جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+نېپټ پټونې/ امان الله نصرت

نېپټ پټونې/ امان الله نصرت

پېښور
ادب پوهان وايي په افسانو کې خيالي او غير واقعي عناصر او ماورايي او  خارق العاده کردارونه بنسټيز رول لري ،  فرضي، بې روحه او ناليدونکي اجسام او موجودات پکې پياوړي او غښتلي وي او دا يو داسې داستاني قالب او چوکاټ دی چې د انسانانو د بېلابېلو نظرياتو، دودونو،  عنعناتو او د خيالي موجوداتو فرضي او غير واقعي کيسې په خپله غېږ کې رانغاړي او کله کله د خيالي او مجازي جوړښتونو ترڅنګ رښتينې او حقيقي بڼه هم لري او د انسانانو د عملي ژوند پېښې او کردارونه ښکاره کوي او د يوې ژبې فولکلوريکه برخه او پانګه پياوړې او درنوی۰
ځينې افساني له رښتينو کيسو او نکلونو راټوکېږي خو ليکوال پکې د لوستونکو د لا خوښولو او پام را اړولو لپاره له دروغو او مبالغې له ورګډولو او زياتولو کار اخلي او له خپله ځانه پکې ځنې برخې پيوندوي او لاسوهنه پکې کوي۰
هره افسانه د يوې خيالي پدېدي په توګه له حقيقت څخه نه رازيږيږي بلکه خيالي او مجازي حالات او واقعات ترسيموي او په هغې کې ټول کرکټرونه د ونو، غرونو، نباتاتو، حيواناتو او نورو موجوداتو ي‎په شمول خبرې کوي او هر کردار ته پکې د وينا ژبه ورکول کېږي۰
سيف الرحمن سيد صيب په خپل کتاب انګازې کې د کيسې او افسانې د فرق په باره کې ليکلي دي چې (په افسانه او کيسه کې چې کوم غټ فرق دی کيسه د محض د دروغو واقعلتو بيانولو نوم دی داسې دروغ چې په انساني ژوند کې د کېدو امکان قدرې هم نه لري، ولې افسانه داسې کيسه وي که هر څو د ځانه جوړه وي خو په انساني ژوند کې د کېدو امکان لري۰ ددې نه علاوه د کيسو په واقعاتو کې ترتيب نه وي۰۰۰ )
د يو ښه او معياري افسانه ليکونکې کمال په دې کې وي چې فرضي پېښې او خيالي واقعات په داسې ښکلي انداز او د فن او تکنيک له غوښتنو سره سمې د کتاب پاڼو ته وسپاري چې د لوستونکو پر زړونو په اسانۍ کښينې او هغوی تر پايه له ځانه سره بوځي او د حقيقت او رښتياوو باور او ګمان ېې پرې راولي۰
افسانې چې له لرغونوزمانو راروانې او تر مونږ رسېدلي په پښتو ژبه کې د ګوتو په شمير ليکونکې لري  خو ددغه کمي باوجود د افسانو د سفر  لړۍ  په چټکتيا پر مخ روانه  ده او زمونږ درنو افسانه ليکونکو ښې په زړه پوري او معياري افسانې تخليق کړي او زمونږ د فولکلور دا برخه ېې له پېکه والي او کم رنګۍ نه تر ډېره حده ژغورلې ده۰
زمونږ اوسني کيسه او افسانه ليکونکې تر ډېره حده هڅه کوي او زيار باسي چې ښې او معياري افسانې وليکي او په هغې کې د ښکرورو دروغو او خيالي واقعاتو په ځای د خپلې ټولنې رښتينې  پېښې او حوادث راونغاړي او هغه د پښتو ادب د تاريخ پاڼو ته وسپاري۰
د تيرو زمانو کيسې چې په شفاهي ډول خوله په خوله مونږ ته رارسېدلي ډېره برخه ېې ماورای حقيقت، دروغ او غير منطقي وی او اصلا ېې هيڅ وجود نه درلور ، هغه کيسې به خورا لنډې او په خيالي بنسټونو ولاړې وي  او د انسانانو له ژوند ژواک او کړو وړو سره به ېې هيڅ اړخ نه لګاوه، خو اوس په دې برخه کې خورا اغيزمن او مثبت پرمختګونه شوي او کيسې او افسانې د چاپېريال پيښو، واقعاتو او حوادثو ته غېږ ورکړې او په خپله لمن کې د خپلو خلکو او چاپېريال روانې سړې تودې او لوړې ژورې په خپله سينه کې ځايوي او تر ډېره د رښتينو کردارونو، حالاتو او واقعاتو جريانات او انځور زمونږ مخې ته ږدي۰
نن سبا زمونږ پښتنو ليکوالانو زيات شمير د افسانو کتابونه ليکلي او د چاپ په ګاڼه پسوللي خو دا ټول کتابونه او يا ددې ګڼو کتابونو ټولې افسانې به په تول پوره او په معياري ډول نه وي ليکل شوې او ځينې خامۍ او کمزورۍ به پکې ضرور وي خو د کميت له پلوه ېې دا ميدان ګرم او تود ساتلی او د پوخوالي او معياريتوب په لور ګړندي او توند ګامونه اخلي او پر مخ درومي۰
پټ پټونې د ايازالله ترکزي د افسانو ټولګه ده چې د زر ټوکو په شمير په دوه زره او شلم ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کې  په اعراف پرنټرز، محله جنګي، پېښور کې په اخباري کاغذ کې چاپ او بازار ته راوتلې ده۰
ښاغلي ترکزي خپلې افسانې د پښتو ژبې نوموړي او خوږ ژبي شاعر اطلس ګل اطلس ته ډالۍ کړی او تړون ېې د خپل ګران ملګري، ښه ليکوال، کالم نګار او افسانه نګار صاحبزاده ډاکټر محمد اقبال اقبال په نامه کړی دی۰
د پټ پټونې په مخپاڼه ډېر ښکلی انځور ترسترګوکېږي چې د کتاب د نوم خيالي تصوير پرې ترسيم شوی او د انسان فکر د ماشومتوب د وختونود  پټ پټونې لوبې ته بيايي او زاړه او هير شوي يادونه ېې تازه او سترګو سترګو ته کوي۰
دا کتاب ټول ۱۳۶ مخونه لري چې  په پيل کې ېې تر ۳۳ مخ پورې د ادبپوهانو نظرونه او تبصرې  اوبيا  د ليکوال خپلې خبرې دي چې د کتاب په اړه ېې کړي او له پنځه ديرشم مخ نه د ليکوال افسانې پيلېږي چې د ټولو افسانو شمير ېې نهو ته رسېږي۰
ددې کتاب په شاپاڼه د ښاغلي ايازالله ترکزي د چاپ شوو اثارو نومونه د لوستونکو پام ځان ته را اړوي او په برنۍ برخه کې ېې د ليکوال ښکلی تصوير ليدل کېږي چې سترګې پرې خوږېږي۰
ښاغلي ترکزي خپلې د پټ پټونې افسانې د افسانو په ژبه ليکلي  او کومو کيسو او کردارونو ته ېې چې په خپل ليک کې ځای ورکړی هغه د خپل چاپېريال او ټولنې له واقعاتو سرچينه نيولې او د پردي توب او اجنبيت څرکونه پکې نظر ته نه راځي چې دده د افسانو رنګونه ېې  تت او پيکه کړي وي۰
ترکزي صيب د خپل محيط او خواوشا پېښې، حالات او کيسې په خپلو افسانو کې رانغښتي او د ولسي ژوند او پښتنې خاورې واقعات او ورځينۍ سړې تودې ېې د قلم نوکې ته سپارلي او هغه ېې په ډېر مهارت او هنري انداز ترسيم او انځور کړي دی۰
ترکزي په خپلو افسانو کې خوږه، ساده او عامه ولسي ژبه کارولې او ډېر خوندور او مناسب الفاظ ېې پکې پيېلي چې دده ليک ېې ښکلی او زړه راښکونکی کړی۰
څرنګه چې افسانې له افسون او جادو  څخه اخيستل شوي نو په رښتيا هم ترکزي صيب خپلې افسانې په داسې مهارت او په فني غوښتنو برابرې او سمې ليکلې چې د جادو په څير په لوستونکو ژور اغيز کوي او د هغوي فکر او ذهن ته ورننوزي۰
د ترکزي صيب افساني د خپلې پښتنې ټولنې له غېږې رازېږېدلي او روايتي رنګونه پکې جوت او ښکاره دي که څه هم د نوموړي يوه نيمه افسانه به د فن او تکنيک له پلوه ډيره غښتلې او په تول پوره نه وي خو د موضوع، هدف  او پيغام پله به ېې ضرور درنه او د پام وړ وی او د افسانوي ژبې ښکلا پکې تر ډېره حده خوندي او ژوندۍ ساتل شوې ده۰
د پټ پټونې لومړنۍ افسانه ګاوندي مخې ته راځي چې د يوې کليوالې ښځې  او د هغې د دوه ماشومانو د ژوند په کيسه راڅرخي۰   ګل پري او تورخان په مينه واده کړی وو او له واده نه وروسته نه وروسته ېې سره له دي چې غريبي ېې وه او تورخان به ورځ مزدوري کوله او د کور لګښتونه به ېې پوره کول خو د هغوی ژوند په دېره خوشالۍ تېرېده او د خپلو دوو ځامنو کمال او اقبال سره ېې خوشاله ژوند درلود۰
کله چې تورخان د مزدورۍ او کار پر مهال له بامه پرېوزي او مري د ګل پري په کور د غم توره خپسه د غم تور وزرونه غوړوي او د ګل پري او د هغې د دوه ماشومانو د بدبختۍ او بې کسۍ شپې ورځې پيل کېږي۰
  يوه ورځ چې  له څو ورځو دفتري سفر نه وروسته کورته راځي او د خپل کور او هم د ګل پري او د هغې د بال بچ  لپاره  حلوا راوړي او مور ته وايي چې دا يوه غوټه کې حلوا مې ګل پرې او د هغې يتيمانو ته راوړي ده او تاسو ېې ورته وروړۍ د بابو مور  بابو ته واېې چې  زويه  دا ورله پخپله يوسه زما  طبيعت خراب دی او بيا  بابو په  خپله د ګل پري کورته چې ددوی ګاونډۍ وه حلوا وروړي او څو شيبې هلته  خوا په خوا کښيني کيسې سره کوي او په لومړي ځل لېدو کې د دواړو په زړونو کې يو له بل سره مينه پيداکېږي خويو بل ته ېې اظهار نه کوي او بابو په زړه کې پټه هيله لري چې له ګل پري سره واده وکړي او هغه د خپل ژوند ملګرې کړي بابو ګل پرې ته ډاډ ورکوي چء وخت به د هغې او د هغې د ماشومانو پوښتنه به کوي، هر خواهش او هر ارمان به ېې پوره کوي او د هر ډول مرستې ډاډ ورکوي بابو چې کله له ګل پرې نه د تګ اجازه اخلي نو جيب ته لاس کوي او يوه اندازه روپۍ د ګل پري په لاسونو کې ږدي لاسونه ته زبېښي او له کوره اوځي۰
څه موده وروسته چې کله د بابو د خپل دفتر له خوانه چترال ته د درې مياشتو لپاره ځي  او له درې مياشتو وروسته چې دوباره خپل کور ته د راتګ تياری کوي نو د خپل کور او ګلپري لپاره ښه ډېره وچه ميوه اخلي او ځان سره پريکړه کوي چې کوته ولاړ شي نو مور ته به وايي چې د ګل پري رشته ورته وغواړي هغه چې په همدې خوږو خيالونو او رنګينو سوچونو کې کور ته رارسېږي نو مور ته وايي دا وچه ميوه يوه غوټه زمونږ او دا بله د ګأ پرې او د هغې د ماشومانو ده ته ېې ورته يوسه مور يي سوړ اسويلی کوی او په ډېره مايوسۍ بابو ته وايي چې ګل پرې خو دا پنځلس ورځې کېږي له خپلو بچو سره کوم خوا تللې او مونږ ته ېې درک او پته نه ده معلومه۰ بابو ددط خبرو په اورېدو خواشينی کېږي او د نا اميدۍ خولې ېې پو مخ راځي۰
بابو ته نور کلي کې پاتې کېدل او اوسېدل خوند نه ورکوي او ګل پرې مينه ېې يوه شېبه هم کرار او ارام ته نه پرېږدي۰
شپې ورځې تېرېږي او د بابو ۰په زړه د ګل پرې د مينې لمبې هماغسې په غروغرو بلېږي او هغه زوروي
يوه ورځ چې بابو د ګارډن پارک ته ځي هغه په يوه چوکۍ کښينو په همدې مهال دوه ماشومان چط هلته لوبېږي د بابو خواته راځي او هغه ته لاسونه ورکوي او ستړي مه شي ورسره کوي بابو هغوی پېژنې چې دواړه و ګل پرې ځامن کمال او اقبال دي نو له جوړ تازه وروسته له هغوی سره د هغوی کورته ورزي کله چې کور ته ننوځي نو په ګل پرې ېې سترګښ لګېږي خو ګل پري اوس هغه هغه خواره او سپېره ګل پري نه وي او قيمتي جامې ېې اغوستي وي او په يوه ښکلی قيمتي کور کې ژوند کوي۰
ګل پرې بېلابېلې  تازه ميوې او د څښاک شربتونه د بابو مخې ته ودي او او له بابو سره په میز کښېني
په همدې وخت کې له يوې کوټې نه يو زوړ بوډا چې امسا ېې په لاس کې وي رااوځي او ددوی خواته راځي
بابو حيرانېږي او کله چې له ګل پرې نه د هغې تپوس کوي چې دا بابا څوک دی نو نو ګل پرې ورته په غټو غټو ګوري او بابو ته وايي بابا ورته مه وايه ، دا شازلمی زما خاوند دی۰
څه ورپسې د نيازبين افسانه ده بيا  خوږلن افسانه مخې ته راځي همدغه راز ګوټي، د کوټې دېوال، اثر، خير ماره،، پټ پټونی او دلال افسانې لوستونکي تر اخره ځان سره بيايي او د هغوی فکرونه او ذهنونه  څو شېبې مشغول او مصروف ساتي۰
 اياز ترکزي د خپلو افسانو په دې کتاب کې د پښتنې ژوند حادثات او واقعات او د پښتنې ټولنې بېلابېل موضوعات او پېښې څېړلې او د خپل چاپېرېال کيسې او واقعات ېې د افساتو په چوکاټ کې رانغښتي او د پښتو ژبې او ادب مينانو ته ېې ډالۍ کړي دي چې د نوموړې دا کار په رښتيا هم د پښتو ژبې او ادب لپاره خورا ګټور او ارزښتمن دی او مونږ ورته د قدر په سترګو ګورو۰
زه په تلو تلو کې د ښاغلي ترکزي يوه لڼډه افسانه (خوږلن ) تاسو سره شريکوم او هيله لرم چې خوښه مو شي او له لوستلو ېې خوند واخلئ عظمی د کور په برنډه کې يو خواته په کټ کې ناسته وه، که هر څو ېې د کلي د ښځو خبرې او ګنګوسې تر غوږونو کېدلې خو دې ځان دومره کوڼ کړی و لکه چې دې هيڅ نه اوريدل، په سوچونو کې ډوبه غرقه ناسته وه، په يو غوږ به ېې د ګنګوسې اواز راغلو، دې چې فرمان معاف کړی وو نو له همدې وجهې نه لکه چې ددې ورسره لار وه، ځکه خو ېې واده ته ورسره غاړه ايښې ده، ګنې د خاوند ېې ټول يو کال برابر شواو دې بلا دادی نکاح ته غاړه کېښوده۰ بلې ښځې پکې په منځ کې اواز وکړو چې هۍ هۍ دا دومره کلک زړه چې په عدالت کې ېې د جج په وړاندې ووی چې ما معاف کړی دینو د خاوند قاتل هم څوک معاف کوي؟
بل اواز پکې وشو چې اول خو ېې مور معاف کړو نو دې غريبې به خامخا معاف کووځکه چې يو ځوب خو ېې مړ شو بل ځوی خو ېې نه شو پانسي کولای، ټول خو ېې دغه دوه ځامن وو۰ د عظمی په بل غوږ به اواز راغلو چې يه خورې! دا بعضي سړي دومره لالچ را په مخه کړي وي چې خپله وينه هم نه پېژني، ته وګوره تش په جايداد عرفان خپل ځوان جان ښايسته د ګل په شان ورور منصور په وينو ولمباوه، اوس به افسوس کوي دې فرمان ظالم دې ځوانې جانې ورندار ته هم نه کتل  او دې بوډۍ مور ته ېې هم نه کتل، بل اواز پکې راغلو دا هم ښه شو چې دا ورندار خو ېې پکې په نکاح کې واخيسته او د عظمی هم لوی زړه دی چې غاړه ېې ورته کېښوده، ګنې که لېور ډېر هم ښه شي خو چې د خاوند قاتل شي نو په بلا ېې وله۰
عظمی دا ټوا طنزونه اورېدل خو هيڅ ېې هم نه شو ويلی کور د کلي او د خپلو خپلوانو د ښځو نه ډک وو ډوډۍ ټولو خوړلې وه د نکاح تړلو انتظار وو، د منصور او فرمان مور چمنه ترور هم يو طرفته دوه بوډۍ ګانو ښځو سره ناسته وه، د خپل مړ ځوی منصور کيسې ېې ورته کولې، ځکه چې منصور او عظمی دواړو واده په مينه کړی وو ۰ د عظمی، منصور او د منصور، عظمی ډېره خوښه وه يو بل ته به ېې چې کتل من من  به  غټېدل خو بس د شيطان حرکت وي  د جايداد په تقسيم کشر فرمان د مشر ورور منصور وينه توی کړه، فرمان خپله حصه خرڅوله او انګلينډ ته ېې تلل غوښتل بس په څو فټه ځای باندې وران شول فرمان بالکل صبر ونه کړو او له خپل مشر ورور منصور نه ېې يو ډز پورته کړ چې په هسپتال کې ېې سا ورکړه۰ د عظمی په ريورټ پوليسو فرمان ونيو۰ عظمی چې کله د مړ خاوند سرته ناسته وه نو دا قسم ېې کړی وو چې زه به ستا قاتل ژوندی نه پرېږدم که زما مرګ پکې کېږي نو هم به ستا بدل اخلم۰
د څو تاريخونو نه پس په فرمان د پهانسۍ حکم وشو او د پهانسۍ کمرې ته منتقل شو۰ اول اول خو به ورته مور ملاقات ته نه ورتله خو په بار بار د فرمان په جوابونو اخر د فرمان ملاقات ته ولاړه فرمان به مور ته په ژړا ژړا وير کولو چې مورې ما معاف کړه مانه خطا شوې ده ما معاف کړه۰۰۰
همدغم شان چې څو ځله ېې مور لاړه راغله نو زړه ېې نرم شو نو عظمی ته ېې منت زاري شروع کړه خو عظمی کله منله اخر ورته د فرمان مور خپل سر ورسرتور کړ او لوپټه ېې ورته په پښو کې کېښوده چې لوري يو ځوی خو مې دغه شان مړ شو او اوس دا يو دی دا به هم پهانسي شي نو زما خو به ټوله دنيا ورانه شي عظمی د خاښې په منت باندې د مجبورۍ نه هم راضي شوه او معاف کولو ته تياره شوه چې بيا ېې مور د معافۍ درخواست وکړو۰
د نکاح نه پس ټول خپلوان او کليوال وخت په وخت خپلو خپلو کورونو ته ولاړل کور کې صرف عظمی او د فرمان مور چمنه ترور پاتې شول ځکه چې نور څوک ددوی به کور کې وو هم نه۰
ماسخوتن چې فرمان کور ته راغلو نو خپلې کمرې ته لاړو هلته عظمی په ساده بيډ کې ناسته وه فرمان کمرې ته دننه شو، نو عظمی څو منټه پس د کمرې نه اووتله، کچن ته ولاړه پۍ ېې پخې کړې، دوه ګيلاسونه ېې ډک کړل، واپس چې راتله نو نو په خواښې ېې نظر واچوو ، نو هغه غريبه هم د ډېرې ستومانۍ نه په خپله کمره کې پرته وه، عظمی خپلې کمرې ته دننه شوه او د کمرې دروازه ېې دننه نه ځان پسې بنده کړه۰
سحر چې چمنه ترور راپاڅېده نو ډېر ناوخته وو په ستومانه وجود د ډوب خوب په وجه ورته د وخت هيڅ پته ونه لګېده چمنې ترور عظمی او فرمان ته دروازه اووهله او د برنډې په کټ کې کېناستله لږ وخت پس چې دروازه کولاو نه شوه نو دوباره ېې په زوره زوره دروازه په لاس ووهله ، او دوه درې اوازونه ېې هم وکړل، چې پاڅۍ، ناوخته ده، خو د دننه نه هيڅ اواز رانغلو او چې ښه ساعت تير شو نو د چمنې ترور په زړه کې وسوسه پيدا شوه نو ګاونډي کره ېې اواز اوکړو او چې ګاونډي ېې دروازه ماته کړه او دننه ورننوتل نو عظمی او فرمان په بيډ کې داسې پراته دي چې بالکل څه حرکت نه کوي چمنې ترور دواړه وخوزول راوخوزول خو هيڅ مزه ېې ونکړه۰ چمنه حيرانه ولاړه پاتې شوه خو تش ېې د خولې نه را اووتل چې عظمی خپل قسم دې اخر هم پوره کړ۰
د ښاغلي ايازالله ترکزي صيب پټ پټونې ما ولوستې او تمه ده چې تاسو به ېې هم ولولۍ او په اړه به ېې پريکړه او قضاوت په خپله وکړۍ چې دا افسانې تر کومې کچې معياري او د فن او تکنيک په تول پوره دي خو زه د ښاغلي ترکزي دې هڅې او زيار ته د قدر په سترګو ګورم او هيله لرم چې د پښتو دا تاند او هڅاند ليکوال به په راتلونکې کې هم د افسانو ليکلو خپل مزل همداسې روان او ګړندی ساتي او پښتو ژبې او ادب ته به د لا زياتو کارونو او خدمتونو مصدر ګرځي۰
د پښتو ادب د لا پرمختګ غوړېدنې او ځلېدنې په هيله۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب