Homeخبرونهپه کابل کې د پاسپورټ دفتر بیا پرانیستل شو

په کابل کې د پاسپورټ دفتر بیا پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) د افغانستان د پاسپورت عمومي ریاست د پاسپورت په ورکړه کې له یوه ځنډه وروسته اعلان وکړ چې سر له نن څخه په پلازمېنه کابل کې د پاسپورت توزیع بېرته پیل کېږي.

په پام کې ده چې په کابل کې د ورځې ۳۰۰ پاسپورټونه صادر شي.

د پاسپورت د عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول شریف الله تسل وايي:«پخوا په کابل کې د پاسپورت د توزیع پروسه داسې وه چې موږ به هغو کسانو ته فوري پاسپورت ورکاوه چې د درملنې لپاره یې سفر کاوه او د ۳۰۰ تنو غوښتنلیکونه به مو انلاین ثبتول، دا پروسه به بیا پیل شی.»

د چارواکو په وینا، په ولایتونو کې هم د پاسپورټ د توزیع پروسه د نوي کال د رارسېدو په خاطر ځنډېدلې ده.

ښاغلي تسل په دې اړه وویل:«په ولایتونو کې د څه وخت لپاره موږ د پاسپورټ ورکړه ځنډولې ده. دا د درو ستونزو له کبله. لومړی په دې خاطر چې مالي کال په پای ته رسېدو دی، له دې امله به پروسه د څه مودې لپاره وځنډېږي، دوهم په ولایتونو کې ډېر اسناد راټول شوي چې باید وکتل شي او غور پرې وشي.»

په کابل کې کابو یوه اوونۍ وړاندې د پاسپورټ ورکړه وځنډېده. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ډېرې مودې لپاره د پاسپورټ دفترونه بند شول خو وروسته چې پرانیستل شول، د متقاضیانو د شمېر ډېروالي ته په کتو د پاسپورټ دفترونو د هغوی غوښتنو ته ځواب نه شوای ویلی، له همدې کبله د پاسپورټ دفترونه په ځلونو د پاسپورت د ورکړې پروسه ځنډولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...