جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل - مسکو ترمنځ به الوتنې بیا پیل شي

د کابل – مسکو ترمنځ به الوتنې بیا پیل شي

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) د افغانستان او روسیې د هوايي ملکي چلند چارواکو د کابل – مسکو ترمنځ د الوتنو د بیا پیل کېدو په اړه خبرې کړي دي.

روسي رسنۍ وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوايي ملکي چلن او ترانسپورت وزارت د روسیې د حکومت له استازو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

روسي رسنیو ته د دغه هیواد یوې حکومتي سرچینې وویل چې د روسیې استازو په کابل کې د طالبانو د حکومت د هوايي ملکي چلن او ترانسپورت له سرپرست وزیر ملاحمیدالله اخوندزاده سره لیدلي او د دوو هیوادونو د پلازمېنو ترمنځ د الوتنو د بیا پیلولو په اړه یې خبرې کړي دي.

د کابل – مسکو ترمنځ الوتنې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته وځنډېدې.

د دواړو هیوادونو د موافقې په صورت کې به افغان اریانا هوايي شرکت، چې ګڼو اروپايي هیوادونو یې په تخنیکي وجه الوتنې منع کړې وې، مسکو ته الوتنې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب