شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بل مخ، يوه ټولنيز فعال له پوهنتون څخه د خپلې...

د افغانستان بل مخ، يوه ټولنيز فعال له پوهنتون څخه د خپلې لور فراغت ونمانځه

تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان د میلیونونو نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځيو دروازې تړلي، په ننګرهار کې یوه ټولنيز فعال ډاکټر اسدالله ښاليز له پوهنتون څخه د خپلې لور د فراغت په خوښۍ په خپل کور کې مراسم جوړ کړي او عکسونه یې پر خپلې فيسبوکپاڼې خپاره کړي دي.

د مراسمو په خپرو شويو مراسمو کې د ډاکټر ښاليز د کورنۍ نورې ښځينه غړې هم لیدل کیږي.

ښاليز په خپل کور کې د مراسمو پر بینر ليکلي:«مننه لورې!مننه چې د خپلې برخې افغانستان جوړونې ته خوارې کوې.»

ډاکټر ښاليز زياتوي:«لور مې د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي په کادر کې فارغه شوه، پوهنتون يې د ستاينې او ډاډ ورکولو لپاره په ښکاره څه نه شول کولاى، د پلار په توګه يې ما خپل مکلفيت وګاڼه چې د خپل کور په انګړ کې ورته د مبارکۍ، ډاډ او ملاتړ ﺯمينه مساعده کړم.»

د نوموړي دا پوسټ له څو ورځو راهيسې د ټولنيزو رسنيو د افغان فعالانو په یوه تود بحث بدل شوی دی.

خلکو هيله ښودلې چې افغانستان به د طالبانو له لوري د ښځو او ټولو خلکو پر وړاندې وضع شويو افراطي قيوداتو ته تسليم نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب