جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهط البانو د ريیس الوزرا د لېرې کېدو اوازه رد کړه

ط البانو د ريیس الوزرا د لېرې کېدو اوازه رد کړه

تاند(پنجشنبه، د حمل ۴ مه) ط البانو نن اعلان وکړ چې د ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د لېرې کېدو اوازې ناسمې دي او هیبڅ حقیقت نه لري.

د طالبانو د حکومت یوه ویندوی انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه کښلي جې د ريیس الوزرا د تغبییر او تبدیل په اړه د ځینو رسنیو اوازې حقیقت نه لري او د اسلامي امارت د کابینې په نورو برخو کې هم کوم بدلون نه دی راغلی.

د یو شمېر کورنیو رسنیو په شمول ځینو بهرنیو رسنیو لکه سکای نیوز ویلي و چې په کندهار کې د کابینې په درې ورځنیو غونډو کې د ملاحسن پر ځای ملابرادر د ريیس الوزرا په توګه ګومارل شوی دی.

د سکای نیوز عربي چاینل دا هم ویلي چې سراج الدین حقاني د ملابرادر پر ځای د ريیس الوزرا مرستیال ټاکل شوی دی.

دې رسنۍ دا هم ویلي چې د کابینې نور غړي په خپل حال پرېښودل شوي دي.

د مصر بوابه الاهرام تلویزیون هم د کندهار په غونډو کې د طالبانو په کابینه کې د بدلون خبر ورکړی دی.

د طالبانو د کابینې د درې ورځنیو غونډو په پای کې د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ادلون – بدلون یادونه نه ده شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره د کورنۍ او بهرنۍ پانګونۍ د جذبولو هڅه وکړي، د برېښنا د تولید، د سړکونو جوړولو او د کانونو استخراج ته پام واړوي.

طالبانو ادعا کړې چې په کندهار کې د کابینې په غونډو کې د دوی لوی مشر ملاهبت الله اخوندزاده ګډون درلود.

1 COMMENT

  1. طالبان په خپله ژمنه ندي ولاړ، او یوه خوله هم ندي، او د افغانستان او افغان ملت ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته هم ژمن ندي، که نه نو دوی ولې د انجونو ښوونځي وتړل ؟! دوی ولې ملي بیرغ سره دښمني پالي ؟! دوی ولې د پنجاب ادارې او آی ایس آی تر بې حده زیات اغیز لاندې دي ؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب