یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسویډن او فنلنډ ته د روسیې خبرداری

سویډن او فنلنډ ته د روسیې خبرداری

تاند(شنبه، د حوت ۷ مه) روسیې د جمعې په ورځ سویډن او فنلنډ ته خبرداری ورکړ چې که دوی د ناټو د غړیتوب هڅه وکړه نو پوځي او سیاسي عواقب به ولري.

وروسته له دې چې روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین یرغل پیل کړ، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفا هغو هیوادونو ته چې هڅه کوي د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، د بدو عواقبو خبرداری ورکړ.

زاخاروفا په یوه خبري غونډه کې وویل: «فنلنډ او سویډن باید د خپل امنیت په خاطر د نورو امنیت ته زیان وانړوي او له ناټو سره د دوی یوځای کېدا سخت عواقب لرلی شي، ممکن له سیاسي او پوځي عواقبو سره مخامخ شي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وروسته پر خپله ټویټرپاڼه هم دې ته ورته ګواښ فنلنډ او سویډن ته ورکړ.

له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی دی، فنلنډ او سویډن اوکراین ته د پام وړ پوځي او بشري مرسته ورکړې ده.

پر اوکراین د روسیې د حملې یوه پلمه دا ده چې ناټو دې تضمین ورکړي چې اوکراین ته به غړیتوب نه ورکوي.

اوکراین غوښتل چې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي خو اوس دا هیواد وايي چې حاضر دی تضمین ورکړي چې د ناټو غړیتوب به نه ترلاسه کوي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې په غوښتنه مسکو او کییف بیلاروس ته پلاوي واستوي چې د جګړې د بس کېدو په اړه خبرې وکړي.

پوتین دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې روسي پوځیان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نژدې شول.

په همدې حال کې امریکايي ورځپاڼه دي هیل د متحدو ایالتونو د استخباراتو په قول وايي چې اوکراینیانو تر هغه څه چې اټکل کېده ښه مقاومت کړی دی.

په همدې حال کې داسې اټکلونه هم کېږي چې د روسیې له لوري د اوکراین د غصب کېدو په صورت کې ډېر احتمال شته چې روسیه په دغه هیواد کې له هغسي مقاومت سره مخامخ شي چې په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې ورسره مخامخ شوې وه.

پوتین په بیلاروس کې اوکراین ته د خبرو بلنه ورکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب