چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونههرات کې د وژل شويو تورنو اختطافګرو جسدونه ځړول شوي

هرات کې د وژل شويو تورنو اختطافګرو جسدونه ځړول شوي

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ له هرات ښار څخه په راپورونو کې راغلي، چې درې تنه تېره شپه ناوخته د اختطافګرو په نوم وژل شوي او بيا يې جسدونه ځړول شوي دي.

ځينو سرچينو ويلي، چې دغه اختطافګر د طالبانو له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه درې تنه وژل شوي کسان په «فلکه بکرآباد» سیمه کې پر دار ځړول شوي دي.

ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره دا دویم ځل دی، چې په دې ښار کې څو تنه د اختطافګرو په نوم له وژل کيدو وروسته په دار ځړول کېږي.

تېر ځل د طالبانو دغه عمل د یو شمېر بشري مدافعینو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی و.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي څه موده مخکې ویلي وو، چې دوی د صحرايي محکمو خلاف دي او اجازه نه ورته ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب