ډاکتر نګین کرګر
داستایوفسکي په خپل د«رڼو شپو» اثر کې لیکي: «څنګه دې ژوند کړی چې کیسه نه لرې؟»
کله چې له ما نه غوښتنه وشوه چې، نا ویل شویو کیسو (Untold / write Afghanistan) کې د ژباړې دنده پر مخ بوځم، زما لپاره ددې نه بل ښه خبر نه و. دا ځکه چې ما تل په جلا وطنۍ کې ځان په رواني لحاظ وطن ته نږدې احساس کړی دی. په هر خبر او خواله رسنیو کې مې ملګري یواځې هيوادوال دي. زه ددوی هر درد او خوشالي محسوسولی شم، ځکه زه هیڅ کله ځان د جلاوطنۍ جغرافیې پوري تړلی نه ګڼم. ماته دومره کلونه داسې تېر شول لکه نن یا سبا چې به زه له دې ځایه وطن ته ځم حال دا چې زه دلته دایمي اوسېږم. د انتولد Untold یا افغانستان ولیکه د ژباړې کار زما لپاره داسې موقع وه لکه زه چې د وطن د ښځو سره له نږدې ګورم. د هغوی په هره لیکل شوې کرښه کې زه د افغانې ښځې جلاوطني، زده کړه او د یوې میرمنې درد او ویاړونه محسوسوم، کوم چې ډېر یې ما هم په ژوند کې تجربه کړي دي. دې کار ماته هغه احساس راوبخښه چې زه کولای شم د وطن پور ادا کړم چېرته چې زه زېږدلې یم، پښتو او دري لیک لوست مې زده کړی دی. انتولد یا د افغانستان ناویل شوې کیسې هغه بهير دي چې افغان ښځینه لیکوالانې پکې د وطن د هر ولایت نه راټولې شوې دي، او د دوی لیکوالۍ ته وده ورکول کیږې. دا پروسه د پیاوړو نړیوالو ایډیټرانو سره په کیسو کار کول دي او په نړیواله سطحه د کیسو محتوا نړیوالو ته وړاندی کول دي. په لومړي ځل د افغانو میرمنو ادبیات چې د ژوند د کیسو نه سرچینه اخلي په انګریزي ټولگه کې چاپ شوې.
زموږ نوی نسل چې د وطن څخه بهر اوسیږي، د هغوی لپاره د وطن په فرهنگ، دودونو، د مینی او زړورتیا د کیسو یو مثال دی. هغوی چې په مورنۍ ژبه لوستل نه شې کولای د وطن کیسې په نړیواله ژبه لوستی شي. هغوی ته به ډېرې پوښتنې راولاړې شي.
کله چې د الِهې کیسه ولولي، هغه څوک چې په ایران کې کډواله ده او د وطن درد یې د یو ځانمرګي ماشوم د کیسې سره پیل کړی دی. چېرته چې د ماشوم معصومیت ته د جنت او د مور د لیدو وعده ورکول کیږي، خو په بدل کې به یې د سپیلنیو لوګی کونکی ماشوم د واده په تالار کې ځانمرګی کوي. دا ریښتنې کیسې دي چې زمونږ د جګړه ځپلي ملت د ادبیاتو برخه ګرځېدلې ده. او یا د اجه د زړورتیا کیسه ولولي. هغه ښځه چې په پريکړه اوهوډ نیولو کې دومره قاطع ده چې د چې د البرز د غره په لمن کې پرته د چیمتال دره د سیلاب نه ژغوری، دا ځل د سپینو ویښتانو د شهزاده (زال) او دسیمرغ افسانه نده او یا د زال او رودابی د مینی کیسه د البرز د غره په لمن کې هم نده او هم د مولانا مخه ښې ته چې هجرت ته روان دي سره د امام بکری د پله نه ي لیدو و مخه ښې ته تیریده مریدان نه راځې، هلته اجه (نیا) سترګې پرانیزی او یوه سپین سری پیاوړی ښځه د البرز د غره په لمن کې رستم نه بلکه د تدبیر او همت یو الهام زیږېږوې، یواځې بی موره او بی پلاره لویه شوی اجه عمر خوړلی وې خو تدبیر او شهامت ته یی د البرز غر اودامام بکری د پله دسر نه ورته درومی مولانا مریدان سلامې کوې.
ارواښاد رازق فانی په خپل يو شعر کې وايي:« وایه پلاره مهاجر نوم دی که ښکنځله؟ پلار خپل زوی ته تشریح کوی که کومه شپه غله او انسان وژونکې ستا کور ته راشی او ته غواړی خوندی شی نو ته مهاجرکیږې.»، مهاجرت افغانانو ته داسی دی لکه ددوی ته چې په میراث ر سیدلی وی، د مدیترانی په سړو اوبو کې په لامبو بریالی نه شول او د نهنګانو او کبانو خوراک شول، په جمرود کې افغانی ښځی بی ستره شوی او د کارخانو په بازار کې خیرات ته کیناستیې.
دا ټپه يې لا انځوروي چې وايي: چا يې پلو ليدلې نه و ـ اوس دجمرود په غاړه ځي سرتور سرونه
د سعودی او د ایران مزدوری جګړه ځپلې ارواحو د یوی مړی ډوډۍ پسی لالهانده کړل، زیبا شکیب المانۍ لیکواله په خپل کتاب کې د افغانې مهاجری کیسه لیکې چې په پیښور کې د وحشی سترګو او د هوس ښکار ګرځې، او فرنګیس د بالښت د ۱۱۸۷۶ کیلومتره سفر هغه معنویت کیسه کوی چې هر مهاجر کله په بالښت سر ږدی نو د وطن هغه شیبې یی ورته زړه یو ځل ستونی ته راولی او د جلاوطنۍ تریخ خوند یی په خوله شې. څوک چې په غربت کې اوسیږې او د اروپا او د امریکا د رڼاګانو ښارونو کې هم ارامه احساس نلرې، د غربت بارانې سړکونونه ته لاخپلې ګیلې کوې، د وطن له هر خبر سره اوښکې تویوې، یا چې د برتانیې په ستیدیوم کې د وطن د کرکټ اتلان ګورې چې لاس په نامه خپل ملې سرود ته ولاړ دې او د انګریز په فضا کې د ویاړه ډک دری رنګه بیرغ رپیږې او ملی سرود اوري نو د خوښۍ اوښکي یی د سترګو نه وبهیږې او د هر افغان د زړه درزا هم ورسره مل شې او د جلا وطنۍ احساس یې د وطن د لیدو په حسرت بدل شې.
هغه وطن کوم کې چې ښځه د یوی کوچنې هیلې حسرت په زړه کې ساتی او د (پرند) چې مستعار نوم باندی خپله کیسه لیکې، راځې. هغه کیسه چې د یوی خوندی ځای یعنی دښځې دکور نه پیلیږې او دا ښځه د کورنۍ تاوتریخوالی قربانی ګرځې، چیرته چې ددی میرمنې کوچنۍ هېلې هم وټوکیږې او د زړه هنداره یی ماته شې د یوی کوچنۍ هیلې چې د یوی ګوتمۍ درلودل دی د لاسونو د پرې کولو په قیمت تمامیږې.
د بالزاک د سرازین کیسه د کلاسیک ریالیزم یوه ننداره ده او د ټولنیزو واقعیتونو یو بیان دی. ریالیزم باید د واقعیتونو انعکاس اوسي. دا کیسه نه یواځې چې د یوې ایډیالې ټولنې ننداره کوي د واقعیتونو بیان هم کوي. دا د تیاتر د ننداره کونکو کیسه ده چې غږ یې د نجلۍ وي او کیسه ویونکی په هغه میینيږي. کله چې د مینې اظهار کوي، نو دا ورته وایی چې دی کسترو یعنی خصي دی، دا ځکه چې هغه د اوپرا سندر غاړی دی. ددې لپاره چې غږ یې ځوان پاتې شي، نو له ځوانۍ مخکې باید خصي شي. دا په اولسمه او اتلسمه پیړۍ کې رواج و. نن داسې شی وجود نه لري. که څه هم هاغه وخت لا په پاریس کې هر انسان ازاد اوسیده، خو داسې کسانو کله هم ځان په ټولنه کې خوندي نه احساسوه.
“آیا ټول انساني احساسات په دې ډول د بې رحمانه بې باورۍ سره نه تحلیل کیږي؟”
بتول هم د بامیانو د بودا خاموشي ماتوي،دبتول سره د بودا د زغم کاسه نسکوره شې او ورته په ډیر زغم غوږ کې ووایی د ځان په لټه کې شه .دا د هغه ځوان کیسه کوي چې په خپل وجود کې دننه یوه ښځه وي. کله چې دی یواځې کیږې نو؛ د ښځو له جامو او سینګار نه د څو لمحو لپاره ژوند کوي. د یو ایجړا کیسه کوي چې د خپل پلار او کورنۍ د ناخوالو له لاسه کور پریږدي. دا زمونږ د ټولنې تریخ حقیقت دی چې یې نه منو. د هغه انسان هویت مونږ نه منو کوم چې همداسې زیږدلی دی. دا د افغاني ټولنې د محکومو انسانانو یوه کیسه ده. کوم چې په نړۍ کې دوه درې پیړۍ دمخه وه. بالزاک لېکې: «هغه یو واحد کس و چې جذابیت یې بېمثاله و، او ظرافت ته یې الفاظ نه وو. هغه ظرافت چې یواځې یوه ښځه یې درلودلی شي. یواځې یو انځورګر او د شور او شوق نه ډک قاضي داسې وي».
د بتول بله کیسه د دوو همسنګرو سرتېرو کیسه ده چې یو یې د جګړې په میدان کې لادرکه شی او دده ملګری، چې نه غواړي د ملګري ښځه او بچیان یې بې سرنوشته پاتې شي، د ده له میرمنې سره نکاح کوی. دا د هغې میرمنې درد دی کوم چې ورته ویل کیږي کونډه یې، او بیا شپږ کاله وروسته کله چې دا واده کوي او میړه یې ورته د لور د مزار په سر چې هدیره کې دعا کوي، مخ ته دریږي. دوی د جګړې کیسه او د جګړې د ژوندي پاتې شویو انسانانو کیسه کوي.
په دی کیسو کې موږ حقیقت وینو هغه حقیقت چې نه په رنګ دی نه په بوی ، نه په شور دی نه په سکوت، نه په قهر دی نه په عذاب، نه په خندا دی نه په ژړا، نه په درد دی نه په بی زخمه ناسور، نه په شور او نه په شر. هغه حقیقت دی کوم چې زمونږ د وطن ریښتنې کیسې دي. که پټ دي که ښکاره، لیکوال په حقیقت کې ځان لټوي. هلته چې دا پوهیږي په دې کې هم جنت دی هم دوزخ.
د صلصال او شمامې حقیقت د مینې په کیسه کې عاطفه لیکي. هلته چې د بودا د زغم تاریخ پروت دی، هلته مینه هم د ازل نه د لمر په وړانګو لیکل شوې وه او د امیر بند په شنو رڼو اوبو کې راڅرګندېده. عاطفه لیکي چې دوه میین څنګه بېلیږي. ځکه یو یې په سترګو نابینا شي اوکله چې ړنده نجلۍ د یو ړوند سړي سره واده کوي، ددي میین له لسو کالو نه پس راستون شي او بیا د مینې کورګۍ داسې وران شي لکه د بودا زړه چې په بمونو والوت.
ماری د ژمې کارغه او د افغانی مور د کړاوونوسره ژوند تشبیه کوی. کیسه د یوی ښځې د ژوند د دوه ساعتونو ده چې څرنګه خپل اولاد ته هم مور ده او هم پلار ده، هغه ټولنه کې چې ښځه د نفقی راوړلو مسولیت نلری خو د کیسی قهرمانه زرغونه دا کار کوي،هغه په ډیرو سختیو او په یوه پلار واکه ټولنه کې یو وخت ډوډۍ خپل اولاد ته برابروی.
د رڼا د کیسې حقیقت د پښتون د ټبر د ناوړه دود یوه کیسه ده. کله چې یوه ځوانه کونډه لیور ته په نکاح کیږي او دا په خپل هوډ او پیاوړتیا باور لري او نه غواړي چې دې نکاح ته تن کیږدي. ددې کیسه په پیاوړتیا، په ځان باوري او په شته امکاناتو کې د ګټې اخیستلو ختمیږي. هسکه د لیور له واده نه انکار کوي او د تناره د کلچو په پلورلو خپل بچیان ساتي. د هسکې په وجود کې حقیقت وصل شي او خپل سکون ومومي.
نعیمه چې د وردگ ولایت څخه ده، د مکتبۍ نجلۍ کیسه لیکي. هغه ولایت چې پکې د نجونو ښوونځي هیڅ شتون نه لري. د ښځو خپله خوښه ډېره په سختۍ اورېدل کیږي او دا شل کاله د جګړو ټاپو و. هلته په ډېره لویه کچه بنسټ پالي شتون لري. دا د خپلې خوښې په اړه لیکي او ټینګار کوي چې خوښه یې ومنل شي. د سرو موزو کیسه د یوې پیاوړې هوډ لرونکې ماشومې کیسه ده.
فاطمه د هرات په ښکلې طبیعت او د هریرود په شور کې د نادیه انجمن خفه شوی غږ بیا پورته کوی او د نجلۍ د بغاوت کیسه لیکې او دهرات دیوسلو شلو ورځوباد په شان اوبه د یوسلو شلو نه ډیرو ملکونو کې انګازې وکړې او دا ناویل شوي کیسه به کورپه کور ګرځې.
ملیحه د (چپلکې) کیسه کې د لښتې په اړه خبرې کوې. «لښته هغه کوچنۍ ماشومه ده چې پلار یې د اقتصادي کمزورتیا له امله په ورځو ورځو په بل ولایت کې کار کوي او دوي یې له هرې ورځینۍ مینې بې برخې دي. پلار د اولاد او اولادونه د پلار لیدو ته ورځې شماري. اقتصادي ضُعف له دوی څخه د ښه خوراک، پوښاک او ژوند حق اخیستی وي. اوږدمهاله جګړه او د جګړو پاتې شوني د دې لامل کېږي چې لښته د ودانې څانګې په څېر د کورنۍ له ونې وشوکول شي. کوچنۍ لښته او وړې آرزوګانې یې د هاوان په یوه درَز سره نابودې کېږي». د نجلۍ هېلې افغانستان کې څنګه چې کوچنۍ دی هماغسی زر نابودی هم شې، کله د هاوان په مرمیو او کله د ماشومی د ودولو کې.
د کورنیو تاوتریخوالی د نجونو د ژوند سره داسی تړلی دی چې بله لیکواله یی د ماشومی د ودولويا واده کولو نه پیلوې. کومه ماشومه چې یو سپینږیری ته ودیږې او ددی دود د منځه وړلو او ناوړو ناخوالو په هکله نړیوالو ته د بابا او هندوکش په غرونو کې انګازې کوی، او اباسین هم ورسره طوفانې شې، د امو سیند هم ورسره په قهرجنو څپو را درومې، دا د ماشومانو نجونو ودول د وطن د هر ګوډ کیسه ده او د دې ظلم ښکار شوی انسانان محکوم دی او د ژوند په حبس کې راګیر دي.
شریفه د لوستو ښځو ژوند په کاري ماحول کې لیکي. چېرته چې د میرمنو حق تر پښو لاندې کیږي. د ملګرتیا او د دوکې کیسه لیکي او یا د یوې نطاقې کیسه لیکي چې د جګړې په منځ کې خبرونه لولي او د کورنۍ او اقتصادي ستونځو سربېره له خپل کار سره مینه لري.
دوی لیکي:
«زه له افغانستانه کیسې ليکم. د افغانستان د خلکو د ژوند په باب لیکم، دا کار سخت زړه ور توب غواړي، ځکه چې پرته له شکه يو درد او ژور خپګان پکې پروت دی. په تېره بيا کله چې د کيسې کرکټرونه ښځې وي، خامخا لوستونکي په داستان کې بیان شوی درد او خپګان احساسوي. په دې کيسو کې مې د جګړې په کلونو کې د افغان عادي او معمولي ښځو ژوند انځور کړی چې څنګه د جګړې او خطر نه ډکو حوادثو په لړ کې کار، فعاليت او زده کړې کوي او خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر زيار باسي. اوسمهال ژوند زما په وطن کې بدل شوی. شپه او ورځ د ډزو، بمبارد، چاودنو او د امبولانسونو د آلارم غږونه نشته، خو نورې زياتې مسالې شته. له پخوا نه مې هوډ د ليکوالۍ د پاره غښتلی شوی. غواړم د دغو ټولو بدلونونو په باب وليکم چې راتلونکي نسلونه او نړيوال ترې بې خبره پاتې نشي.»
فاطمه د بودا د مغارو په زړه کې پرتې افسانې نه بلکه د هغو مغارو د اوسیدونکې نجلۍ احساسات بیانوي. د بابا په غرونو کې بودا په چیغو شې او د خپل غلبیل غلبیل ټټر کې د هغې نجلۍ غږ منعکس کړي چې خپل احساس ته چینجې نوم ورکوې، چې څرنګه د یوې نجلۍ احساسات په دې کې د چینجي په شان ځای نیسي او دا یې اظهارولی نه شي. او بیا فرښته د اتمې لور کیسه لیکي چېرته چې د نجلۍ زیږېدل په کور کې ماتم راولي.
مریم د کابل د خلکو کیسه لیکي، چېرته چې دا ژوند کوي او د غرونو ننداره، د مرغیو چغار او د کابل د بایسکل چلونکو نجونو د پیاوړتیا نه خوند اخلي. مریم یوه پیاوړې لیکواله ده چې د نوریه د یواځیتوب کیسه په هغه تصویرونو کې لیکي کوم چې د نوریه د مسافرو بچیانو دي، او د یوې سپین سرې یواځې مور د یواځیتوب درد بيانوي.
د رعنا کیسه بیا د ایران نه د یوې راستنې شوې مهاجرې کیسه ده چې د چا پلار یو جنګي قوماندان وي او د لوڼو د درلودلو او د میراث د نه ورکولو په خاطر دوهم واده کوي. نجلۍ د خپلې ناروغې مور چې الزایمر لري، په کابل کې اوسیږي او کار کوي چې په یوه ځانمرګي برید کې وژل کیږي او یواځې د کار ځای کارت یې موندل کیږي.
بله کیسه کې معصومه لیکي چې د سپو څه ګناه ده؟ د سر پل د بزکشۍ وزه د ښځو له ژوند سره تشبیه کوي، کوم چې د نشه یي او عیاشو نارینه و ښکار وي. دی د یو زحمت کش هلک او د چرسیانو نشه یانو د ژوند کیسه او د هغوی چال چلند له ښځو سره بیانوي. هغه میرمنې چې له سهار نه تر بیګا پوري قالینې اوبدي، د هغوی ژوند انځوروي. معصومه د سرپل د خوږو ممیزو او د شین چای د خوندونو کیسه نه کوی بلکه د قالین اوبدونکو ښځو چې د سهار مانځه نه تر نیمی شپې پوری د قالینو په هر تار او رنګ کې خپل ښځینه ظرافت په داسی هنر بدلوی چې نړۍ دی قالینو ته حیرانه وی او د ډیرو پادشاهانو د قصرونو سینګار ګرځې خو دا چې دغه میرمنې په کومو حالاتو دا په خپلو ظریفو لاسونو جوړوی ددی د هډوکو د درد نه څوک خبر ندی.
دا کتاب د جګړې د تخلیقي ادبیاتو او د واقعیتونو ننداره ده. زمونږ خلکو که له جګړې او مرګ ژوبلې سره ژوند کړی دی خو دا د نړیوالو سترګې پرانیږي، چېرته چې ښځې ته د دوهم جنس په سترګه کتل کیږی او د میراث برخه هم نه ورکول کیږی. چېرته چې ښځه د اولاد نفقه آوره او په ځان بسيا نه شی اوسیدلی. چېرته چې ښځې هم یواځې اوسیږي او د کورنۍ له تصویر سره مکالمې کوي. او چېرته چې په ظاهر کې هلک او په باطن کې نجلۍ نه منل کیږي. هلته چې هيلې راټوکیږي او نړیږي او غوړیږي نه. هغه د بدو طالع په کیسه کې د ناکامې مینې بیان دی. چېرته چې نجلۍ خپل ځان نه شي څرګندولی. او چېرته چې په کلیو کې داسې پیاوړې میرمنې هم شته چې په خپل تدبیر او هوډ سره د کلیوالو ژوند ژغوري.
زینب د دوو مکتبیو ملګروکیسه لیکي. د نېکبختې او شهربانو کیسه لېکي چې د سیدالشهدا په ځانمرګي کې یوه شهیده شي. دې کیسه کې د تعلیم لپاره د افغانو نجونو لیوالتیا څرګندیږي. کله چې مې دا کیسه ژباړله نو ورته ومې ژړل. څنګه چې نکېبخته د تعلیم لپاره لیواله وه زه هم وم. ما په دې کیسه کې ځان ولیده. او په هر حالت کې او آن جلاوطنۍ کې مې له تعلیم نه لاس وانخیست. یواځې زما او د نیکبختې توپیر دا وو چې هغه په وطن کې ځانمرګو پرېنښوده او ما پس له ډېر انتظار او د څو ملکونو نه تر تېریدو وروسته تعلیم حاصل کړ.
دا کیسې د افغانې ټولنې د حقیقت هنداره ده چې په حوادثو پوره څیړنه شوی ده او د پېښې د قربانیانو حرمت پکې په نظر کې نیول شوی، او بیا لیکل شوې دي. د تولستوی جګړه او سوله هغه کتاب دي چی لوستل یې هر چا ته د لوستلو پیاوړتیا ورکوي. د مینې او احساس کیسه او د وطن پالنې هره میړانه پکې لیکل شوې ده. دا کتاب په ۱۸۵۶ کې پیل شوی او په ۱۸۶۸ کې پای ته رسیدلی دی. په ۱۸۱۲ کې کله چې روسیه په ناپلیون بریالی شوه نو؛ دغه ناول ستالین په دوهمه نړیواله جګړه کې د وطن پالنې او میړانې لپاره د هتلر پر ضد کاراوه. دسولې او جګړې کتاب د تاریخ د څیړنې پر بنسټ لیکل شوی دی. همداسې دا ناویل شوې کیسې «زما قلم د مرغه وزر» هم د تاریخ د پاڼو هغه برخه ده چې ډېرو افغانانو په خپل وجود کې احساس کړې ده، چې اوسنی جلاوطنه او راتلونکي نسل ته حقیقت روښانوي.
افغانې میرمنې په ښکلا، په هنر د هیڅ چا نه کمی ندی یواځې د جهالت او وحشت قربانی دې. «قران وسوځیده د مانځه په سر ووژل شو ټول خاموشه و، د الله رضا وه، الله هم خاموشه وه. ویل یې تعویز مه لیکه ګناه لری غږ یې وکړ قران یې وسځوه کافره ده سنګسار یې کړئ، اول یې وښکنځله، بیا یې بیستره کړه، بیا یې د هغی په معصوم بدن د خپل هوس لاسونه ووهل اخوا دیخوا یې راکش کړه، ویښتان یې ورته کش کړل، مخ یې ورته په وینو ولړو، او تو لعنت یې ورته وویل، ځوان زوړ ماشوم، دریشی پوش، پکول پوش، با تعلیمه دوازده پاس بی تعلیمه هر تش په نامه نر ووهله او نورو تش په نامه نرانو ورته ویديو او خبر خپور کړ.»
«یوه پاکه بیګناه معصومه جینۍ، او د ټولنۍ نران، معلومدار چی بی وسې وه، بیا یې د موټر پوری وتړله، کش یې کړه، د کابل وچ شوی سیند ته یې ګوزار ګړه، او هلته یې پری تیږې واورولې، بیا یې ورته اور ورته کړ او د نرانو قهر او غصب ورورو ټپ شو کله چی د فرخندی د مړ کالبود نه لمبي پورته شوې.»
فرخنده هسکه غاړه ګرځیده هغه د قران معلمه وه، وړوکی تاقچه یۍ درلوده هلته یې کتابونه کیښودل. او ماشومانو ته قران سبق وایه، دا یې ووژله، د ملحدی په نامه. په رڼا ورځ «غیرتیانو!» سرتوره کړه. څه “نر!” کار یې وکړ.
د نرانو منځ کې ېوه معصومه جینۍ څومره بی وسې وه. مور او پلار ته یې ورته وویل تاسو ووایې فرخنده لیونۍ وه، ځکه لور مو بدنامیږې قران یې وسوځوه…… ددی دروغو سره هم الله خاموشه….. مور یې یل په تور پلاستیک کې یې تاوه کړې وه، ویښتان یې ټول سوځیدلې وه، بدن یې غونډ شوې وه،….هو د دروغو منلو ته ټول تیار و یواځې حقیقت د فرخندی کالبود وه.
ګنګ کردار یا ګنګسه فلسفه Ethics of ambiguity په دې هکله داسې وایې چې که غواړې ازاده اوسې نو کولاې شې چې خپل ځان په یوه پراخه راتلونکې کې چې د مسولیت نه ډکه اوسې تصور کړئ. دا ازادې کیداې شې ځینو ته بی مانا ښکاره شې، خو که ژور پری فکر وکړو هري ښځې چې یو مقام ته ځان رسولې ډیر دکړاونو تورونو او پیغورنو نه سخت مزل یې وهلې دې. بدبختانه چې زمونږ ټولنه کې سر پورته کول یا خپل غږ ایستل نه یواځې چې د نارینه وو غبرګون د کورنۍ او پیژندګلو پیغور او د ښځو حسادت راپاروې او همدا وې چې نجلۍ د کورنۍنه بلکه د ټول قام شرم وګرځې، ددې نجلۍ د بیشرمۍ مثال په هر کور کې وې.
د دې حقیقت په هیله چې ښځه هم انسانه ده، هغه چې یوه پياوړې شاعره ده که لیکواله او که قالین بافې کوې یا په کانکور کې لوړې نمرې اخلې، داکتره یا معلمه ده، ، یا که د دارلامان ماڼۍ کې مهندسه ده ، خبرونه وایې یا ژورنالسته ده، ګلدوزې کوې یا جامې ګڼډې، یا په کورني محفل کې د زړه له خلاصه ټپې او سندرې وایي، که جنراله او یا عسکره ده ، هغه که ماشومان لرې یا کله هم نه شې مور کیداې، هغه چې د رنګه توره ده یا سپینه ، هغه چې لوستې یا نالوستې ده، هغه ښځه چې په کاغذ رسامی کوې یا ښکلې رنګارنګ کوچیانې جامې جوړوې، هغه چې غوا او خوسي ساتي او په پټیو کې په سره لمر کې کار کوي، هغه چې خپل ماشوم ته شیدې ورکولې شې یا چې شیدې نلرې، هغه چې کومه ورځ ناروغه وې او استراحت ته ضرورت لرې. دا ټولې هنرمندی او پیاوړې دي، دوې د میړانې، وفا ښایست او وقار سمبول دي او ټولڼه د هغوی د نامکمله ټولنیز وجود ګناهکاران ښه به وې چې مخکې له دې نه قاضیان شو یو ځل ددې ښځو په ځاې خپل ځان راولو. او خپله بې سنده قاضیان نه اوسو کوښښ وکړو چې اقتصادی پیاوړتیا کې ورسره ملتیا وکړئ د نرواکۍ له بېړیو نه یې آزاده او د مکمل انسان په پېژندګلوي کې یې ورسره همغږي وکړئ.
کله چې د انتولد Untold د کیسو د راټولولو وخت و نو؛ مونږ پرته د لیکوال د نوم نه کیسې لوستلې او بیا مو غوره کیسې چاڼ کولې او تر هغه وروسته مو بیا له لیکوال سره اړیکه نیوله. دې کې د جګړې اوه ورځې کیسه هم وه چې د ټیم د هر لوستونکي پاملرنه یې ځانته راګرځوله. د یو هنر، تخلیق او واقیعت دردونکې کیسه وه. کله چې مونږ له لیکوال سره په تماس کې شوو نو؛ پوه شوو چې لیکوال یو ځوان دی. ماته د تولستوی خبره رایاده شوه چې ویلي یې دي:« وختونه درومي، خو ځینې خبرې همداسې پاتې کیږي.» دا کیسې د میرمنو لپاره غوره کیدې. نو پوه شوم چې ددې دردمند ولس په زړه کې څومره ناویل شوې نورې کیسې لا پرتې دي، او که دا ونه لیکل شي او ونه ژباړل شي تر ابده به دا ناویل شوې پاتې شي.
زما قلم د مرغۍ وزر دی د مک لیهوس پریس لخوا خپور شوی دکیسو مجموعه ده. د دوی د کار ملاتړ کولو لپاره ددی تړونی کیکاږئ.: http://untold-stories.org/
My Pen is the Wing of a Bird is published by MacLehose Press. Untold Narratives CIC works with writers marginalised in society by community or conflict. To support their work visit: http://untold-stories.org/