جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: ۳۵۰ زره کسيز پوځ جوړوو، هیڅ جنګیالی د کوم مجرم...

ملا حنفي: ۳۵۰ زره کسيز پوځ جوړوو، هیڅ جنګیالی د کوم مجرم د مجازات حق نه لري

تاند:(شنبه، د حوت ۱۴ مه) د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي ‏‏‏عبدالسلام حنفي نن د طالبانو د پولیسو اکاډیمۍ د محصلینو په فراغت په غونډه کې وويل چې د دوی حکومت د هیواد د امنیت د تامین او دفاع لپاره د ۳۵۰ زره امنیتي سرتېرو پوځ ایجادوي.

‏ملا حنفي دا هم وويل، چې پولیس په خپل سر مجرم ته سزا نه شي ورکولی.

دغه لوړپوړي طالب مقام ټينګار وکړ، چې دلته اسلامي محاکم موجود دي او د شریعت مطابق مجرم ته سزا تعینوي.

هغه دغه راز، د قاچاق او هر ډول بې بندوبارۍ د مخنیوي لپاره د پولیسو شتوالی مهم وباله.

‏عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې دا هم وويل، چې د افغانستان داخلي بوديجه د طالبانو د امنیتي ارګانونو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه کوي.

‏د‌ طالبانو د رييس الوزرا مرستيال دا هم وويل، چې افغان کدرونه د ځینو اندېښنو له کبله له افغانستان وتلي دي، خو دوی بېرته بلنه ورکوي، چې خپل هېواد ته راشي.

‏عبدالسلام حنفي زياته کړه، چې هیچا ته د سمت او قوم په نامه د افغانانو د وېشلو اجازه نه ورکوي، ځکه ټول افغانان د اسلام په چوکاټ کې ټول سره وروڼه دي.

مولوي حنفي يادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره پنجشنبه د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې طالبانو ظاهرا د موسيقۍ اوريدو په تور د واده د يوه هلک ورور او يو بل خپلوان په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

په يوه بله پېښه کې د طالبانو جنګياليو د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د واده له مراسمو څخه څو هنرمندان پرون را ويستي او په غاړه کې یې د موسیقۍ آلاتو له ځړولو سره د دوی سپکاوی کړی دی.

د طالبانو منتقدین وايي، چې د دې ډلې مشران په خبرو کې خپل جنګیالي له خلکو سره ناوړه چلند نه منع کوي، خو په عمل کې يې د خپلې بيا ځلي واکمنۍ په څه باندې شپږ مياشتينۍ دوره کې تر اوسه هیڅ کوم طالب جنګیالی د خلکو د وژلو یا شکنجې په تور محاکمه کړی نه دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب