Homeخبرونهکندوز کې ۲ تنه د واکسیناتورانو د وژلو په تور نیول شوي

کندوز کې ۲ تنه د واکسیناتورانو د وژلو په تور نیول شوي

تاند: ( جمعه، د کب شپږمه) ‏‏د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې په کندوز کې ېې د واکسیناتورانو د پروني وژنې په تور ۲ تنه نیولي دي.

باختر اژانس د کندوز د ځايي چارواکو په حواله ويلي، چې دغه کسان د کندوز ولايت په مرکز او امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو ښځو په ګډون د ۷ واکسیناتورانو د وژلو په تور نیول شوي.

سرچينې د نیول شویو کسانو د هويت او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

د کندوز تر څنګ پرون په تخار ولایت کې هم یو واکسیناتور په ډزو وژل شوی او بل ټپي شوی و.

ملګرو ملتونو دا پېښې غندلي او د عاملينو د نيولو غوښتنه ېې کړی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...