شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د فرانسې د شپادسم لويي نامراده شهزاده

د فرانسې د شپادسم لويي نامراده شهزاده

(سې شنبه/جوزا اوولسمه) له نن څخه ۲۳۷ کاله پخوا د فرانسې د پاچا شپاړسم لويي کوچنی زوی لويي شارل د ۱۷۸۵ ع کال د مارچ په ۲۷ مه زېږېد. دی د خپل مشر ورور له مړینې وروسته د ۱۷۸۹ میلادي کال د جون په څلورمه د فرانسې ولیعهد شو.

د ‍۱۷۹۲ ع کال د اګست په درېمه د فرانسې د شاهي رژیم له نسکورېدو وروسته شپاړسم لويي له خپل پلار (شپاړسم لويي) او مور (ملکه ماري انتوانت)، ترور الیزابت او مشرې خور سره د پاریس په ټمپل کلا محبس کې بندي شو.

شارل وروسته له دې د اوولسم لويي لقب ترلاسه کړ چې پلار یې شپاړسم لويي د ۱۷۹۳ ع کال د جنورۍ په یوویشتمه د ګیوتین په وسیله اعدام شو. اروپايي هیوادونو او فرانسویانو د اوولسم لويي په توګه دی په رسمیت وپېژانده.

خو دغه کوچیني بندي په محبس کې هيڅکله د اوولسم لويي د امتیازونو د خوند څکه ونه کړه. دی څو میاشتې وروسته له خپلې مور ملکه ماري انتوانت جلا کړای شو او د سیمون په نوم بې رحمه بندساتونکي ته وسپارل شو.

دغه ظالم سړي به دا بې ګناه ماشوم واهه او سخت کارونه به یې ورباندې کول.د فرانسې د انقلاب د ترور د دورې له پای ته رسېدو وروسته د کنوانسیون جرګې منځلارو پرېکړه وکړه چې اوولسم لويي له هغو بندیانو سره تبادله کړي چې د اتریش امپراتورۍ په قید کې ول.

خو دا یتیم ماشوم د کلونو کړاو او بد چلند له کبله سخت ناروغ و او مخکې تر دې چې له اُتریشیانو سره مبادله شي د نري رنځ یا سل په ناروغۍ  د ۱۷۹۵ ع کال د جون په اتمه، بې له دې چې د پاچهۍ خوند وګوري، ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب