Homeخبرونهملا هیبت الله ۲۰ لوړ پوړي چارواکي وټاکل

ملا هیبت الله ۲۰ لوړ پوړي چارواکي وټاکل

تاند: ( جمعه، د کب شپږمه) ‏‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی عمومي مشر ( امیر المؤمنین) ملا هیبت الله اخوند زاده د يوه فرمان پر اساس ۲۰ لوړ پوړي چارواکي ټاکلي دي.

نوموړي دا ټاکنې په دې ډول اعلان کړي دي:

۱ ــ د ننګرهار ولایت مخکینی والي مولوي محمد داود مزمل د کورنیو چارو وزارت د لومړي معین په توګه

۲ ــ د زابل ولایت مخکینی مرستیال ملاعبدالخالق اخند د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د جرګو او قبائلو د همغږۍ د معین په توګه

۳ ــ د کانونو او پترولیم وزارت مخکینی معین ملا محمد عیسی اخند د برېښنا شرکت د عمومي رئیس په توګه

۴ ــ د کندهار ولایت مخکینی امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه

۵ ــ مولوي رحیم الله محمود د قندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه

۶ ــ مولوي عبیدالله د پروان ولایت د والي په توګه

۷ ــ مفتي محمد ادریس د پروان ولایت د مرستیال په توګه

۸ ـــ مولوي عزیز الله د پروان ولایت د امنیه قومندان په توګه

۹ ـــ قاري محمدنعیم د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۰ قاري بریال د کاپیسا ولایت د والي په توګه

۱۱ ــ مولوي ضیاء الحق د کاپيسا ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۲ ـــ شیخ ندا محمد د کابل ولایت د والي په توګه

۱۳ ـــ مولوي محمدیونس مخلص د کابل ولایت د مرستیال په توګه

۱۴ ـــ مولوي سعد د کابل ولایت د امنیت د آمر په توګه

۱۵ ـــ حاجي ګل محمد د ننګرهار ولایت د والي په توګه

۱۶ ـــ مولوي رباني د ننګرهار ولایت د والي د مرستیال په توګه

۱۷ ـــ مولوي قیام د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۸ ـــ قاري بدر د کندز ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۹ ـــ شیخ زرمحمد د نورستان د والي د مرستیال په توګه

۲۰ ـــ سلیمان اغا د زابل ولایت د مرستیال په توګه و ټاکل شول.

4 COMMENTS

  1. this post elected by I s I,
    the peoples are not recognized ,who they are.

    pakistani I S I members are nominated for offices

    afghanistan under control of pakistan

  2. لومړی ۔ پدې ټول هیواد کې ددوی کوم ماسټر او دوکتور ملاتړی نشته چې پدې لیست کې مقرر شوی وای۔
    دوهم۔ ایا تاسو تر اوسه د ملا هیبت الله امضأ لیدلې چې کوم د مقررۍ لېست یې پرې مزین کړی وي۔

  3. پدی شلو تنو کی یو پکې انجینر نسته، یو پکې ډاکتر یا ماستر نسته، يو پکې چې د کوم پوهنتون نه فارغ شوی وي په سترګو نه لیدل کیږي حتی زه اطمینان لرم چې یو به پکې بکلوریا پاس چې زموږ هیواد کې د دولت ارګانو کې د شاملیدو کم تر کمه لمړني شرط ؤ نه لیدل کیږي
    ټول د پاکستانی حقانیه او نورو مدرسو فارغان دي.
    پدی یووشتیمی پیړۍ کې چې د تخصص او ماهرانو پیړۍ ده دا بیسواده قاریان ملایان او مولویان چې بیغیر په حقانیه مدرسی کې چاپ شوی د څو دینی کتابونو د لوستلو نه بل کوم پوه او تجربه نلري دوي به دی وران ویجاړ هیواد ته د څه خدمت مصدر شي.
    ما خو تر اوسه په ټول تاریخ کې د کوم ملا، قاری، او مولوي کومه لاسته راوړنه نده اوریدلی، زموږ هیواد متخصص کدرونو او مدیرانو ته ضرورت لري ، که د طالبانو په دم او دوعا کیده نو زابلی ماشوم به اوس ژوندی وای.
    پدی شلو تنو کې ټول طالبان ملا ، مولوی او قاریان دي عحیبه بیا دا ده چی دوي اوس هم ادعا لري چې اداره یی همه شموله ده ، تاسو اوس ماته پدی شلو نفرو یو غیر طالب وښیی .
    لویه خدایه پدی یووشتمی پیړۍ که مو په څه عذاب ګرفتار او د منځني پیړۍ یوه ناپوه ډله مو زموږ پر خلکو واکمنان کړ.

  4. حدیث شریف دی: وایی چی زمانه آخره شی نو د ستاسو تر ټول نااهله اوجاهله به ستاسو مشران شی. دادی اوس یی په سترګو ګورو. آیا دی ټاکنه کی یو د اهل، مسلک، تجربی، کوم څوک شته؟ ټول هماغه د مدرسې چڼی او کونیان دی د شیخ عزیرالحمن شاګردان. دا یو غضب الهی دی چی پدی عصر او زمان کی پر افغانانو نازل شوی. ټاکی ټولی د آی اس آی او حامدالحق لخوا شوی چی مرکز یی په حقانیی مرده ګاو خانی کی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...