چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت د پخوانیو افسرانو په ګډون ستره ملي اردو جوړوي

دفاع وزارت د پخوانیو افسرانو په ګډون ستره ملي اردو جوړوي

تاند (سې شنبه، د حوت ۳ مه) د افغانستان د دفاع وزارت یو جګپوړی چارواکی وايي، د طالبانو حکومت به د پخوانیو پوځیانو په ګډون یوه ستره او غښتلې ملي اردو جوړه کړي.

د الجزیرې تلویزیون د راپر له مخې، د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون رييس لطیف الله حکیمي پرون (دوشنبې) په یوه خبري غونډه کې وویل چې دوی ۸۱ څرخکې او الوتکې چې امریکايي پوځیانو له افغانستانه د وتلو په مهال له کاره غورځولې وې، ترمیم کړي دي.

ده زیاته کړه، طالبانو په اګست میاشت کې د ټول افغانستان د نیولو په ترڅ کې تر ۳ لکه ډېرې سپکې وسلې، تر ۲۶ زره ډېرې درنې وسلې او نژدې ۶۱ زره پوځي وسایط (زغرګاډي او نور) نیولي دي.

که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې خو د افغانستان د تېر حکومت اکثره جګپوړي چارواکي د کابل له پرزېدو وروسته د هغو شاوخوا ۱۴۰۰۰۰ افغانانو په منځ کې لوېدیځ او نورو هیوادونو ته لاړل چې د کابل له هوايي ډګره په الوتکو کې وایستل شول.

ویل کېږي چې اکثره کومانډو ځواکونه، چې ډېر ښه روزل شوي وو، هم ایستل شوي دي.

له بلې خوا ډېر نور پاتې پوځي افسرانو او کومانډو له دې کبله چې د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو سره وزګاره شول، ملکي ژوند ته مخه کړې ده او ځینو له دې بېرې چې غچ به ورڅخه واخیستل شي، ځانونه پټ کړي دي.

خو ښاغلي حکیمي ټینګار وکړ چې طالبانو عمومي عفوه په عمل کې تطبیق کړې او ښه نتیجه یې ورکړې ده. «که عمومي عفوه نه وای اعلان شوې، ډېر بد حالت به رامنځته شوی و.»

ده زیاته کړه: «هغه انتحاري چې تر پرونه پورې یې یو بل څوک تعقیباوه، نن د هماغه کس ساتنه کوي.»

الجزیره وايي، که څه هم داسې نښې ډېرې نه شته چې طالبانو دې پخواني پوځي افسران بېرته ګومارلي وي خو په وروستیو ورځو کې یې د افغانستان د ملي اردو دوه پخواني افسران په دفاع وزارت کې په دندو وګومارل. دواړه ګومارل شوي صاحب منصبان د جراحي تخصص لري او د سردارمحمد داوود خان په پوځي روغتون کې یې کار کړی دی.

حکیمي وايي:«د اردو د جوړولو لپاره زموږ کار روان دی. (د پخواني رژیم) د پېلوټانو، انجیمرانو، خدماتي پرسونل، لوژیستیکي او اداري کارکوونکو په شمول ټول په امنیتي سیکتور کې پر خپل ځای دي.»

تېره اوونۍ دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد ویلي و چې د دفاع وزارت په سلو کې ۹۰ کارکوونکي د پخواني حکومت د وخت کسان دي.

ده دا هم ویلي و چې په پیل کې به یولکو لس زره کسیزه اردو جوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب