دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې د واکسیناتورانو په وژلو د تورنو کسانو په پلوۍ...

په کندوز کې د واکسیناتورانو په وژلو د تورنو کسانو په پلوۍ ښځو اعتراضونه کړي

تاند:(پنجشنبه شنبه، د حوت ۲۶ مه) په کندوز کې يوه ډله مېرمنو د هغو څلورو کسانو د بې ګناهۍ ادعا کړې او ورته د احتمالي اعدام سزا په مخالفت راوتلي چې ويل کيږي د يو شمېر ښځينه واکسیناتورانو په وژلو تورن دي.

يوه ښځينه معترضه نویده خراساني وايي چې طالبانو له څلورو نیول شویو کسانو څخه په زوره په جرم کې د لاس لرلو اعتراف اخيستی دی.

د هغې په وينا، طالبانو له نیول شویو ځوانانو څخه يو تن يې له خپلې کروندې راوستی او د واکسیناتورانو په وژلو یې تورن کړی دی.

طالبانو د ښځينه معترضانو د دغو ادعاوو او د نيول شويو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.

دا هم نه ده معلومه، چې ياد شوي کسان به اعدام شي کنه، خو ځينو خلکو پر دوی د جرم د‌ ثابتیدو په صورت کې د د هغو د اعدام غوښتنه کړې ده.

 د روانې حوت مياشتي په پینځمه نامعلومو وسله والو په کندوز کې د پوليو واکسين ۷ تنه رضاکاران، چې يو شمېر ښځې هم پکې شاملې وې، والو ووژلې.

د دې پېښې مسووليت چا يا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو طالبان وايي چې په برید کې د مقاومت په نوم جبهې لاس درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب