جمعه, فبروري 6, 2026
Home+نورالحق ملکزی د غوراوي د کمېټې مشر وټاکل شو

نورالحق ملکزی د غوراوي د کمېټې مشر وټاکل شو

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی نورالحق ملکزی د لوبغاړو د غوراوي د چارو مشر وګوماره.

وروسته له دې چې درې میاشتې پخوا اسدالله خان استعفا ورکړه، ملکزی د غوراوي د کمېټې د سرپرست په توګه کار کاوه.

ملکزی په دې ستایل شوی چې د ۲۰۲۲ تر نولس کلونو د کشرو نړیوال جام ته یې ښه لوبډله غوره کړې وه.

ده د افغانستان لپاره په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې په دوو نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده.

تر دې مخکې کرکټ بورډ پخوانی اسټرالیايي لوبغاړی (سټوارټ لا) د بنګله دېش په وړاندې د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې موقت سر روزونکی وګوماره.

سټوارټ لا په نوي یمه لسیزه کې د اسټرالیا د ملي لوبډلې توپ وهونکی و.

ده یوه موده د سریلانکا او بنګله دېش د ملي لوبډلو د روزونکي په توګه کار کړی.

ټاکل شوې چې افغانستان او بنګله دېش د روانې فبروري میاشتې په ۲۳مه، ۲۵مه او ۲۸مه نېټ درې یو ورځنۍ او د راتلونکې مارچ میاشتې په درېیمه او پنځمه دوه شل اووره سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...