Homeخبرونههرات کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ شوي

هرات کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ شوي

تاند:( شنبه، د حوت ۱۴ مه) ‏‏د هرات په انجیل ولسوالۍ کې تېره شپه د یوې کورنۍ له ۵ غړو څخه سرونه غوڅ کړل شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو رياست د مطبوعاتو مسوول ثابت هروي ويلي چې په  وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ماشومان، يوه يې ښځينه او بل کس نارینه دی.

د طالب وياند په وينا د پېښې د عاملانو په اړه پلټنې روانې دي.

دې سرچينې د یادې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په دې اړه د خپلواکو سرچینو نظر نه دی ترلاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...