یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلوېدیځ د روسیې ۳۰۰ ملیارد ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې

لوېدیځ د روسیې ۳۰۰ ملیارد ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) د روسیې د مالیې وزیر وايي، د لوېدیځ د بندیزونو له کبله د روسیې له ۶۴۰ ملیارد ډالره اسعاري زېرمو ۳۰۰ ملیارد ډالره کنګل شوي دي.

انتوان سیلوانوف پرون (یکشنبې) د روسیې له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، لوېدیځ پر چین هم فشار راوستی چې له روسیې سره راکړه ورکړه کمه کړي او د روسیې د ایوان (د چین پیسې) زېرمې محدودې کړي.

ده ونه ویل چې د  چین په پیسو (ایوان) د روسیې اسعاري زېرمه څومره ده، خو د روسیې د مرکزي بانک شمېرنې ښيي چې د اوکراین د کریمیا ټاپو د نیولو او له خپلې خاورې سره د هغې د یوځای کولو په خاطر د روسیې پر ضد د لوېدیځ د بندیزونو له پیله تراوسه روسیې د چین د ایوان د زېرمو زیاتولو ته جدي پام کړی او اوس د د غه هیواد د ټولو اسعاري زېرمو په سلو کې ۱۳ ایوان دي.

د روسیې په اسعاري زېرمو کې ۲۰ سلنه سره زر دي.

د روسیې د مالیې وزیر ویلي چې له چین سره به د روسیې تجارتي همکارۍ نه یوازې کمې نه شي بلکې نورې به هم زیاتې شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د چین د ګمرکونو د معلوماتو پر اساس، د چین په بهرني تجارت کې د روسیې ونډه ۳ سلنه ده خو د اروپا او امریکا ونډه ۳۲ سلنه ده.

د لوېدیځ د فشارونو له کبله د روسیې روبل په وروستیو درو اوونیو کې ۴۲ سلنه لوېدلی دی.

په همدې حال کې لسګونه روسي ملیاردران په خپلو شخصي الوتکو کې اسراییل ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب