تاند (جمعه/د حوت ۶مه) — د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې هغو افغانانو ته چې په اوکراین کې ایسار دي ډاډ ورکړ چې په را اېستلو کې به یې مرسته وکړي.
د افغانستان سفارت نن پخپله فیسبوک پاڼه خپره کړې یوه اعلامیه کې لیکلي، «موږ په اوکراین کې د افغان اتباعو او محصلینو په حالت خبر او په دې سختو شېبو کې مرستې کولو ته چمتو یوو،»
په اعلامیه کې د سفارت ایمیل ادرس او وټس آپ نمبر ذکر شوي او په اوکراین کې له ایسارو افغانانو څخه غوښتنه شوې چې اړیکه دې ورسره ونیسي.
اعلامیه لیکي، «په لاندې شمېرو او برښنالیک پتې له موږ سره اړیکه وکړئ چې یو لیست ترتیب کړو او ستاسې د را اېستلو او ځای پر ځای کولو په برخه کې له کوربه هیواد او نورو مرستندویه سازمانونو سره خبرې اترې وکړو. موږ به تر خپله وسه کوشش وکړو.»
په داسې حال کې چې د ګڼو نورو هېوادونو چارواکو له اوکراین څخه خپل اتباع اېستلي یا یې په اېستلو بوخت دي، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اړوند یو دیپلوماتیک مقام له اوکراین مېشتو افغانانو سره د را اېستلو په برخه کې د مرستې ټټر وهي.
روسیې د حوت په ۵مه سهار وختي د اوکراین په ګڼ شمېر ځایونو باندې د بمونو او توغندیو بریدونه پیل کړل، او اوکرایني چارواکو د تېرې ورځې په پای کې وویل چې د برید په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.