جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته ۳۲ ملیون ډالره نغده مرسته راورسېده

افغانستان ته ۳۲ ملیون ډالره نغده مرسته راورسېده

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) د افغانستان بانک وايي، افغانستان ته د بشري مرستو په دوام کې ۳۲ ملیون ډالره نورې نغدې پیسې کابل ته راورسېدې.

د ملګرملتو له لوري دا مرسته په افغانستان کې د نغودو پیسو د ډېرولو او د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په لړ کې راستول شوې دي.

د افغانستان بانک د دې مرستې په خاطر د مننې ترڅنګ د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

دې بانک ویلي چې د هر هغه اقدام چې د بېوزلو د ملاتړ لپاره کېري او افغانستان ته اسعار واردېږي، هرکلی کوي.

له دې سره د افغانستان نړیوال بانک ته د سپارل شویو پیسو اندازه ۵۴۰ ملیون ډالرو ته ورسېده.

په وروستیو کې له بهره د ډالري مرستو د رارسېدو له کبله د ډالرو او نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت بېرته ښه شوی او اوس یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۹۰ افغانۍ تبادله کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...