یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد پېښور چاودنې ته غبرګون، مجاهد: پر ملکیانو بريد هیڅ توجیه نه...

د پېښور چاودنې ته غبرګون، مجاهد: پر ملکیانو بريد هیڅ توجیه نه لري

تاند:( شنبه، د حوت ۱۳ مه) ‏‏په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د پېښور د قصه خوانۍ په يوه جومات کې پرونۍ چاودنه غندلې او ویلي: په ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ توجیه نه لري.

طالب وياند ويلي: په پیښه کې له ټولو متضررینو سره خپله ژوره خواخوږي ښیو.

‏د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بيا د ‎پکتیا ولایت د ډنډ پټان په جامع جومات او د ‎پېښور قصه خوانۍ بازار ته نږدې د امام بارگاه په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دواړه چاودنې، چې له امله یې گڼ شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شوي، غندلي دي.

حامد کرزي دغه پېښې بشري ضد جنایتونه او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل ګڼلي.

د افغانستان د وروستنۍ مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم ويلي، چې د پکتيا د ډنډ پټان پر یو مسجد او د پېښور ښار کې پر جامع مسجد شوې چاودنې په سختو ټکو غندي.

د يادونې وړ ده، چې د پيښور د پېښې مسووليت د داعش ډلې د خراسان ځانګې پر غاړه اخيستی دی.

د پکتيا د پېښې په اړه د طالبانو وياندويانو نه يوازې غبرګون نه دی ښودلی، بلکې په رسمي خبري رسنيو کې یې خبر هم نه دی خپور شوی.

5 COMMENTS

  1. د پکتيا د پېښې په اړه د طالبانو وياندو نه يوازې غبرګون نه دی ښودلی، بلکې په رسمي خبري رسنيو کې یې خبر هم نه دی خپور شوی
    دا دريز د ط دا څرګنده وي چي دا بريد طالبانو په خپله کړي، اوکه چيرته دا بريد بل چاکړی وي نو دا کم زوري د طالب د حکومت روښانه کوي.

  2. نور نو منافقت څانګه وي، پرون پورې يې په زرهاوو افغانان همدې ط په همدې بمونو او ځانمرګيو افغانان شهيدان کړل او په لکهاوو افغانانو يې بې کوره او بې پلاره کړل… نن بیا څنګه ط دومره خواخوږی سو،غمجن سو؟؟؟

  3. ط ته د افغان وینه رواح وه، ده او وي به. لعنتیانو تاسو خو د جنګیز نه هم زیات افغانان ووژل او اوس چې ستاسو د میندو د میړه په کور راغله نو توجیه نده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب