پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاسلامي هېوادونو بيا په افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت غوښتنه وکړه

اسلامي هېوادونو بيا په افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت غوښتنه وکړه

تاند:(پنجشنبه، د حمل څلورمه) د پاکستان په کوربه توب د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په پرونۍ غونډه کې له طالبانو وغوښتل شول چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

دا دوه ورځينۍ ناسته چې د ۵۷ هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په کې برخه اخیستې وه پرون د يوه پريکړه ليک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په پریکړه لیک کې راغلي:«په افغانستان کې ثبات له ټولو قومونو د یو ګډ پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کولو ټينګېدلای شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د ښځو او ماشومانو په ګډون د هر قوم او مذهب حقونو ته درناوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په سړو سیمو کې د ښوونځیو په پرایستې سره یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو تک تر نانعلو وخته پورې بند کړ.

د اسلامي همکاریو سازمان په دې هم انديښمن دی چې ترهګر ښايي له دننه او بهر هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅو ته زیان ورسوي.

په پرېکړه کې ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو ډلو په پتڼځای بدله نه شي.

د اسلامي همکاریو سازمان د القاعده شبکې، داعش، د پاکستاني طالبانو د تحریک او ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ وسله والو ډلو نومونه اخیستي دي.

طالبانو بيا په افغانستان کې د بهرنيو جنګي ډلو موجوديت رد کړی، خو پرون د پاکستان د تحريک طالبان يو مهم مشر په کندهار ولایت کې ووژل شو.

د‌ طالبانو چارواکو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې پریکړه لیک ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي يادې غونډې ته ظاهرا له دې کبله نه و ورغلی، چې ګواکې د مېلمه په توګه بلل شوی و.

نن د چین د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته په سفر راغلی، چې ګومان کېږي متقي به له همدې کبله پاکستان ته خپل سفر ځنډولی و.

د طالبانو په استازولۍ دې غونډې ته د دوی د بهرنيو چارو وزارت لومړی سیاسي رئیس اکبر عظیمي او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر محمد شکېب ورغلي وو.

د اسلامي همکارۍ سازمان په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د بسپنې یو صندوق هم اعلان شو. دې صندوق ته نایجریا یو ملیون ډالره او مالیزیا سل زره ډالره مرسته اعلان کړه. خو د اسلامي همکار ۍ سازمان ريیس هیله وښوده چې نور هیوادونه به هم مرستې ته راودانګي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب