شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهډاکټر جلالي: ط په زور کارولو د خپل زوال امکان رامنځته کوي

ډاکټر جلالي: ط په زور کارولو د خپل زوال امکان رامنځته کوي

تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) ‏د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير ډاکټر علي احمد جلالي د طالبانو د وروستيو کړنو په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړي پر خپلې فيسبوکپاڼې لیکلي:«ملک کې چې حاکمې انحصاري ډلې غواړي خپله اراده د زور له لاری په خلکو وتپی د خپل زوال امکان را منځته کوي.»

جلالي زياتوي:«دا ډول حکومت د استعماري اشغال او حاکمیت بله بڼه ده چې ځان فاتح ګڼي او خلک ورته اسیران او مال ېی غنیمت ښکاري.»

دغه افغان سياستوال باور لري چې دې ډول حکومتونو دوام نه دی موندلۍ.

علي احمد جلالي وايي په تېرو ۷۵ کلونو کې څرګنده شوې ده چې اکثره دا ډول حکومتونه د ولس د نارضایتۍ له کبله په خوارۍ را پرزيدلي دي.

د طالبانو په اړه د علي احمد جلالي تازه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دې ډلې د بدلون په اړه په پراخه کچه د افغانانو او نړيوالې ټولنې نسبي هیله مندۍ په پای ته رسیدو ښکاري.

طالبانو په وروستيو کې د ځينو حیرانوونکو افراطي پریکړو او په سر کې، د نجونو له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو تر نا معلومې مودې تړلو د افغانانو او نړیوالو توند غبرګونونه پارولي دي.

په همدې حال کې نړیوالو له افغانستان سره د خپلو مرستو او له طالبانو سره د تعامل لړۍ کمزورې کړې دي.

4 COMMENTS

  1. دا بګیل غرب میشتی او غربپال سیاستوال اصلا حق نلری چه زمونژ د هیواد اړوند نظر څرګند کړی. د دوی او افغانستان یی سره څه؟

  2. زه فکر کوم طالبان به له دغو غرب کی میشتو څخه خوشحاله وی ځکه ددوی تیره دوره کی نه برق و نه اوبه نه جوماتو کی جینماز او لاسپیکر او نه سرکونه روغ و هیڅ شی هم نه و همدغو غرب کی میشتو وطن آباد کړ نیمایی خلکو شخصی موټر پیدا کړل تیلفونی شبکی جوړی شوی پوهتونونه حوړ شول د طالبانو دوره کی به د یوه تیلفون لپاره خلک پاکستان ته تلل افغانان له فقره حج ته نه تلل خو تیرو شلو کلونو نیمایی افغانانو حجونه وکړل او د ډوډی خاوندان شول دفترونه ټول ډک دی وسایل پریمانه دی او هرڅه موجود دی نو دا اوس د دوی لپاره لویه شتمنی ده چی له غربیانو راغلو څخه ورته په مفته کی پاتی شوه تیر حکومت خپل منځ کی بی اتفاقه و پاچاهی دوی ته پاتی شوه نو دا خو طالبانو ته د خوشحالی خبره شوه همدا اوس هم امریکه ډالر رالیږی نو تاند دی غرب کی مشتو پسې خبری نه کوی که هغوی مو خپه کړل ولاکه یو ډالر افغانستان ته راولیږی بیا به ټول له ولږی مړه شو بهتره ده غرب سره ګوزاره کوی زموږ هرشی د هغوی له برکته دی خپله هیڅ کمال هم نلرو ولاکه یو مړی جواری راته پیدا شی نو تانددی تبلیغات نه کوی کومه لاره چی امارت نیولی هغه سمه ده امارت امریکی سره مناسبات ساتی او چین سره خوشحاله ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب