یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ته څرنګه یې؟ / فرشته جلالزۍ

ته څرنګه یې؟ / فرشته جلالزۍ

کابل د اګست په ۱۵مه سقوط وکړ.

له هغه راهیسې وخت ناوخت دا چې (ته څرنګه یې) پوښتنه راته راځي.

صادقانه وایم، زه  لا نه پوهېږم چې څرنګه یم.

داسې احساس کوم لکه په اسمان پورې چې راځړېږم.

داسې، لکه تر پښو لاندې چې ځمکه نلرم.

لکه یو وار چې مې په ترکیه کې ځان سمندر ته اچولی و.

مال، لامبو به مې زده وي.

خو نه مې وه زده!

لاس مې وهل، پښې مې وهلې، هیڅ شی نه و چې ځان ورپوري تکیه کړم.

سږي مي‌ له اوبو ډک شوي‌ وو، چیغه مې لا نه شوائ وهلائ.

ژوندۍ وم خو ږغ مې نه درلود.

له کله چې کابل سقوط کړی،  هغسې بې ږغه یم.

مړه غوندي یم.

نه پوهېږم چې څه وخت مې سمه ډوډۍ خوړلې ده.

په قهر نه یم.

هسې، خپه یم.

بیخي زیاته خپه یم.

دومره خپه لکه کوچۍ چې د څلورو دېوالونو بندیوانه شي؟

په چهاردیوال کې مې نفس تنګېږي.

لکه په کډي کې چې لوېدلې یم او هوا نمجنه ده ، دپه ده، ساه نه اخیستل کېږي.

اکثر د کور شاته  ځنګلګي ته ځم.

د دوا خان مینه پال اخري ږغ چې پر وټس اپ یې رالېږلی و بیا – بیا اورم.

دواخان دجمهوریت تر سقوط یوه اونۍ مخکې، وویشتل او شهید شو.

عکسونه یې پر سوشیل میډیا خپاره شول چې په وینو کې لت – پت پروت و.

ما ولیدل!

له هغه راهیسې  مجلس خوند نه راکوي.

له هغه راهیسې مې خلکو ته هم نفس تنګیږي.

خان زما ملګری و.

د جمهوریت د سقوط په اخرکې مې  دامریکا په سفارت کې وظیفه پیدا کړې وه.

دواخان ته مي پيغام ور واستاوه ، مال ولاړه سم که یا؟

دواخان راته ویل چې سفارت پرېږدم اوحکومت ته ورسم، جمهوریت ته !

دواخان ویل: تر سفارت، جمهوریت زیات ضرورت درته لري.

خو مال ، زه ډاریږم.

خان ویل:  دا خطر چې موږ وانخلو،  څوک به یې اخلي؟

خو ما ویل، داسې وخت به راشي چې جمهوریت به وي او جنګ به نه وي.

زموږ ملي بیرغ ته به احترام وي خو انتحاري به نه وي.

داسې وخت چې زموږ د هر وګړي‌ حق به یوه رایه وي او څوک به یې ګوته نه پرې کوي.

 داسې وخت چې ژوند به د مرګ  بیه نه وي.

ماویل ، کله چې جنګ ختم شي، بیا به په حکومت کې  کار کول اضافي جرات نه غواړي.

هغسې جرات چې ما هغه وخت نه درلود.

ما به ویل روم په یوه ورځ کې نه دی جور شوی، یوه ورځ به جمهوریت ته ورځم او دواخان به وینم.

ما به دا زمزمه کوله :

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښارمار نلري

منصور به ګرزي مستانه، ملا به دار نلري

خو اوس فکر کوم چې ښايي دواخان سم راته ویل.

ښايي دواخان پوهیدلی و چې منصور به په دار ځړیږي.

ښايي‌ هغه یې وخت و چې زه تللې وائ.

ښايي اوس به پوهېدم چې زه څنګه یم.

2 COMMENTS

  1. خورکی السلام علیکم !
    لیکنی دی ودردولم، ویی ژړولم، دواخان دی بیا یاد کړ، سره له دی چی د واخان او د دوا خان په شان شهیدان به هیڅکله هیر نشی، دجمهوریت ارمان ټولو سره دی، خو دمفسدینو او لنډغرو په ورکیدا خوښ یو.
    درنی خوری ! ټول همداسی یو، ځانونه راته ځوړند ښکاری لکه پر زمکه چی نه یوولاړ او علت یی مبهم برخلیک دی. ارمانونه او احساس دی دستاینی وړ دی. ملی اندیښنه لری او پوهیږو چی افغانستان درته ګران دی ژوندی اوسی . د میوندی ملالې پیغلې ځای دی خدای په هیڅ تاریخی پړاو کی نه تشوي. په درنښت

  2. ډیره مننه ورور جانه !
    خداي پاک دي‌ زموږ په ملک رڼا کړي.‌
    خداي‌ پاک دي وکړي‌ چې له دې طوفانه په خیر او سلامت ووزو.
    موږ خو بل څه په وس کې نشته نو هغه څه چې کولائ شو هغه باید وکړو.
    زه هم خپله ونډه ادا کوم،‌ حتی که ډېره محسوسه نه وي.
    خداي دي‌‌ په عزت کې لره.
    فرشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب