Homeخبرونهپه کابل او شاوخوا کې یې ط ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي

په کابل او شاوخوا کې یې ط ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي

تاند(جمعه، د حوت ۶ مه) د ط حکومت وايي چې درې ګونو امنیتي اورګانونو یې په کابل ولایت او شاوخوا سیمو کې د جنایتکارانو او اشرارو د تصفیه کولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت (استخباراتو) ځواکونو د دې ګډو عملیاتو قومانده د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم په غاړه ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا د دغو عملیاتو هدف د هغو برمته ګرو، مجرمانو او اشرارو نیول او له منځه وړل دي چې مخکې تر مخکې د طالبانو له لوري پېژندل شوي او تر تعقیب لاندې دي.

مجاهد دا هم ویلي چې له ډېر احتیاطه به کار اخیستل کېږي چې د عملیاتو په ترڅ کې عام ولس ته زیان وانوړي.

ده د کابل ولایت او شاوخوا سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د معلوماتو په ورکولو کې له طالب ځواکونو سره همکاري وکړي.

د طالبانو د ویندوی په وینا دا عملیات د کابل ښاریانو، سوداګرو او د افغانستان د نورو خلکو د امنیت د ښه کېدو لپاره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...