره ډاډه کوي چې په روژه کې خو همداسې کېږي. 

د دې درملنه رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ښودلې چې انسان دې په داسې وختونو کې د دې پر ځای چې د پارېدنې بانه يې وګرځوي بلکې د خپل ځان پر وړاندې دې د یوه سپر په ډول وکاروي، او هر کله چې د پارېدنې او غوسې موقع راشي، سمدلاسه دې ور په زړه کړي چې زه روژه یم. پیغمبر علیه السلام فرمايي: روژه سپر ده، نو له تاسو څخه چې د هر چا روژه وي، هغه دې د بې حیايي خبرې نه کوي، او نه دې د ناپوهۍ ښکارونه کوي. بیا که چا ښکنځل وکړه او یا يې غوښتل جنګ وکړي نو ورته و دې وايي چې ما روژه نیولې، وروره زه روژه یم. دا حقیقت دی چې روژه لرونکی که د غوسې او قهر پر مهال هر ځل دا تګلاره غوره کړي نو ورو ورو به وویني چې د خپل نفس پر شیطان يې څومره ولکه موندلې چې اوس يې په را پرځولو  کې ډېر کم بریالی کېږي. د شیطان پر وړاندې د بریالیتوب دا احساس د هغه په زړه کې د ډاډ او لوړاوي احساس را ټوکوي او د روژې همدا یاداښت د ده د اصطلاح ذریعه ګرځي. بیا به دی همالته غوسه کوي، چېرته يې چې ځای وي. وخت نا وخت پارېدل به ورته ناشونی وي. 

درېیمه بدي دا ده چې ډېری خلک چې کله په روژه کې خوراک، څښاک او داسې نورې لېوالتیاوې پرېږدي نو د خپلې دې محرومي درمان په هغو لېوالتیاوو کې لټوي چې د دوی په اند روژې ته زیان نه رسوي، بلکې روژه پرې اسانه کېږي. دوی روژه ونیسي او د قطعو لوبه پیل کړي، ناولونه او افسانې ور واخلي، سندرې او موسیقي اوري، فلمونه ګوري، له ملګرو سره ناستې او مجلسونه کوي، او که دا یو کار هم ونه کړي نو غیبت او هجوې ته به لاسونه ور واچوي. په روژه کې دې چې ګېډه تشه وي نو انسان ته د خپل ورور غوښه خوړل هسې هم ډېر زیات خوند ورکوي. د دې پایله دا وي چې کله نا کله دوی سهار په دې بوختیاوو لاس پورې کړي او بیا د مؤذن په اذان له دې کارونو څخه لاس اخلي. 

 د دې بدي علاج دا دی چې انسان چوپتیا د روژې له ادابو څخه وګڼي او کوښښ وکړي چې لږ تر لږه چټیات وغږوي او د رښتیا او درواغو په برخه کې خو پکار ده چې خپلې ژبې ته له یوې مخې ته قلف واچوي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: هغه شخص چې دروغ ویل او پر هغه عمل کول پرې نه ږدي، الله تعالی دې ته هېڅ اړتیا نه لري چې دی خپل خوراک او څښاک پرېږدي. 

 د دې دوهمه تداوي دا ده چې په کومو وختونو کې له اړینو کارونو څخه اوزګار وي، په هغو کې د قرآن او حدیث مطالعه وکړي او پر دین ځان پوه کړي. د روژې دا فرصت غنیمت وګڼي او د قرآن کریم او نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ښودلو دعاګانو یو څه برخه زده کړي. په دې ډول به دی له هغو بوختیاوو څخه هم ژغورلی وي او وروسته به يې همدا زده کړې زېرمه هم په زړه کې د الله تعالی په ور په زړه کولو کې مرستندویه وي. 

څلورمه بدي دا ده چې انسان ځینې وختونه روژه د الله لپاره نه نیسي، بلکې د خپلې کورنۍ او یا خپلوانو له ملامتیا څخه د ځان ساتلو لپاره يې نیسي او کله بیا په خلکو کې د خپلې دیندارۍ د دبدبې د ساتلو لپاره دا زیار ویستل کېږي. د دې څیز له امله هم روژه، روژه نه پاتې کېږي. 

د دې درملنه دا ده چې انسان هر وخت خپل نفس ته د روژې ارزښت په ډاګه کړي او لارښوونه ورته وکړي چې خوراک، څښاک او داسې نورو خوندونه خو هسې هم پرېږدې، نو ولې يې د الله لپاره نه پرېږدې؟ د دې ترڅنګ د روژې میاشتې د روژو ترڅنګ دې نفلي روژې هم کله نا کله نیسي او تر ډېره دې هڅه کوي چې له نورو يې پټې وساتي. له دې څخه همدا تمه ده چې دا فرض روژې يې هم کوم وخت الله تعالی ته سوچه وګرځي. 

د روژې ګټې

۱- د خوشالي د زېري ژمنه او د جنت ګټل ده. 

۲- د نفس پاکوالی او د بدن د روغتیا ساتنه ده. 

۳- د الله (جل جلا له) مینه او اطاعت ترې را ټوکېږي. 

۴- طبیعتونو ته سپېڅلتیا بښي او د نفس سرغړونه ځپي. 

۵- د بنده د سموالي او په سمه لاره د استقامت دلیل ده. 

۶- د حرامو کارونو له تر سره کولو څخه د امن ډاډمنتیا ده.

۷- د الله جل جلا له وېره پیدا کوي.

۸- په زړه کې د الله تعالی کلک حضور پیدا کوي.

۹- له نورو مخلوقاتو سره له ورته والي انسان لرې کوي. 

۱۰- په دې کې د روغتیا برخه هم شته ځکه معده د ناروغیو کور ده او پرهېز یانې لوږه د ټولو درملونو سر ده. 

۱۱- د شیطان سره جنګ ده. 

۱۲- په دې کې د بې وزله او هغه ناروغ چې له خوړو منعه شوی وي د درد احساس ده.

روژه او دعا

روژه او دعا له یو بل سره پیاوړې اړیکه لري. د عبادتونو بدل او اجر په آخرت کې ورکول کېږي، خو د روژې یو ستر عوض په همدې دنیا کې د دعا په بڼه انسان ته ورکول شوی. د روژې په میاشت او د روژتي انسان د دعا منل کېدل، انسان ته ډاډ بښي او په زړه کې يې د روژې درناوي ته زیاتوالی ورکوي. 

الله تعالی لومړی پر انسان روژه فرض ګرځولې، ورپسې يې د دعاګانو د منل کېدو زېری ورکړی، په قرآن کریم کې راځي:

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ.

ژباړه: او چې بندګان مې زما په اړه تا كله وپوښتي نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، د غوښتونكي سوال قبلوم كله چې ما ور بولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پر ما دې ايمان راوړي تر څو په سمه لار محكم پاتې شي. 

(البقرة: 186)

په تفسیر ابن کثیر کې د دې آیت په تفسیر کې لیکل شوي:

((د روژې اړوند احکامو کې د دې آیتونو د راوړو حکمت دا دی چې د روژو له پای ته رسېدو وروسته د خلکو دعا ته پام شي، بلکې هره ورځ دې د روژه ماتي پر مهال ښې ډېرې دعاوې کوي. نبي کریم علیه السلام فرمايي: ((روژتي د روژه ماتي پر مهال چې کومه دعا کوي، الله تعالی يې ارومرو قبلوي.)) حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه به د روژه ماتي پر مهال خپله کورنۍ او ماشومان را وغوښتل او په ګډه به يې دعاوې کولې. په ابن ماجه کې هم دا حدیث روایت شوی او په هغه کې د صحابي دعا دا را نقل شوې: ((اللهم انی اسئلک برحمتک اللتی وسعت کل شئ ان تغفرلی – یانې اې الله ستا پر هغه رحمت له تا غوښتنه کوم چې له هر څه را چاپېر دی، زما ګناهونه راته وبښه.)) او په حدیث کې راځي چې د درې کسانو دعا نه رد کېږي. د عادل پاچا، روژه لرونکي شخص او مظلوم.

اخځليکونه:

۱- قرآن کریم.

۲- د قرآن کریم پښتو ژباړه – مولوي محمد فاروق غلجي.

۳- تفسیر ابن کثیر (اردو) – خطیب الهند مولانا محمد جوناګړهي.

۴- نضرة النعیم – الصوم.

۵- پښتو پوهنغونډ (دایرة المعارف) – د پښتو ټولنې چاپ.

۶- اردو دایرة المعارف (پوهنغونډ) – دانش ګاه پنجاب لاهور.

۷- Siri Guru Granth Sahib, translated by: Singh Sahib Sant Singh Khalsa, MD.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب