یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني يو ځل بيا د دوحې تړون د عملي کیدو...

سراج الدين حقاني يو ځل بيا د دوحې تړون د عملي کیدو ژمنه وکړه

تاند:(شنبه، د حوت ۱۴ مه) ‏‏د طالبانو د حقاني شبکې مشر او د دوی د حکومت د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني نن د رسنيو پر وړاندې په خپله لومړنۍ وينا کې يو ځل بيا له امريکا متحده ايالاتو سره د دوحې د سولې تړون د عملي کیدو ژمنه وکړه.

ښاغلي حقاني وويل: ‏نړیوال وايي چې افغانستان نړیوال او سیمه ییز تهدید دی، خو موږ په دوحې هوکړه کې په خپلې هغې ژمنې ولاړ یو، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

‏سراج الدین حقاني په افغانستان کې د دوحې تړون خلاف د واک د نا سوله ییز لېږد ملامتي هم پر پخوانيو چارواکو واچوله او ويې ويل: موږ غوښتل د قدرت انتقال په سوله اییز او مسالمت امیزه توګه وشي، خو پخوانیو چارواکو زمینه برابره نه کړه او ګډوډي یې رامنځ ته کړه.

‏سراج الدین حقاني ومنله، چې د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان نه مسلکي کادرونه په تېښته دي، خو له هغوی يې وغوښتل چې په هېواد کې پاتې شي.

نوموړي وويل: زموږ مسلکي کدرونه اندېښمن دي او ځانونه پردي ښیي خو موږ ډاډ ورکوو چې تاسو ددې هیواد بچیان یاست او افغانستان ته خدمت مو شریکه وجیبه ده، زموږ هیواد هیچا ته تهدید نه دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير په نننۍ غونډه کې د خپل عمومي مشر ملا هیبت الله بيا- بيا يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د هغه له لوري د عمومي بښنې په اړه فرمان به عملي کیږي.

د طالبانو د حقاني شبکې مشر په داسې حال کې په لومړي ځل د رسنيو پر وړاندې څرګنديږي او د دوحې تړون د عملي کیدو ژمنه کوي، چې څو ورځې وړاندې له امریکا سره د طالبانو د سولې د دغه تړون د لاسليک دويمه کليزه پوره شوه.

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، چې د امريکا په استازيتوب یې یاد شوی تړون لاسليک کړی و، له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ټولې برخې عملي او په دې ډول په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت زمینه برابره کړي.

1 COMMENT

  1. اوف دا وحشي پدې شرمیدلې، خیرنه، غلامه او داړونکې مرداره قواره د یو پاک، ازاد،او اصیل ملت داخله وزیر شو. د شرم، خفګان، او تاسف ځای دی چې د زرهاو افغانانو بې رحمه قاتل اوس د همغو افغانانو ساتونکی ټاکل کیږي. بس اخره زمانه به همدا وي. دې لعینې کورنۍ د جنګیز، هلاکو او روس نه هم زیات افغانان وژلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب