سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه پنجشېر کې د یوه ځوان د وژلو په تور ۱۲ تنه...

په پنجشېر کې د یوه ځوان د وژلو په تور ۱۲ تنه نیول شوي

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) د امارت چارواکي وايي چې په پنجشېر کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په تړاو یې ۱۲ تنه نیولي او تحقیقات یې ورڅخه پیل کړي دي.

د پنجشېر امنیه قوماندان مولوي دادمحمد تاییدوي چې د دغه ولایت په خنج ولسوالي کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی خو په دې تړاو یې ۱۲ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

وژل شوي کس د خنج ولسوالي په متا کلي کې دوکان درلود. دا پېښه د یکشنبې په ورځ شوې او یو شمېر کلیوالو غوښتل چې د اعتراض په دود د هغه مړی د ولایت مقام ته یوسي خو مخکې تر دې چې دوی د ولایت مرکز ته لاړ شي، د پنجشېر والي مولوي قدرت الله کلي ته ورغی او هغو ته یې ډاډ ورکړ چې په قتل کې لاس لرونکي به د قانون منګولو ته وسپاري.

د کلي اوسېدونکي وايي چې وژل شوی کس ۴۸ کلن و او د طالبانو له لوري په خپل کور کې وهل شوی او وروسته یې مړی ورسپارلی دی.

د پنجشېر امنیه قوماندان دادمحمد ویلي د پېښې په اړه څېړنې دوام لري خو ۱۲ تنه طالبان، چې ګومان کېږي په دې قضیه کې به یې لاس درلود، نیول شوي دي.

تر دې یوه میاشت پخوا د پنجشېر په عنابه ولسوالي کې یو ملکي وګړی وژل شوی و چې له کبله یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو مظاهره وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی