جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهافغانفلم له شپږو میاشتو وروسته فعالیت بیا پیل کړ

افغانفلم له شپږو میاشتو وروسته فعالیت بیا پیل کړ

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) د افغانستان د فلم جوړولو ملي ادارې، افغانفلم له شپږ میاشتې ځنډ وروسته پرون (یکشنبې) د طالبانو د اسلامي امارت په چوکاټ کې کار پیل کړ.

دې ادارې د سالنګ د لویې لارې او د کمپنۍ د پُل په اړه دوه مستند فلمونه وښودل.

د افغانفلم ريیس مولوي شفیع الله افغان وايي چې د افغانستان د شل کلنې جګړې په اړه به هم یو مستند جوړ کړي چې په هغه کې به د ده په وینا د افغانستان یو تریخ تاریخ نندارې ته وړاندې شی.

د افغانفلم رييس مولوي شفیع الله افغان زیاته کړه:«سینما د ټولنې پر هره برخه اغېز لري؛ په تېره بیا پر روحیې. موږ غواړو چې پر فلمونو او سریالونو کار وکړو، ښځې به هم راسره په کار کې برخه واخلي.»

ده همداراز وویل، د افغان فلم کارکوونکو وکړای شول چې په کمو وسایلو دوه فلمونه جوړ کړي.

د مولوي افغان دا څرګندونې ډېرې امېدبخښونکي دي او ښيي چې طالبانو له تېرو تجربو زده کړه کړې او په ځان کې یې تغییر راوستی دی.

طالبانو په نوي یمه لسیزه کې د واک له ترلاسه کولو وروسته تلویزیونونه، فلمونه او عکسونه ناروا بلل او له منځه یې وړل.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي وویل چې رسنۍ او سینما د اسلامي پوځ په جوړولو کې مهم رول لري.

«موږ افغانفلم فعال ساتو او د شل کلنې سختتۍ او ورانۍ او د هغو کسانو په اړه چې له افغانستانه ووتل او نړۍ ته یې ناوړه تصویر پرېښود، فلمونه جوړوو، موږ دوی ته وایو چې خپل کار ته دوام ورکوو.»

عزیزي د افغان فلم چارې وستایلې او غوښتنه یې ترې وکړه چې له افغاني کلتور سره سم فلمونه چې خلکو ته مثبت پیغام ولېږدوي، جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشریاتو مرستیال او د امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل:«د جهاد په لړ کې موږ له دوو قوتونو کار واخیست؛ یو پوځي ځواک او بل ویدیوګانو چې موږ ته یې د سینما اهمیت راوښود.»

مجاهد زیاته کړه، د ځوانانو هڅولو، د هېواد پرمختګ، آبادۍ، اسلامي ارشاداتو او نورو هغو برخو کې چې په هېواد کې ورته اړتیا ده، ډېرو فلمونو جوړلو ته اړتیا لېدل کېږي.

1 COMMENT

  1. دير يو نيک او فوق العاده اقدام دي. خداي وکري چي طالبان همداسي انساني او اسلامي عملونو ته پياورتيا ورکري. او تول خلک خپل غيږ ته رو تول کري. انشاالله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب