Homeخبرونهاروپايي ټولنه حقاني ته، افغانستان مو هیر نه دی، جګړې ته پکې...

اروپايي ټولنه حقاني ته، افغانستان مو هیر نه دی، جګړې ته پکې څوک نه هڅوو

تاند:(پنجشنبه شنبه، د حوت ۲۶ مه) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن او مل پلاوي يې په لومړي ځل د طالبانو له کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني سره، چې د نړيوالو ترهګرو په تور ليست کې شامل دی او امريکا پرې ۱۰ ميليونه ډالره جایزه ټاکلې، ليدلي دي.

د‌ طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې نیکلسن په افغانستان کې امنیت د ډاډ او خوښۍ وړ وباله، ویې ویل:«زموږ راتګ د دې ښکارندوی دی چې افغانستان مو هېر نه دی او هڅه کوو چې تل د افغانانو ترڅنګ پاتې شوو.»

طالبانو د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په قول ويلي: ‏«اروپايي ټولنه د جګړې پلوي نه کوي، څوک جګړې ته نه هڅوي؛ بلکې د سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره هڅې کوي او غواړي له طالبانو سره خپلې ستونزې د خبرو اترو او ګډ کار له لارې حل کړي.»

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر راغلي پلاوې ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغه مننه وکړه او دا ډول لېدنې یې د باور جوړونې په برخه کې اغېزمنې وبللي.

‏سراج‌ الدين حقاني ډاډ ورکړی چې طالبان په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی، هېچا ته به له افغان خاورې ګواښ نه پېښیږي او دوی هېڅکله هم د جګړې پلوي نه کوي.

هغه دغه راز ادعا کړې چې تېره شل کلنه جګړه د هېواد د ازادۍ لپاره مشروع مبارزه وه او اوس هم له نړۍ سره د مثبتو او نېکو اړېکو پاللو ته ژمن دي.

د اروپايي ټولنې سرچينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...