Homeخبرونهد چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی

تاند(پنجشنبه، د حمل ۴ مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن سهار کابل ته راغی او په هوايي ډګر کې یې د ط البانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هرکلی وکړ.

د ط. البانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د مولوي امير خان متقي په ګډون له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پراخولو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

پرون په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ټاکل شوې وه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف کابل ته  راشي خو په ناڅرګندو دلایلو یې سفر وځنډېد. همداراز د چین د بهرنیو چارو وزیر د راتګ په اړه هم ویل شوي وو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تر رارسېدو مخکې په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره د دوو هیوادونو پر خپلمنځي اړیکو او همداراز د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواوو د افغانستان پاکستان او چین د باندنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزو غونډو او په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د کنفرانس په اړه د نظر تبادله وکړه.

په راتلونکې اپریل میاشت کې به چین د افغانستان د شپږو ګاونډیو او همداراز روسیې د استازو د غونډې کوربه وي. د دې غونډې په اجنډا کې به د نورو مسلو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه هم خبرې وشي.

چین لېوال دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي څو چینايي شرکتونو ته د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لار هواره شي خو د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په شمول ځینې اقدامات د دې سبب کېږي چې د چین په شمول نور هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه شي پېژندلی. ښايي ښاغلی (وانګ يي) نن په کابل کې له طالب چارواکو سره په دې اړه خپله اندېښنه شریکه کړي.

4 COMMENTS

  1. چين بايد د طالبانو له رسميت پيزندنى دده وكري. دا خلك د حكومت جورولو او حكومت كولو توان او پوهه نه ل ي.

  2. وایي: کاروان تېرېږي، سپي غپېږي. آخر به ټوله نړۍ د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

  3. وایی د چین د بهرنیو چارو وزیر مسلمان کیږی نوځکه د ایمان راوړلو لپاره کابل ته راغلی دی ممکنه ده امریکا د دغه خبر د نشر مخه ونیسی خو زموږ هیوادوال باید خبر وی

  4. ,اوس نو د ط بوټ پاکان داسې په هره شبکه کې اخته دي او د ليکنو دوړې يي دي لکه په وچه خاوره کې يې چې کوم غمی پيدا کړای وي او هر سايټ کې په لاسونو د پښو تر مينځه شاته خاوره ټيله کوي او دوړي يې دي چې چينايي ماما يي راغلی…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...