Homeخبرونهپوتین په بیلاروس کې اوکراین ته د خبرو بلنه ورکړه

پوتین په بیلاروس کې اوکراین ته د خبرو بلنه ورکړه

تاند (جمعه، د حوت ۶ مه) په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین پلازمېنې کییف ته نژدې شول، کریملین وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د خبرو لپاره چمتو دی چې بیلاروس ته یو پلاوی ولېږي.

د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف نن پر اوکراین د روسي ځواکونو د یرغل په دوهمه ورځ وویل، د روسیې ولسمشر حاضر دی چې د بیلاروس په پلازمېنه کې له اوکرایني پلاوي سره د خبرو لپاره جګپوړی پلاوی ولېږي.

تر دې پخوا هم د بیلاروس پلازمېنه مینسک د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی و.

د روسیې زرګونه پوځیان په بیلاروس کې مېشت دي او اوکراین وايي چې پر دغه هیواد یرغل د بیلاروس په شمول له څو خواوو شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وروستیو اوونیو کې څو ځلې له روسیې سره د خبرو غوښتنه کړې وه.

نن په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین پلازمېنې ته نژدې شول، ولسمشر زیلینسکي خپل ملت ته په وینا کې وویل:

«غواړم چې د روسیې د فدراسیون ولسمشر ته یو وار بیا ووایم. د اوکراین په ټولو برخو کې جګړه روانه ده. راځئ چې د خلکو د وژنو د مخنیوي لپاره خبرو ته کښېنو.»

د اوکراین د چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې دا هیواد حاضر دی چې د روسیې له لوري د جګړې د بس کېدو په شرط په ناټو کې د نه شاملېدو تضمین ورکړي او بې طرفه پاتې شي.

په همدې حال کې پوتین د اوکراین له پوځ څخه وغوښتل چې له روسیې سره خبرې وکړي او د اوکراین حکومت ته، چې ده «نازي ګانګ» وباله شا واړوي.

پوتین د جمعې په ماسپښین د اوکراین پوځ کودتا ته وهڅاوه، او هغه ته په خطاب کې یې وویل:«دا به زموږ لپاره لا اسانه شي چې تاسو په خپله واک په لاس کې ونیسئ.»

1 COMMENT

  1. ZELENSKY IS STUPID;HE MUST THOUGHT BEFORE. UKRIN LOCATE AT THE DOOR TO RUSSIA.
    HOW ZELENSKY TRUST AMERICA&NATO.
    SAME MISTAKE HAPPEN BY MOHAMMED DAWOOD FOR MER AFGHAN PRESIDENT.
    AND ASHRAFGHANI ALSO DID MISTAKE TO TRUST NATO&AMERICA
    NOW AFGHANS MUST KNOW. AFGHAN KING MARKHOOM MOHAMMED ZAHIR WAS SMART KING.
    I AM SORRY FOR UKRIN PUBLIC PEOPLES.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...