تاند- یوه استرالیايي کمپنۍ د داسې رېلګاډي پر جوړولو کار کوي چې د تېلو یا بېټرۍ د چارج کولو لپاره درېدو ته اړتیا ونه لري.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، استرالیايي څېړونکي په دې کار کوي چې د مځکې د جاذبې په قوې چارجېدونکی رېلګاډی جوړ کړي چې د چارج کېدو لپاره درېدو ته اړتیا ونه لري.
د دې رېلګاډي، چې (Infinity Train) به نومېږي، د تحقیقاتو لپاره ۵۰ ملیون ډالره بودجه په پام کې نیول شوې او ټاکل شوې ده چې په روانه لسیزه کې ورڅخه کار پیل شي.
دا رېلګاډی به یوه بېټرۍ ولري خو د دې لپاره چې د مځکې په جاذبې چارجېږي، د چارج اضافي وسایلو ته به اړتیا نه لري.
رېلګاډي ډېر ځلي د چارج کېدو لپاره په ساعتونو له کاره پاتې کېږي.
فورتسکیو فیوچر انډسټریز استرالیايي کمپنۍ دا طرحه وړاندې کړې ده. د انجینیرۍ دا کمپنۍ وايي چې د دغه رېلګاډي سیستم به د هایبریډ موټرو په شان وي.