یکشنبه, مې 19, 2024
Home+اوکرایین / فرشته جلالزۍ

اوکرایین / فرشته جلالزۍ

ممکن موږ په اصل کې د نورو په غم نه خپه کېږو.

ممکن ، موږ د نورو او ځان په غم کې مشابهتونه لټوو .

ممکن، هغه مشابهت زموږ غم تازه کوي او بیا د خپل غم په اینه کې له نورو سره د خواخوږۍ احساس ګورو؟

ښايي نه یې سم تشریح کولائ، هر څه چې دی، زه اوس همداسې احساس لرم ، په اوکرایین خپه یم.

نن سهار چې له خوبه راکښېنستم، هر ځاي د اوکراین کیسه وه.

فرشته جلالزۍ

بي بي سي، نیویارک ټایمز ، واشنګټن پوست… ټولو پر اوکراین خبرې کولې.

اصلا، فکر کوم چې له کله راهیسې چې داوکراین غم تود سوې،  دافغانستان غم سوکه – سوکه په سړېدو دی.

خو زه په اوکراین کې افغانستان وینم.

سهار مې له ځانه  سره فکر کاوه چې نن به د اوکرایین په یوه ښار یا کلي کې څومره نجونې دجنګ په ږغ له خوبه را ویښې شوې وي؟

مثلا، یوه پينځه کلنه نجلۍ به د  پلار کلکو ، زورورو لاسونو د خوب له ځایه را پورته کړې وي.

مخ به یې نه وي‌ مینځلی.

سر به یې نه یې ور ږمنځ کړی.

د مور وارخطا او سړو لاسونو به په بیړه کوټ ور اغوستی وي.

هغه نارنجي کوټ چې د زړه په سر یې د تورې مرغۍ عکس دی؟

سهارونه څومره یخ وي، د سهار بادونه څومره ساړه وي،  غومبوري به یې ور سوځولي وي.

له کوره به یې  په منډه ایستلې وي.

لارې به له خلکو ډکې وي.

خلک به منډي‌ وهي.

چابه دچا لاس نیولی وي.

څوک به د چا تر شا روان وي.

د چا به بکس په لاس کې وي.

د چا به کوچنی په غېږ کې وي.

نجلۍ به پوښتنه  کړی وي:‌ موږ چېري څو؟

د چاودنو په درنو اوازونو او د خلکو په چیغو کې به یې کوچنی ږغ ورک شوی وي.

خدای خبر چې څومره کسان به چې تر شا روان وو، له شا ویشتل شوي او له منډو پاتې شوي وي؟

خدای خبر چې څومره کسان به چې مخې ته تلل، له مخې لګېدلي وي او هغه چې تر شا روان وو، پر جسدونو ختلي او تللي وي؟

انجلۍ به د خپل پلار لاس ټینګ نیولی وي.

 نور به یې یخ نه کېږي.

وېره په وجود کې حرارت تولیدوي.

خو د مرګ له وېرې ؟

که د ورکېدو له وېرې؟

خداي خبر چې څومره لوي لاسونه به له لویو لاسونو ختلي وي؟

خداي خبر چې څومره کوچني لاسونه به له لویو خطا شوي‌ وي؟

خدای خبر چې د وېرې او تېښتې په اوج کې د غرقو انسانانو له منځه به  څومره کسان به له څومره کسانو پاتې شوي اوورک شوي وي؟

امریکایی روانپوه ، ابراهم ماسلو باور لري چې د تعلق احساس دانسان له پينځو بنیادي ضرورتونو دی.

له هغه څه چې موږ ته اشنا دي‌ د تعلق د شلېدو احساس وحشتناک دی.

خو ماسلو وايي چې د انسان بنیادي‌ تلاش د ژوندی پاتې کېدو لپاره دی.

ښايي همدا دلیل دی چې انسان  کله د ژوندي‌ پاتې کېدو لپاره له اشنا سره دتعلق شلولو تیاریلادئ سي.‌

زه نن پر ټولو هغو کوچنیو اوکراینیو نجونو فکر کوم چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید وتښتي.‌

زه په هغوي کې ځان وینم.‌

زه په هغوي کې هغه افغانانې ماشومانې وینم چې د ژوند لپاره وتښتېدې او ورکې شوې .

زه په هغوي کې هغه افغانې ماشومانې وینم چې د ژوند لپاره تېښته غواړي خو د تېښتې لارنلري.

ما نن د خپل غم غلطولو لپاره د  اوکرایین د عزیزې لیکوالې ، لیسا اوکراینکا دا شعر پښتو ته را واړاوه :

Contra Spem Spero (له امید سره په ضدکې، امېد ساتم)

لرې سئ  د تورو فکرونو تیارو!

د مني تاریکو سیورو!

دلته په سرو زر کې نغښتی پسرلی راغلی

زما ځواني ولې داسې په غم تېره سي؟

یه، زه له اوښکو سره خاندم

زه به له غم سره  سندرې وایم

زه په سختیوکې  امید ساتم

زه غواړم ژوند وکړم

اه !‌ لرې شئ د غم  فکرونو

په دې غریبه او خواره ځمکه د ګلانو تخم پاشم

زه به په لړه کې ګلان وکرم

د خپلو ترخو اوښکو اوبه به ورکړم

زما د اوښکو له ګرمي به د ځمکې یخ ویلي شي

ګلان به ترې را وسپړیږي

زما خوشحاله پسرلی به راشي

تر هغه  کلک غره به

د خپلو غم  ډبره یوسم

د هغه کلک غره تر لمنې به زه

د خوښۍ سندره وبولم

ددې تورې او اوږدې شپې تر پایه به زه

سترګې نه پټوم

د هغه ستوري لارې به ګورم

د تکو تورو شپو د اسمان د رڼا ستوري‌ ته

په تور اسمان کې د رڼا د شهنشاه لارې ته

خپل زړه خوب ته نه پرېږدم

له ټولو غمونو او کړاونو سره

له خپلو ټولو احساساتو سره

مرګ مې پر سینه ټکوي

مرګ به  پردې سینه دروند  پریوزي

د واورې مخ به کلک سر ونیسي

خو زما په کوچني زړه کې اور

ښايي مرګ ته ماته ورکړي

هو، زه له اوښکو سره خاندم

زه به له غم سره  سندرې وایم

زه په سختیوکې  امید ساتم

زه به ژوندۍ پاتې شم!

لرې شئ غمجنو فکرونو!

لیسا اوکراینکا به نن (د فبرورۍ ۲۵مه) د ۱۵۱ کلونو شوې وه.

پوهېږم چې د روسیې له لورې د اوکرایین د اشغال سره به یې بیا هم مخالفت کاوه .

خو نه پوهېږم چې بیا به یې په تیاره اسمان کې د امېد د ستوري څرک کاوه که یا؟

لیسا اوکراینکا د اوکراین د کلاسیکو ادبیاتو مهم نوم دی.‌

هغې په داسې وخت لیکل چې د روسیې امپراطورۍ د اوکرایني ادبیاتو پر لیکلو اوچاپ بندیز لګولی و.

لیسا اوکراینکا مبارزه لیکواله وه  ، د اوکرایین د خاورې پر بشپړتیا او ازادۍ پر حق یې باور درلود او د روسیې د امپراطورۍ  مخالفه وه .

هغه په خپل هېواد کې د ښځو دحقونولپاره دمبارزې پیلونکې هم وه.

د لیسا اوکراینکا د شعرونو لومړۍ ټولګه (د سندرو پر وزرو) په ۱۸۹۳ کې په لویدیز اوکرایین کې چې د استرو – هنګري ‌واکمنۍ په حلقه کې وه ،‌ چاپ شوه.

خلکو به کییف ته چې د روسیې د امپراطورۍ تر واک لاندې و ، قاچاقي وړه.

هغه ډېره ناروغه وه.

د ناروغۍ له کبله مجبوره شوه چې د وچ اقلیم هېوادونو لکه مصر  ته کډه شي .

خو تر مرګه یې د اوکرایین لپاره لیکنې بندې نه کړې.‌

هغه په څلوېښت کلنۍ کې مړه سوه.‌

د لیسا اوکراینکا اثار یونسکو سازمان د نړیوالو فرهنګي میراثونو په ګڼه کې ثبت کړي دي.

یادداشت : د داسې کلاسیکو لیکوالو د هنري کارونو ترجمه د یوه وګړي‌ د صلاحیت خبره نده بلکه اکاډیمي ګانې یې باید وژباړي. زما ژباړه د یوه عادي وګړي د توان به حد کې ده.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب