یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د پوستکي خارښت او درملنه یې

د پوستکي خارښت او درملنه یې

ډاکتر رحیم

سکبیس د پوستکي یو دول ځانګړې ساري ناروغي ده چې له sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي. دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ورباندې دېر اخته کېږي چې په مشترک دول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور …

هر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږي نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږي او ټول بدن یې خارښت پیدا کوي.

نښې نښانې یې:

۱ـ کله چی دا میکروب پوستکي ته داخل شي نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږي او دا خارښت د شپې له خوا زیات وي د ورځې له خوا کم.

۲ـ په پوستکي باندې وړې وړې سرې دانې را خیژي چې کله دیر وگرول شي نو وینه کوي.

۳ـ اکثره وخت خارښت د تناسلي الی په شا او خوا کې وي هم په ښځو کې او هم په نارینه وو کې.

۴ـ په ماشومانو کې د پښو په تلو کې د لاسونو په ورغویو کې او په تناسلي برخو کې ډ‌یر لیدل کیږي.

د مخنیوي لارې یې:

۱ـ که چیری مو په کورنۍ کې کوم چا جلدي خارښت درلود، هڅه وکړئ چې خونه یې جلا کړئ او د سکبیس تداوي ورته شروع کرئ.

۲ـ هڅه وکړئ چې خپل لباسونه سرچپه اوتو کړئ د ورځی یې لمر ته اچوئ او د شپې له خوا یې ازادې هوا ته اچوئ.

۳ـ هڅه وکړئ چې خپله کمپله، روجایي او توشک لمر ته واچوئ.

۴ـ که په کور کې مو هر څومره وګړي په خارښت اخته وي نو د ټولو په یوه ورځ تداوي شروع کرئ.

درملنه یې:

اول باید د خارښت ضد لاندې درمل توصیه شی:

Tab cetrizin

Tab Lorotidin

Tab fexofenadin

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ډاکټر صاحب رحیم! د احترام په وړاندې کولو سره؛ که سهوه شوی نه اوسم ؛ دې ناروغۍ ته (ګَرګ یا جُرب چې دا دوهمه ېې عربي نوم ده) وایی.
    بل داچې خارښت په ډیریو پوستکي ناروغیو کې احساس کیږي لکه مردار دانو؛ اکزیما ؛ تناسلي جلدي ساري ناروغئ او حتی زیړي کې …
    یوه یادونه چې غواړم دلته ېې وکړم ، هغه افغان ځوانان چې له ایران او ترکییې نه تر… یونان او ختیځې اروپا پر ستونزمنو لیارو مسافرئ کړاووونه تیروي ډیري ېې په ګَرګ یا سکبیس خارښتونو اخته کیږي چې غیر له ستاسو د توصیه کړو تابلیټونو ، یو ډول ټیوب ملهم هم ورکول کیږي چې ټول ځان باید پرې غوړ کړي او هره ورځ غسل وکړي ؛آن تر ۴–۶ اوه نیو پورې دوام ورکوي یعنې ډیره جنجالي درملنه لري.
    (وقایه یا مخنیوی له درملنې په پرتله ارزانه ده). مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب