جمعه, اپریل 26, 2024
Home+طالب ناکامه شو / ملاله لیلا 

طالب ناکامه شو / ملاله لیلا 

پرون مې غوښتل د نجونو پرمخ د ښوونځیو په بندولو یو څه ولیکم خو نه مې شوی کړای ځکه نه چې د طالب جهل راته نوی خبره وه، ځکه چې ما ویل راځه شااوخوا پوښتنې وکړه چې دا “فرمان ثاني” میرات مړی یې بیا لا څه دی.

د دې لیکنې لوستونکي که افغانان دي نو ورته به ووایم چې محترمو لوستونکو او که طالبان دي نو ورته به ووایم، وه له عقله خلاصو لوستونکو، “فرمان ثاني” هسې پلمه ده، اصلې خبره د طالبانو خپل مینځي شدید اختلافات دي. دا چې د دې سیاسي اختلافاتو قرباني یا هدف بې ګناه نجونې دي دا نو بیا د طالب بې غیرتي او جهالت ښکاروي.

په دې لیکنه کې غواړم درې ټکي بیان کړم.

۱. د نجونو پر مخ د ښوونځو په بندولو طالب خپل داخلي مشروعیت ضرب صفر کړ. د طالبانو له تیرې واکمنۍ په تجربه ولس په دې پوهېږي چې د طالب د ضعف نقطه ښځه ده. ټول په دې پوهېږو چې د ښځو د حقونو خبره چې وشي ملایان میرګي نیسي. نو ملت له ځان سره ویل، که طالب د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړه مانا یې دا ده چې وطن ته لا یو امید شته او طالب هغه پخوانی د پرمختګ ضد مخلوق نه دی، خو طالب متاسفانه پرون ثابته کړه چې همهغه زوړ ملا او همهغه زړې تراویح دي. په دې ډول طالب نه یوازې خپل داخلي مشروعیت چې سخت ضرورت ورته لري خراب کړ بلکې له د بې طالعې ولس روحیه او امیدګی یې هم ضعیف کړ. طالب که په داخل کې مشروعیت غواړي خپله دا لویه بې عقلي باید ژر تر ژره اصلاح کړي‌ او د نجونو ښوونځي پیل کړي.

۲. د طالب خپل مینځي اختلافات د جمهوریت د سقوط په هغه اول ورځ لا ښکاره ول. خو د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو فاجعې دوه پیغامه درلودل.

  • د طالب خپل مینځي اختلافات نهایت جدي دي. دوی په عادي خبرو لا نه سره جوړېږي. دوی د ښوونځیو د پیل تر هغې ورستۍ شیبې هم له یو بل سره په اتفاق لا نه ول رسیدلی او نه پوهیدل چې ښوونځي پیل کړي‌ که نه. د مجاهد په شمول طالب ویاندویانو چې مخکې تر حمله غټې غټې خبرې کولې چې د نجونو ښوونخي به پرته له کومې ستونزې پیلوي‌،  پرون ټوله ورځ پټ ول او د رسنیو زنګونو ته یې له شرمه ځواب نه شوای ویلی. بله خوا په کندهار کې د طالب چارواکو تر مینځ روانې غونډې هم ظاهرا بې نتیجه دي او ملا حسن اخوند په بغارو بغارو، ګل مرجاني کوي، زړه یې نه کېږي چې د رییس الوزرا له تخته ښکته شي.

  • طالبانو یو کمال درلود چې اختلافات یې لکه جمهوریت “دیګ بې سرپوش” نه ول چې د سرچوک د مجلسونو موضوع وي. خو د ښوونځیو له فاجعې وروسته ټول ملت خبر شو چې طالبان په خپل مینځ کې نه سره جوړېږي او دا نه جوړیدل دومره جدي دي چې مکتب غوندې عادي مسایلو کې هم تفاهم نه لري. اوس نو د طالبانو خپل مینځي اختلافات د سرچوک د عام خلکو څه چې د سرچوک د پوډریانو د بحث موضوع هم ده.

۳.د نجونو پرمخ د ښوونځیو په تړلو په خارجي سیاست کې طالب دوه لوی ضربې ولیدلې:

  • اول: د دوی مشروعیت پېږندل یې ناممکنه کړل. نړیواله ټولنه د نجونو د تعلیم په هکله شش و پینج نه مني. د ملا، مولوی، اخوند، افلاطون نه پوهېږم لقب یې څه دی د خارجه وزیر متقي د تیرو میاشتو تول زحمات لاهو شول. طالبان کې غواړي چې دنیا یې وپېږني باید په خپل مینځ کې چیز فهمو لکه متقي صاحب ته غوږ شي.

  • دوه: مخکې تر دې چې خپله دومه خبره ولیکم، اول غواړم خپل بې قراره ورور مجید قرار ته سلام ووایم. د قرار صاحب خبره بیخي سمه راوختله. متاسفانه طالب د ښوونځیو په نه پیلولو ثابته کړه چې ای.اس.ای پکې نفوذ لري. طالب که غواړي د افغانستان حاکم شي باید د پاکستان له نفوذه ځان خلاص کړي او که داسې ونکړي افغانستان به یې هدیره شي. د افغانستان ولس به بې وسه وي خو بی غیرته نه دی چې د پنجاب یرغل وزغمي.

که خپله خبره په یوه جمله کې ولیکم باید ووایم چې: طالب ډېره لویه غلطي وکړه چې د نجونو ښوونخي یې پیل نکړل. دا تیروتنه که اصلاح نکړي زوال ته دې ورځې شپې شمیري.

د ښوونځیو پاکو، باغیرته، لایقو نجونو ته غواړم ووایم،  تاسو هره یوه اتلانې یاست. طالب دوه لارې لري. یا به ستاسو ښوونځي پیلوي او ستاسو ټولو حقوقو ته به احترام کوي او یا به ختمېږي. نو هیلې مو زرغونې ساتي.

6 COMMENTS

  1. طالب دهغه ورځې ناکام دى چې زموږ دملى بيرغ بي حرمتي يې وکړه داڅومياشتنۍ ستونزې يوخوا دبيرغ بي حرمتي اودنجونو د مکتبونو بندول بل خوا دمرګ ترورځې به مې هيرنه شي

  2. د ټالبانو د نظام د پرځولو لپاره ډېرو قربانیو نشو کولای چې دومره لویه لاسته راوڼه ولري . دوی په خپله د خپل متکبر موجودیت ، حقانیت ، اسلامیت او افغانیت پرضد پرخپلو ځانونو اسناد وړاندي کړل .
    که خدای کول د ټالبي جهالت د له منځه تللو تایخ دوی په خپله ولیکه .

  3. طالبان دچا په سترګو کی ناکامه سول. د پلاستیکی روشنفکرانو په سترګو کی. پلاستکی فکرونه او پلاستکی مفکورو طالبان راوستلی او لا به نور هم دوی دطالبانو مرسته وکړی.
    دطالبانو مخالفین دومری له فکری وجکالی سره مخه دی چی تراوسه لا ندی پوه سوی چی طالبان ځومره آزاد دی. آته میاستی وسوی بیا هم دا پلاستکی روشنفکران په هغه خره سپاره دی چی امریکا ورکړی. مشروعیت او دښځو مشکل.
    داسی کسان به دچا په ګټه وی. له امریکایانو سوا دوی دبل افغان نر یا ښځی په ګټه نسی ګړیدای.

  4. سلام ښاغلي ثابت،
    طالبان دچا په سترګو کی ناکامه سول
    ۱ـ د نړی په سترګو چي مشروعيت نه لري.
    ۲ـ دافغانانو په سترګو چي د ټوپک په زور يي حوکمتي ټولي واګي په لاس نيولي
    ۳ـ دافغان اولس په سترګو کي ځکه طالبانو کوم داسي ټول ګټي کارنه ده ورته کړي.
    ۴ ـ له افغانانو يي شخسي ازادي اخستي.
    ۵ـ د افغان ښځو نه يي د کار ازادي په ټولو اومورو د ژوند کي اخستي.
    ۶ـ دعلم او معرفت مخه يي په افغانستان کي نيولي.
    ۷ـ له نړيوالي ليد لور نه نا خبره.
    ۸ـ د کاري ځوانانو تيښته د طالب له لاسه
    ۹ـ د کار پوه افغانانو ما يوسي چي کار نه ورکوي
    ۱۰ـ بي اعتباري په طالب چي نن د غواړي او سبا د مړ کوي.
    ۰
    ۰
    لنډه دا چي طالب بي پاکستان نه د هيڅ چا مشوره نه مني، طالبان په هغه خره سپاره دي کوم چي اي. اس. ای. ورته په ځل کړي او ته يي هم بي برخي نه يي پريښی.
    په فاړسي کي متل دي بي ادبي د معاف وي: ک. دادن ۰۰۰۰۰درويش چي پس چي پيش په د اعمالو چي طالبان يي کاروي نو خامخا به له منځه ځي.

  5. لټون صاحب خوښنه د تاسو ماده واری نوشتی څخه ، بلی دا قدیانی پنجابی پاکستانی چړیان د افغان ملت تامی بدبختی راوستلو لپاره د پنجابی پاکستان اوامرو عملی کولو ته ډیر وفاداره دی !!!!

  6. لټون صیب حقیقت نه لټوې بلکې ګډوډي او د پښتون تباهي ته لمن وهې ! دا نورې خبرې د ستمیانو او خراسانینو پرو پاګنده ده چې بی شعوره پښتانه یې مخ ته بیایې !!!خو دنجونو د ښونځي تړل به له هیچآ سره ونه منم ! بس همدا ۱۳ پيړۍ د ښځو حقوق خوړل بس دي نور یې نه غواړو چې حق یې څوک وخوري ! تاسو خو وخت لاره څه مو وکړل ؟؟؟ نه زیربینا شته نه روبینا !! غله وو غلا یې وکړه عشق یې وکه او و تښتېدل !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب