یکشنبه, مې 5, 2024
Home+طالبان باید تامل وکړي / یونس تنویر

طالبان باید تامل وکړي / یونس تنویر

انسان یې خلق کړ او بیا یې د کایناتو ټول څیزونه د دوی لپاره پیدا کړل. دا څیزونه د دوی په ګټه او تاوان هم دي. کوم چې ستاسو په ګټه وي، هغه اختیار کړئ. او په کومو کې چې انسانانو ته ضرر وي، هغه ستاسو په ګټه نه دي.

اوس انسان مجبور او مکلف دی، چې د نورو په تاوان نه وي. په نورو انسانانو غمیدلی نه وي. هغه ډلې چې د ټولنې د وګړو په خلاف وي، ټولنې ورسره سازش نه شي کولای. او بیا چې چاته د خلافت تاج هم ور پسر وي، هغه د نورو انسانانو سره په تامل مامور شوی او دا په سیاست کې په دوی فرض شوې ده.

هیڅ انسان باید خپل کلتوري تهذیب په نورو په زوره سنت و نه کرځوي. هغه چې فرضي سنت دي او مسلمان یې باید وکړي، له هغو سنتو دې تفکیک شي، چې په کولو کې یې بیا هم سنت واجب دی، لکه د ږیرې پريښودل یا نه پریښودل، ځکه که د انسان اعمالو کې بل چاته ضرر نه و، نو حاکم نظام حق نه لري، چې د یو ملیت تهذیب سنت وګرځوي. دا څوک ثابتولی شي، چې سما کفر ده او باید موسیقار ته توهین وشي؟ ایا هغه هنرمند ته به څوک د رزق سبب پیدا کړي، چې په خپلو تابلو یې د انځورونې په مرسته ګټي؟ ایا د هغه ذوق تسکین به څوک پوره کا، چې د الهي عشق ساندې د رفیق شینواري له خولې غواړي؟

ژوند د انسانانو ترمنځ بغیر له نظریو نه کیږي. ددې لپاره کله چې تشدد ته زمینه برابریږي او انسانان په ادنا اعمالو مجبوریږي، نو هغه ته روحي تاوان رسیږي. ددې پر ځای چې محبوبیت ږیرو ته ورکړل شي، لا نور هم د ږیرو په وړاندې نفرت ایجادیږي.

تاسو هغوی ته په محبوبه سترګه وګورئ، کوم چې ږیره او لونکۍ لري، تاسو په هغوی حق نه لرئ، چې پر چا ږیره او لونګۍ دواړه تاوان کړئ. تاسو سره چې د جهاد په وخت کې ږیره او لونګۍ چا اختیار کړې وه، لا مو د هغوی حقوق نه دي پېژندلي، نو د دوی به څه وپېژنئ؟

د اسلام د مقدس دین یو واضح سراحت دی، چې د انسان ټول کردار باید په معنوي سنتو ولاړ وي. د ټولنیز تامل او محبوبیت یوه ښه بیلګه دا هم ده، چې هر څه یې په نیت کې سنت ګرځولي دي. ددې حدیث شریف پوره وضاحت دا دی، چې ټول انساني اختیار باید ددې حدیث شریف پلیوني وي او دا فرضي سنت دی، چې انسان یې باید وکړي.

تعلیم د ټولو انسانانو اړتیا ده، ځکه چې تعلیم د ربوبیت او سبب د دواړو د پېژندنې لپاره په انسان فرض شوی دی. که داسې و نه شي، نو د یوه لوی قشر د فطرت خلاف پاتیږو، مګر دین هیڅ وخت د انسان د فطرت خلاف نه دی.

دا اړینه ده، چې موږ باید د ښځو سره زیات تامل وکړو. که چیر ته په سیاست کې د ښځو ځای نه وي، نو د ښځو چارې څوک مخته بوځي؟؟؟ دا په  لوی لاس ښځه د نرینه په غلامۍ کې  ورکول دي. ښځې حق لري، چې پوهې شي او تعلیم وکړي. سیاست باید یوه داسې زمینه سازي وکړي، چې پوره په شریعي حجاب کې وي.

موږ باید په سیاست کې ټول تمرکز په په خیر ښیګڼه وکړو، ځکه چې حکومت کول خدایي سنت دی او خیرښیګڼه په سیاست کې فرض ده. که څوک یې نه کوي دا بیا یو ډول زیاتی دی، چې انسان هڅوي او د خپل حق لپاره په خلاف پاتیږي او دا د هیچا لپاره ګټوره لاره نه ده. یانې سیاست او حکومت په دې مانا دی، چې د خلافو سره هم باید خلاف پاتې نه شې. 

دا د اسلامي نظام یو اصل دی، چې خلکو سره نیکي وکړئ او دین ورته مه سختوئ. یانې په اسلام کې د فزیکي ماموریت تشدد نه شته، چې دولت دې یوازې په لونګیو وهلو او د ویښتانو په کمولو دومره خشونت وکړي، چې خلکو سره تشدد وشي.

که چیرې د یو خریلې ږیرې ولا وزارت ته نه پرېښودل کیږي، نو بیا دې بیخي د کفارو سره ناسته بنده شي، هغه که د سازش وي او که د تامل، ځکه هغوی هم ږیرې نه لري. 

یانې موږ باید د خلکو ګټې خوندي کړو او د نیکیو ډيرې لارې ورته جوړې کړو. که چیرې د نیکیو طرف ته تمایل په تشدد شي، نو خلک متنفره کیږي او د خلکو نفرت باید و نه پارول شي، که خلکو ته د ږیرې محبوبیت ورکوئ، نو داسې لارې ورته جوړې کړئ، چې دوی خپله په خپلو سنتو ټنیګ ودریږي. اسلام په زوره نه پلی کیږي. دا داسې مانا لري، لکه دا شکل کاله، چې مجاهدینو د ازادۍ لپاره په پوره حوصلې مبارزه وکړه او هیڅ یې حوصله له لاسه ورنه کړه؛ نو اوس هم باید حوصله وشي. موږ باید د ټولنې له انسانانو ستړي نه شو. او نه موږ پر چا باندې بار شو. که چیرې د ټولو عزت خوندي نه وي، نو د هیچا په ګټه نه ده. اوس اړینه ده، چې علمي او فکري جهاد وشي.

طالبان باید د ټولنې انسانانو سره تامل وکړي، علمي، اخلاقي او فکري مبارزه دې وکړي. تشدد دې نه کوي. دوی اوس زورور دي او باید عدالت پیاوړی کړي.

شاید د انسان فزیکي ساخت دا ونه مني چې ویښته یې توی شي، ځکه پک ډیر بد نوم دی. او موږ هیڅ وخت خپل تهذیب په نورو په زوره نه شو پلی کولای. ددې لپاره علمي او فکري مبارزه په کار ده او د سنتو محبوبیت په کار دی. خپل پلارنی کلتور په نورو ملیتونو مه تحمیلوئ.

سیاست خدایي سنت دی او دا باید داسې ادا شي، چې د ټولو ملیتونو او ټولنو تهذیب پکې خوندي وي. دلته ځینې کوچني فزیکي طالبان په خلکو د سیګریټ د څکولو تشدد هم کوي، چې دا چور باغي عمل دی او هیڅوک د ځان په مقابل کې د چا بغاوت نه شي تحمیلولای.

دلته ځینې طالبان د خپلو پخوانیو ملګرو سره یو ډول حسد کوي. په شل کلن جهاد کې ډېر ملګري د یوه او بل ډلګۍ پرېښودې او د نورو ملګرو سره په جهاد کې مصروف شوي او اوس هغه حسدونه هم پالل کیږي او د مجاهدینو قربانۍ هیریږي او اکثره چارواکي په عزیزګیریو او خپلوۍ ساتلو مصرف دي او د هغه مجاهد د ژوند له حالاتو نه دي، خبر چې دوی یې لا لیدلي نه ول او د دوی په رهبرۍ جنګیدل.

دا ډول عمل د اسلامي نظام د تکامل سره نه دی وابسته او په خلکو په زوره د منلو مکلف نه دی. او دوی باید د هر چا حقوق وپېژني. کله چې دوی د خپلو مجاهدینو حقوق و نه شي پېژندلای د نورو اقشرارو حقوق به څه وپېژني.

یانې د هغو شهیدانو یو غټ ارمان دا و، چې په ملک کې اسلامي نظام قایم شي او چا چې په جهاد کې قربانۍ ورکړې، د هغوی اکرام باید وشي او د نورو ولسونو ګټې او عزتونه پکې خوندي شي. او د خلکو ته دې د فطرت له مخې حقوق ورکړل شي. پوره عدالت دې قایم شي او ورورولي دې عامه شي، نو که داسې و نه شي، خلک مجبوریږي او بغاوت کوي. او دا د شهیدانو ارمان نه دی، چې بیا کورنۍ جګړې رامنځته شي. د بیت المال څخه دې سو استفاده وشي او ټولې چارې په خپلوئ وتړل شي.

ستا شهادت د بې وزلۍ د اختتام په موخه

دلته خو ستا د بې وزلیو قتل عام پاتې شو

دلته خو ستا د قربانۍ کیسه دروغ وخته

دلته زموږ د الفتونو سر انجام پاتې شو

د تامل د بلندۍ قضیه کې داسې وشو

ملا ناکام شو او شاعر پکې انعام پاتې شو

پای

8 COMMENTS

  1. تنویر صاحب، ښې چارې .
    نامخدا لیکنه دی ښه ده، که لږ څه املا او انشا دی ښه شی ، دلیکوالی استعداد لری. مثلاً ؛ (تامل) څخه مقصد شاید تعامل وی، او (سراحت) څخه به دی مقصد صراحت وی. یوشمیر مفاهیم هم سمون غوواړی لکه فرضی سنت ؟ او یو څو نور ټکی . لیکلو ته دوام ورکړئ ، خو مطالعه زیاته وکړئ. که یو بل تخلص ځانته و ټاکی هم بده به نه وي، ځکه تنویر د یوبل ورور تخلص دی.
    په درنښت -صرف یوه یادونه وه.

  2. دودېال صب(صاحب):
    سلامونه. د تنوير صب (صاحب) د تأمل د کليمې استعمال په معني د فکر کولو contemplation صحيح استعمال دی. دا به څومره ښه وي چه لوستونکي د ېو مضمون پر محتوياتو نيوکی وکړي.

  3. فکر کوم دودیال صاحب حق پرجانب دی ، په ځینو جملوکې تآمل د فکر کولو په معنا راځي خو په نورو کې د تعامل او معاملې په معنا . لکه پدې جمله کې « که چیرې د یو خریلې ږیرې ولا وزارت ته نه پرېښودل کیږي، نو بیا دې بیخي د کفارو سره ناسته بنده شي، هغه که د سازش وي او که د تامل، ځکه هغوی هم ږیرې نه لري. »
    البته د محتوی له اړخه ښکلې لیکنه ده چې اوسنې چارواکي باید پرهغو عمل وکړي او که نه وي ، پښتانه وایی : د کبر کاسه نسکوره ده .

  4. ګربت صاحب السلام علیکم .
    ډیره مننه چی دالیکنه دی وکړه. زه په هماغه اول ځل پوه شوم چې: پوره پاملرنه. تأمل،consideration دقت، contemplation
    خو؛ په مهمو او برخلیک ټاکونکو امورو کی دقت او تامل ډیر ضرور دی. اما دا یوه تخنیکی اصطلاح ده، کله چی ما تنویر صاحب ته د(تعامل) وړاندیز وکړ، دا یوځه سیاسی وزن لری، دا ځکه چی اوس د افغانستاان ستونزه نړیوالو سره تعامل کولو او د هیواد دننه د ملت غوښتنو ته غوږ نیولو ته اړتیا لری. مووږ او تاسو هره ورځ وینو او اورو چې، د اسلامی امارت چارواکی د تعامل اصطلاح کاروی او دا تصادفی او بیځایه نده. د دی په مقایسه تامل د نصیحت او تعامل د توافق، سازګاری او دی ته ورته مفاهیموته اشاره لری. نو د پورتنی ټولی لیکلنی سره د (تامل) پر ځای تعامل سم بریښي. همدا تعامل د ورځې خبره ده. نو ځکه ما وړاندیز کړی چی دغی مقالی کې به تعامل مناسب مفهوم ورکوی. تر تأمل ، تعامل لازیات فهم، درایت او د قت غواړی .
    ګربت صاحب، په بحث کی د برخه اخیستو څخه دی ډیر خوشحاله شوم. دا چی تاسو خپله ډیر ښه تأمل کوئ، په دې خبره هم ډیر خوښ شوم. د لیکوال قلم او نظر ته درناوی ماته ډیر محترم او د ارزش وړ دی. په همدې خاطر می تنویر صاحب ته، چی د لیکوالی لوی ډګر لا په مخه کې لري، وړاندیزونه کړی، د (سراحت /صراحت )په شان یو ځو نورو ټکیو ته هم باید تم شو. آن داچی د یو تخلص وړاندیز می ورته کړی. د یو معلم همدا عادت او همدا یې په وس پوره وی او په دې هم پوهیږم چی تنویر صاحب تر ما لازیات مستعد او دقیق دی. پروا نه کوی نظرونه به یو بل سره شریکوو ، دا یو ډیر ښه فرهنګ دی . دغه د نظر ورکولو کړکی د همدی لپاره ده . ستاسو دواړو په لیکنه ډیر خوښ شوم. زما موخه نیوکه نه، بلکې مشوره او وړاندیز او د تامل پر خای دتعامل تعویض کول و. خوشحاله اوسی

  5. consideration غوره ګڼل، ترجیح ور کول ، پام کې نیول
    ټک ټکو، ټکیو یعنی څه؟
    مستعد او دقیق دواړه عربی خو کارول یې توپیر لری
    دجملو فقرې(کلازونه) او دکلام اجزا باندې اوس بحث به کار نه ده سا لمه نیوکه باید زموږ دفرهنګ برخه وګرخی ښه کار دی چې بد نه لری

  6. دودیال صیب فکر کوم ستاسو مشوره یو داسې کس ته ورکوئ، چې هغه پوره په دې برخه کې ماسټري لري. د تامل او تعامل باندې خو موږ هم پوهیږو. مګر ددې کلمو په محیطي معنو ته نه پوهیږې. ځکه که طالبانو تعامل نه وای کړ، نو بیا خو به سوله نه راتله. ټولو ته یې عفوه وکړه. همدا تعامل دی. دا چې دوی درواندیشي یانې تامل نه کوي دا د دوی غلطي ده او دا د تنویر صیب تفکر دی. او پاتې د صراحت او سراحت مسله شوه. زه فکر کوم په پښتو کې مفغن شکل همدا ایجابوي، چې زیاترو ځایونو کې ص په س اوښتی او دا د یوې ژبې د بډاینې اړتیا هم ده.
    د تخلص کیسه دې بیخي ګونګه ده. شاید موږ د تنویر په تخلص له تنویر زیات څوک بل و نه پېژنو. نو که هغه ستاسو ملګری وي ورته ووایه چې تاسو یې بدل کړئ. ځکه په دې تخلص د تنویر څو کتابونه او مقالې خو یې بیخي پریمانه دي. تنویر اوس د افغانستان په سطحه نه دی، بلکې دا د تنویر تخلص د یونس سره د سیمې په سطحه ده. ځکه په پاکستان کې یې زیاتره ادیبان پېژني. او په ایران کې یې ماسټري کړې ده. شاید. ځکه دده اکثریت اخذونه ایراني کتابونه دي. او افغانستان کې په فرهنګي حوزو کې د یو مستعد او تیز نقاد شهرت لري. نو فی الحاظ دودیال صیب تاسو باید د ځینو اصطلاحاتو سره د تامل له مخې چلند وکړئ. په فرضي سنتو ته څه پوهیږې او یا تا چیرې اجتهادي مسایلو کې پوره مهارت درلودلی دي او نه نظریاتي صوفي یې. یو وخت ما هم دا فکر کاوه، چ\ې تنویر له خیټې ځینې مفاهیم روباسي. مګر وروسته چې دقیق شوم، نو پوه شوم، چې دې ته خدای تعالی ج د علمي اجتهاد کړکۍ هم خلاصې دي. فرض کړه، ځینې سنت وي، چې باید وشي او ځینې سنت وي، که ونه شي فرق نه کا.

  7. ویاړ صاحب السلام علیکم .
    ما دوکتور حلیم تنویر ته وړاندیز وکړ چی خپل تخلص بدل کړی، هغه وویل چی ما پنځوس کاله کیږی چې خلک په دی تخلص پیژنی او ۴۳کله مخکی می د هجرت ماحول کې په دی تخلص لیکنی کړی او بیا له هجرت وروسته د دولت په یوه ډیریه لویه چوکی په همدی تحلص مقرر وم، لنډه دا چی موافق نه و. دفرضی سنتو په هکله علما وایی یو عبادات دی ، بل معاملات، نو مقاله د معاملاتو په هکله ده. او دمفغن کولو او د پښتو د بډای کولو په خاطر مو کاشکی د سراحت په شان د(اصل، طرف، مصرف، حوصله …) کلمات هم د اسل، ترپ، مسرپ او حوسله په بڼه لیکلی وای.
    تاسو لیکلی چی: (…که طالبانو تعامل نه وای کړ، نو بیا خو به سوله نه راتله. ټولو ته یې عفوه وکړه. همدا تعامل دی. دا چې دوی درواندیشي یانې تامل نه کوي دا د دوی غلطي ده او دا د تنویر صیب تفکر دی.) داسې فکر کوو چې تعامل د تامل په نتیجه کی کیږی، نو حتماً دوی تامل کړی، چې بیا یی تعامل هم وکړ. د دوی په چارو کی کومه غلطی نشته. په دی توګه ستاسو له ټولو توضیحاتو مننه ښه لارښوونه مو راته کړی، ستاسو د ډیر پراخ نظر او په پښتو ژبه د لورېینې څخه مننه. یقین لرم درنو لوستونکو ډیر څه زده کړل . نور بحث ته دوام نه ورکوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب