دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپه هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان مېرمنه په ولادت مري

په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان مېرمنه په ولادت مري

تاند:(پنجشنبه شنبه، د حوت ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې راغلي چې د زيږون پر مهال د افغان ښځو د مړينې کچه لا هم لړزونکې او خطرناکه ده.

د ملګروملتو د نفوس د ادارې یا UNFPA په تازه راپور کې راغلي چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه افغان مېرمنه د زيږون پر مهال مري.

دې ادارې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسيتي تبعيض په موجوديت او دوام هم انديښنه ښودلې او ویلي چې له هرو دوو مېرمنو څخه يوه یې له جنسيتي تبعيض سره مخامخ شوې ده.

ويل شوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره دغه وضعیت نور هم بدتره شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړمه ورځ د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې د زيږون پر مهال د ميندو د مړینې پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.

دې ټولنې دغه راز په هېواد کې د طالبانو له واکمنیدو سره د څه باندې دوه زره روغتيايي مرکزونو د تړل کیدو او د ۷ زره ښځينه روغتيايي کارکوونکو په ګډون د ۲۷ زره روغتيايي منسوبينو د وزګارتيا خبر هم ورکړی و.

1 COMMENT

  1. ډیره د خواشینۍ خبره ده چی په یوشتمه پیړۍ کی هم زمونږ میندی خویندی هغه بنیادی روغتیايی خدمتونو ته هم لاس رسی نه لری.

    خو پدی کی هیڅ شک نشته چی د افغان میرنو او بیا په خاص ډول هغه میرمنی چی د خرابو شرایطو او بی وزلۍ له امله نه شی کولی په وخت سره د روغتیايی خدمتونو نه ګټه پورته کړی نو هرو مرو د زیږون په وخت کی د پیچیده روغتیايی شرایطو له امله ژوند له لاسه ورکوی

    له بده مرغه زمونږ د ټولنی جوړښت د میرمنو د مشکلاتو په حلو لو کی مرسته نه کوی بلکه ځنی فرسوده ټولنیز رواجونه ددې مشکلاتو په پیدا کولو او زیاتولو کی لا لوی لاس لری

    همدا راز د افغانستان واکداران نه یوازی د مسولیت اخستلو څخه ډډه کوی بلکه ددې مشکلاتو پړه هم په بل چا اچوی او یا يی الهی پریکړی بولی او ځانونه له هرمسولیت خلاصه وی
    پداسی حال کی چی په رسیدلو ټولنو کی په زیږون کی د میرمنو د مرګ کچه ډیره ټيټه او په ډیری اسانۍ سره ددا ډول مشکلاتو چی د میندو او ماشوم ژوند په خطر کی اچوی مخنیوی کوی
    له بده مرغه اوسنی واکداران خو میرمنو او نجونو ته د انسانانو په سترګه هم نه ګوری نو د میرمنو د مشکلاتو د حل لپاره تری امید لرل په خپل ځان ملنډی وهل دی
    ملګری ملتونه باید د خبرو په ځای دمیرمنو د مشکلاتو د حل لپاره عملی کار وکړی ترڅو ددې بدبختۍ څخه میرمنی وژغورل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب