کلونه مخکې مې ځانته د زیان رسولو (د ځانوژنې هڅه) په اړه د کابل په روغتونونو کې د یوې علمي څیړنې لپاره له هغو ناروغانو سره چې د خان وژنې هڅه یې کړې وه مرکې کولې. یوې څوارلس کلنې نجلۍ خپل لاس قصدا زخمي کړی و او مشرې خور يې روغتون ته د علاج لپاره را وستې وه. نجلۍ له ژونده ډیره نهیلې ښکاریده او له ژونده يې بیخي زړه تور وو. ما يې د خپګان او لاس غوڅولو علت وپوښت، مشرې خور يې په ژړغوني اواز ځواب راکړ پریږده چې مړه شي. ما ورته وویل چې خدای دي نه کړي ولي داسي خبرې کوې؟ هغې ځواب راکړ چې اوس مشران بېلاري شوي او چې یو ځل سر ټمبه کړي بیا له خپل خره څخه نه راکوزیږي. زما انا وايي چې زما د ژوند اخري ارمان دا دی چې دا نجلۍ باید د هغې له لمسی سره واده وکړي او مخکې له دې چې زه مړه شم دا کار باید وشی خو د نجلۍ خوښه نه ده او دا يې څووم ځل دی چې د ځانوژنې کوښښ کوي خو انا له خپلې خبرې نه اوړي.
ما له ځان سره وویل چې خپله خو مري نو د دوو نورو کسانو ژوند ولي په جهنم بدلوي؟ کوښښ مې وکړ چې له مشرانو سره یې خبرې وکړم چې دا کار مو غلط دی خو کومه ګټه يې و نه کړه.
دا کیسه ځکه را یاده شوه چې زما یو نژدې ملګری چې له ډیر وخت وروسته له بهر څخه راغلی و او تر ما ډیر کشر هم دی تر ما ډیر زوړ ښکاریده. سړي ته مې وویل څه خبره ده خلک وايي چې په خارج کې میلې دي او سړي ژر نه زړیږی دا په تا څه شوي دي؟ سړي راته وویل چې له تا يې څه پټه زما ژوند هم دې مشرانو په دوزخ بدل کړی دی او زه هم ورته نه، نه شم ویلی. هر څومره پیسې چې ګټم دلته په وطن کې د مشرانو او کشرانو فرمایشونه هم ورسره زیاتیږي او یو يې هم دا فکر نه کوي چې زه هم اینده لرم ژوند لرم او باید خپلو بچو ته یوه اندازه بچت وکړم. زما ګناه دا ده چې د کورنۍ مشر اولاد یم او تر اوسه مي د دوی ټول نازونه وړي دي او اوس فکر کوم چې که زه ورته نه ووایم قیامت به جوړ شي.
په سړي مي ډیر زړه درد وکړ او ورته مي وویل چې زه به دې له پلار سره خبرې وکړم خو اجازه یې را نه کړه چې خبره به نوره هم جنجالي کړي. ما ورته وویل چې یوازینۍ د حل لاره یې دا ده چې مستقیما له هغوی سره وږغیږئ او خپلې ټولې ستونزې ورته ووايئ هغوی حتما ستا خبرې اوري. ویل يې دا کار ماته ډیر مشکل دی زه هغوی ته نه نشم ویلای.
دا کسان چې له ماشوموالي يې کورنۍ ستونزې لیدلي وي، د مور او پلار ترمنځ يې متقابل درناي نه وي موجود، په لویوالي کې هم بیځایه ویره (Anxiety) لري. دا کسان تل ځان ملامت ګڼي او فکر کوي چې د خلکو دا حق دی چې له دوی سره ظلم او زیاتي وکړي.
ستونزه دا ده چې زموږ په ملک کې ډیر کسان خپل حق نه پیژني. که تاسي یو ماشوم د کلونو لپاره د ورځې دوه ځله په دوامداره توګه چيچي، کله چې دا ماشوم لوی هم شي داسي فکر کوي چې دا چیچل او ځورورل ستاسي (د مشر) مسلم او خدای درکړی حق دی او که اعتراض وکړي دا به ډیره لویه ګناه وي حال دا چې دا اعتراض ګناه نه بلکی ثواب دی. د دې کورنیو مشران خپله هم ډیر کمزوري وي صحیح افهام او تفهیم نه شي کولی او د کورني مهمې پریکړې يې هم نور کسان ورته کوي. دې ډول زور زیاتي دا کسان د ناروغۍ تر کچې رسولي وي او دا کسان باید له ارواپوهانو سره مشوره وکړي تر څو بیرته په ځان بارو (اعتماد بنفس) تر لاسه کړي او د خپل حق د غوښتولو جوګه شي.
نوربیا
محمد اکبر پیمان