دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپه عايداتي ادارو کې د ملايانو او نالوستو ګومارنې له توندو غبرګونونو...

په عايداتي ادارو کې د ملايانو او نالوستو ګومارنې له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي

تاند:(پنجشنبه شنبه، د حوت ۲۶ مه) د ماليې وزارت په لسګونه عايداتي بستونو کې د طالبانو له لوري د يو شمېر ملايانو او غير مسلکي يا نالوستو کسانو ګومارل کيدا په خواله رسنیو کې په پراخه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ماليې وزارت اړوند په آقينې بندر کې د شاوخوا ۷۰ تنو د ګومارلو خپاره شوي اسناد څرګندوي چې د دوی له منځه ايله څو تنه د لیسانس تر کچې زده کړې لري.

د نورو ډېرو ګومارل شويو کسانو په شهرت کې راغلي، چې يا ملايان، يا مفتيان، يا د دولسم، څوارلسم او پينځم ټولګي فارغان دي.

په دې ګومارنو کې د ځينو کسانو تعليمي سویه کې د « مجاهد» اصطلاح کارول شوې ده.

د ځینو ګومارل شویو کسانو بستونو ته بیا «د مولوي صاحب ملګری» ليکل شوی، چې دا د افغانستان په اداري تشکيلاتو کې د طالبانو له لوري يو نوی ايجاد شوی بست ګڼل شوی دی.

په ځينو نورو رسنیز شویو اسنادو کې لیدل کیږي، چې طالبانو د ماليې وزارت په اړوندو بستونو کې خپلو ګومارل شویو کسانو ته په پراخه کچه امتیازي معاشونه ټاکلي دي.

د پوهنتون استاد او سياسي څېړونکي سید خالد سادات په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې له يو لړ دغو اسنادو سره لیکلي:« سمه د فوټبال لوبه ده. ملايان ، چڼيان، د ځانمرګو بريدونو ملګري او نور بيسوادان چې د ښونځي مخ يې لا ندی ليدلی ښه په درز کې د مسلکي کدرونو پر ځای مقرريږي. دوی د شمال ټلوالي اسپونو خاوندانو غوندې له حساب او کتاب پرته پيسې وباسي. لاندې جدول کې د پيسو د ورکړې حساب دی. دا خلک هيڅ دنده، بانکي اکاونت، TIN او نور اسناد نلري چې وښايي ګوندې کارمندان دي، خو معاشونه يې له امتيازي سره يو ځای معتمد ته حواله کيږي.له ټولو ستر فساد دا چې دوه ورونه يې په يوه اداره کې مقرر کړي. د قانون له مخې د دندې پيل څخه تر يو کال پورې هيڅ امتيازي معاشونه نشي اجرای کيدای. اما د ملاکراسۍ او ملابازۍ په اداره کې تش په نوم جنګيالي کارمند ته د تقرر په اوله ورځ امتيازي معاش حواله کيږي. خپلو جنګيالو او چڼياتو ته ښه پوره معاش او آن پيش پرداخت ورکوي، اما معلم او مامورين چې ښه وځوريږي، وکړيږي او چيغې يې اسمان ته وخيژي بيا پر پنځمه مياشت خپل حق ورکړي. دا لا د پټي سر دی، دوي چې پروژې، پيسې او عوايد پيدا کړي بيا به يې سيل وکړئ. د غل او چورواکي لپاره فقط د هغه اراده بسنه کوي. نن دومره غلا کوي څومره چې يې وس رسيږي.»

سياسي فعال میرویس عمر خېل بيا په دې اړه داسې لیکلي دي:«په خپله قضاوت وکړئ چې وطن او ملکي اداراتو برخلیک کومې خواته روان دی؟علمي سویه او تحصیلات:
مولوي، ملا، طالب العلم، حافظ، وړه دوره، ۵ صنف، ۱۱ صنف، دوازده پاس، مجا-هد، د مولوي صاحب ملګری او….….!»

د طالبانو مالیې وزارت او تبلیغاتي مبلغينو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی پر ډېرو مقرریو نیوکې موجودې وې، خو په عايداتي ادارو کې د طالبانو دومره تمرکز د فساد په اړه ادعاوې زیاتې کړي.

طالبان‌ د جمهوري نظام په نسبت خپله يوه لويه ښيګڼه دا ګڼي، چې ګواکې لیکې یې له فساده پاکې دي.

د طالبانو له لوري د نيږدې ټولو ادارو څخه د مسلکي کادرونو ځوابول او پر ځای یې د ملایانو او جنګیالیو ګومارل د افغانستان د اداري چوکاټ د پاشتليا انديښنې هم رامنځته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب