پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د اوکراین جګړه| دولت وزیري

د اوکراین جګړه| دولت وزیري

 روسیه ډېر ستر هېواد دی. له لویدیز څخه تر ختیځې پولې پورې په الوتکه کې يوولس ساعته مزل دی. دا ستر هېواد د تاریخ په اوږدو کې د سترو قربانیو په ورکولو سره ساتل شوی دی، ځکه چې پر روسانو خپل هېواد ډېر ګران دی.

د دې تر څنګ روسان ډېر جنګیالي خلک دي او تول ژوند يې په جګړو کې تېر شوی دی. کله له جاپان، کله له چین، کله له فرانسې، ډېری مهال له انګرېزانو، کله هم له مغلو او بیا له جرمني سره یې هم کلکې جګړې کړې دي. خو د شوروي اتحاد په ماتېدلو سره” ١٩٩٠ م کال” روسیه په ډېر بد اقتصادي او ټولنیز حالت کې راګیره شوله. جمهور رئیس ایلسن په نشو بوخت او خلک يې په ډېر بد حالت کې شول. مکمل سیستم يې بدل شو. له سوسیالیزم څخه سرمایه دارۍ نظام يې خپل کړ. هر څه نوي او يهوديان په واک کې شول. اردو، استخبارات او پولیس ډېر کمزوري شول. په دولتي او ملي سرمایه چور ګډ شو.

 امریکایانو چې له روسانو څخه د افغانستان په جګړه کې، په ویتنام کې د خپلې ماتې غچ اخیستی و، يوازې يې د شوروي اتحاد په ورانېدو بسنه ونه کړه. په چیچین، داغستان او قفقاز کې يې جګړې را تودې کړې. له شوروي اتحاد څخه جلا شوي د ختیځې اروپا او د بالتیک هیوادونه یې په ناتو کې شامل کړل. د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یې په لويه پيمانه کار پیل کړ. اذربايجان او ګرجستان یې عملاً د روسيې ضد سیاست ته وهڅول. له تروریزم سره د مبارزې په پلمه يې د ناتو سره یو ځای سیمې ته پښې را اوږدې کړې.

ملتپال روسانو دا هر څه ته په ځیر سره کتل. د امریکایانو او ناتو خپلسریو او يکه تازيو ورته خوند نه ورکاوه. د چارې په لټه کې وه.

 ترایلسن وروسته د پوتین راتلل ناڅاپي پېښه نه وه. هر څه ښه سنجول شوي وو. د پوتین له خوا د یهودیانو وهل او د یهودي مافیا ځپل اسانه کار نه و. د ګرجستان په ګونډو کول غربیانو ته سور څراغ و.

د ارمنیانو له خوا د نګرنو قره باغ نیول هم د ارمنیانو په ځواک ترسره نه شو، بلکې هغه هم د روسانو کار و. د چیچین، داغستان او قفقاز ارامول هم د پوتین لپاره ستره لاس­ته راوړنه وه. د اذربایجان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره له سره د اړیکو جوړول هم د پوتین ستره کارنامه وه.

د وسله والو ځواکونو رغول هم ترسره شول. د شانګهای د همکارۍ سازمان د اقتصادي همکاریو په پلمه رامنځ ته کول هم د پوتین د هلو ځلو یوه برخه وه. د غرب او امریکایانو پر ضد د سوريې تر څنګ درېدل هم د پوتین د قوت نښه وه.

د شوروي اتحاد له ورانېدو او د سړې جګړې له پای ته رسېدو سره چې د وارسا تړون ړنګ شو، روسان او ټوله نړۍ په دې فکر کې وه چې د ناتو سازمان به هم امریکایان ړنګ کړي. خو امریکایانو د دې پر ځای چې د ناتو سازمان يې ړنګ نه کړ د لا ځواکمن کېدلو لپاره يې مټې را بد وهلې.

په ناتو کې د ختیځې اروپا او بالتیک هېوادونو په شمولیت سره يې روسیه ډېره ناراضه کړه. د دې تر څنګ يې په اوکراین کې هم د لویدیځ اوکراین اوسېدونکي د روسيې پر ضد ولمسول. پر روسیه او اوکراین يې جګړه تحمیل کړه. دواړو خواو ته د روسانو وژل پیل شول.

وايي: دوه جنکۍ سره په غېږ ورغلې وې. ملا يې ریفري و. ملا پرېکړه وکړه چې هر یوې بایلوده، هغه به له ملا سره يارانه کوي.

دلته هم د امریکا هېواد دواړه غاړې جګړې ته راکش کړي. اوکراین به ویجاړ شي. د دواړو غاړو خلک به ووژل شي. د روسیې اقتصاد ته به ستر زيان ورسېږي. امریکا او غربیان به خپلې وسلې وپلوري. جګړه نه د اوکراین او نه د روسيې په ګټه ده.

هر څومره چې ژر د جګړې د پای له پاره یوې پرېکړې ته ورسېږي، د دواړو خواوو په ګټه ده.

1 COMMENT

  1. دۍسلاح ګانو لوی بی رحمه قدرتونه لکه روسیه ، امریکا + انګلیس او چین کوشش کښی وو او دی چی په مختلفو فریبیو سره وروسته پاتی مملکتونه چی ددوی قدرت پراختیا لپاره مفید واقع کیږی تر خپل تاثیر لاندی راولی دا ډول وحشت د هغه وخت اتحادی شوروی په ۱۹۷۳ کال کښی د خپلو تربیه شوو غلامانو په وسیله د کوتا فکره شهید محمد داؤدخان تر مصنوعی مشری شعار لاندی کودتا تر سره کړۍ شوه او دی دوره کښی ملی شخصیتونه زندانی او شهیدان کړۍ شول او ملت باندی ئی بیرحمانه بمباری جاری کړی او لږه موده وروسته د شوروی غلامانو دا تش پر نام د جمهوریت رهبر محمد داؤد خان له مینځه یووړل شو او افغان ملت ته واضح شوه چی محمد داؤدخان شورویانو د غلامانو په وسیله خپلو پلیتو هدفونو لپاره استعمال کړۍ شوی دی ، امریکا + انګلیس په عوض ددی چی د افغان ملت مقاومت د شوروی مقابل کښی صادقانه حمایه کړی هغوی د پنجابی پاکستان په تام ملاتړ مصنوعی تنظیمونه په قومی او لسانی شیطانی سره د تربیه شوو غلامانو په وسیله رامینځ ته کړل او ددوی په وسیله د افغان ملت جهادی مقاومت بریالتوب ئی دی ایجاد شوو تنظیمونو لپار جهان کښی تبلیغ کړۍ شو او همدارنګه امریکا + انګلیس په مادی او تربیوی کومک د مهاجرینو اولادونو باالخصوص د پښتنو لپاره ئی د طالبانو شعار لاندی مدرسی ایجاد کړۍ شوی وروسته د تنظیمو او مدرسو په هکله شکایتونه امریکا + انګلیس او پنجابی پاکستان ته وشول او ورته وویل شول چی افغان ملت صادق مسلمان ملت دی او د افغان مهاجرینو اولادونه باید د پنجابی پاکستان قدیانی شرائیطو باندی ونه روزل شی او که دا کار صورت ومومی نو راتلوونکی وخت کښی به افغان ملت او هم جهان ته ستر خطر شی اما دا حساسه موضوع ملی خائین خلیلزاد او پنجابی پاکستان په خندا داسی ځواب کوله ً کله چی شوروی اتحاد کوم مملکت باندی یرغل وکړی او اشغال ئی کړی نو بیا دوی ددی مملکت څخه نه ووزی لدی کبله باید د راتلوونکی وخت د شوروی دوامداره سردردی لپاره داسی افراطی مذهبی تنظیمونه او افراطی مذهبی مدرسی رامینځ ته شی اما بیا هم دوی ته تکرارآ ویل کیده چی شورویان په افغانستان کښی نشی پاتی کیداۍ او دا وروسته په اثبات هم ورسیده !!! وروسته مونږ شاهدان وو چی شورویان د افغان ملت په ستره قربانی وشړل شول او همدارنګه شاهدان وو چی امریکا + انګلیس او پنجابی پاکستان دا تربیه شوی تنظیمونه په کابل خوشی کړل او دی خائینینو کابل کښی دوزخی اور بل کړ !! دا دوزخی اور باید خاتمه پیداکړی وای نو لدی کبله د سویډن ، المان ، هالند او اطریش حکومتو نو سره تماس ونیول شو او ورته وویل شول چی په کابل کښی دا موجود حالت د زغملو ندی مونږ اماده یو چی ددی مصنوعی ایجاد شوو تنظیمونو څخه سلاح ګانی جمع کړو او پدی برخه کښی د تاسو ملاتړ غواړو نو کله چی دوی د ملا تړ امادګی ښکاره کړه نو پنجابی پاکستان ته په اخیر د ۱۹۹۵ کال مرحوم جنرال عبدالولی صاحب سره د مرحوم پخوانی پادشاه محمد ظاهرشاه سخن ګوئی وزیری صاحب ته ولاړل او هلته یو ګروپ د سلاح جمع کولو لپاره جوړ شو او دی ګروپ شپږ میاشتی ډیر ښه مخ تګ وکړ اما لږه موده وروسته اطلاع حاصله شوه چی خلیلزاد مسلسل پنجابی پاکستان ته سفرونه شروع کړیدی ددی په خبریدو د روم سره تماس ونیول شو نو مرحوم پخوانی پادشاه وویل چی خاطرجمع لره د مونږ او تاسی پروګرام په بریالتوب سره پر مخ وړاندی ځی لنډه دا چی دا خاطرجمعی وروسته غلطه ثابته شوه او د هغه وخت سلاح جمع کولو ګروپ وروسته له ۷ میاشتو په قتل ورسید او په عوض دا تربیه شوی د مدرسو طالبان روی کار کړۍ شول ، د امریکا + انګلیس منافقت د افغان ملت سره پوره واضح څرګند دی او چین مقتدر د قدرت سیاسی لاری تر اوسه روښانه ندی اما نښانی ئی ښکاره کوی چی چین د لوړو پروژو په وسیله خپل نظر کښی نیول شوۍ مملکت تر سینی لاندی کوی !!!!

    اوکراین ملت د روس وحشتناکه باداری د اتحادی شوروی وخت کښی تجروبه کړی دی او لیده کیږی چی د اوکراین ملت په ډیر متانت سره د خپلی خاوری او ازادی دفاع کوی او د اوکراین ملت منورینو له خوا د خپل ملت مقاومت صادقانه تمثیل کیږی او دا احساس د افغانانو منورینو سره پدی ۴۲ کالونو کښی ونه لیدۍ شو !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب